دَ مينې درياب


لامبوزن چې وي دَ مينې پهٔ درياب

دَ هر سوال دپاره وي ئې يو جواب


پهٔ عزت اؤ پهٔ پېسه باندې اړ نهٔ وي

نهٔ لري بيا څهٔ دَ وخت حساب کتاب


خوشحالي ئې ملاقات بس دَ جانان وي

لهٔ جانان ئې جدائي ګرځي عذاب


مينه ښهٔ سره بې شکه ډېره ښه ده

کهٔ وي بد سره نو شي خانه خراب


دَدې مينې بس لائق خو صرف خدائے دے

نورې مينې دَ دنيا خيال اؤ خواب


دَ الله دپاره هره مينه ټيک ده

اؤ دَ نفس پهٔ هره مينه دے عتاب


نورې مينې دَ دنيا تو کړه شبيؔره

توبه وکړه ، دَ الله شه ، دے تواب