چې راغلي دي څوک دلته نو لهٔٔٔ دې ځائے ورته تلل دي
دا سبق يو تکويني دے پهٔ دې ځان ښهٔ پوهول دي
ده دنيا تلونکي راتلونکي دَدې ځائے پهٔ زړۂ کښې نشته
دا دَ نفس دَ دهوکې جال دے دَدې جال نه هم وتل دي
دَ دنيا ګند خو لوئے ګند دے ګورې زړۂ کښې دا پرېنږدې
همتي شه قيمتي شه دَدې ګند زړۂ نه وېستل دي
ځان دې ډېر زيات اوچت کړے خو پهٔ دې باندې پوه نهٔ ئې
اوچت څيز وي پهٔ خطره کښې ځان اوس رو رو کوزول دي
نفس ازاد دې لږ پابند کړه ازادي دَدهٔ ښه نهٔ ده
دَدهٔ پړے دَ چا لاس کښې زر تر زره ورکول دي
دلته وژاړه شبيؔره چې تهٔ هلته کښې وخاندې
کهٔ دا نهٔ وي بل جهان کښې څومره زيات بيا ژړېدل دي