دَ مينې تنده


تنده مې دَ مينې ماتېدے نهٔ شي

زړۂ مې بې قراره صبرېدے نهٔ شي


بس چې اوس دَ يار پهٔ کار مشغول زۂ وے

وخت مې بې لهٔ دې نه تېرېدے نهٔ شي


ياد باندې زړګے ئې خپل اباد کړمه

بي لهٔ دې چې دے ابادېدے نهٔ شي


زړۂ کښې خو رازي پهٔ خيال کښې نهٔ رازي

دې باندې خو څوک هم پوهېدے نهٔ شي


نقش ئې نوم شبيؔره کړم پهٔ زړۂ باندې

ګند دَ دنيا بې لهٔ دې وتے نهٔ شي