امتحان اؤ امانت


ژوند زمونږ دَ خدائے تعالیٰ يو امانت دے

امتحان دے امتحان هر يو حالت دے


يو دَ مال تپوس به کيږي دَ ګټلو

دې دپاره هم دَ علم ضرورت دے


چې جائز ګټل دي څهٔٔ اؤ ناجائز څهٔٔ

پهٔ پاک مال کښې مخفي خپله برکت دے


ناجائزه باندې څوک مړېدے نهٔ شي

بس يو حرص دے بيماري ده اؤ علت دے


دَ خرچ کولو طريقې چې هم صحيح شي

ناجائزې طريقې خو مصيبت دے


کهٔ اسراف کله دَ چا پهٔ مال کښې راشي

بخل هم مؤمن سره کله ښائیږي


مال تباه شي چې دَ دغې نحوست دے

دا دَ مال دَ محبت خراب سمت دے


اخستلو نه دَ قرض بچ کول ځان دي

دا جنډه ده دَ خوارۍ اؤ ډېر ذلت دے


بل تپوس به دَ وخت کيږي وخت تېر شوے

پهٔ هېڅ شان نهٔ ملاويږي بيش قيمت دے


دَ يو يو عضو تپوس به دَ تن کيږي

امتحان زمونږ دَدې هر يو صورت دے


دَ هر يو چې استعمال صحيح اؤ درست وي

اؤ دَ زړۂ خو دوی کښې ډېر زيات اهميت دے


زړۂ کهٔ درست وي نو ټول جسم به صحيح وي

پټ پهٔ دې کښې پروت بې شکه هدايت دے


درستګي دَ نفس کنجي دَ کاميابۍ ده

دې دپاره دَ اصلاح ډېر ضرورت دے


دَ اصلاح دپاره ټينګ کړه ځان شبيؔره

دې دپاره پکار صبر اؤ همت دے