ژبه سترګې اؤ غوږونه کړه خپل بند
چې داخل نهٔ شي پهٔ دوی دَ دنيا ګند
کهٔ دې زړۂ نوراني نهٔ شو نو بيا وايه
لږ عمل خو پهٔ دې وکړه پند دے پند
چۦ خلوت دے دَ خراب صحبت نه ښهٔ دے
اؤ دَ شېخ صحبت ترې ښهٔ دے قند دے قند
دغه ژوند دې کړه پکار سستي ونهٔ کړې
چې دې سم شي بيا دَ هغې دنيا ژوند
زړۂ پهٔ ذکر مصفا کړه اؤ خپل نفس هم
کړه قابو چې هلته شمېر شې عقلمند
اے شبيؔره اوس دَ زړۂ سترګې بينا کړه
دَدې بله ده دنيا اؤ بل ئې خوند