شېخ کامل


يو خبره ده مشکله ګران پهٔ هغې پوهېدل دي

اؤ دَ دې نه جهالت دَ هر يو خېر نهٔ لاس وينځل دي


کهٔ لهٔٔٔ لارې خبر نهٔ وي څوک، پوښتل لهٔٔٔ چا لازم شي

نامعلومه لاره باندې بې تپوسه څنګه تلل دي


بې رهبره پهٔ دې لاره باندې تللو کښې خطره ده

کهٔ څهٔٔ وشو ذمه دار دوی پهٔ دې شان دَ نقصان خپل دي


ډاکو کله دَ رهبر جامه کښې خلق ګېروي هم

دَ رهبر پهٔ علاماتو باندې ځان خپل پوهول دي


دَ نبي پهٔ طريقه بس دَ الله شه اے شبيؔره

دې دپاره دَ کامل شېخ سره ځان نزدې کول دي