دا خبرې دې اوس پرېږده لږ پهٔ کار شه
دې دپاره دَ خپل شېخ اوس تابعدار شه
وخت پهٔ منډه دے روان دا نهٔ ودريږي
ځه فائده دَدې نه واخله لږ هوښيار شه
دَ دنيا مينه سور اور دے سور انګار دے
لوبې دې سره اوس پرېږده توبه ګار شه
دَ الله مينه رڼا ده دَ زړۂ ښکلي
اوس دَ دغې حاصلولو ته تيار شه
دا شېطان دَ ستا دښمن دے ډېر چالاک دے
ناساپي ګزار کوي ځکه بېدار شه
بس پهٔ خدائے باندې مئن شه ځان پرې ورک کړه
اے شبيؔره دَ الله دَ نوم نه ځار شه