ښهٔ مريد


دانه زمکه کښې دفن کړي چې مالي

پهٔ اوبو پهٔ سره بيا ئې وپالي


نو دَ بوټي څوکه دې نه رابهر شي

چې دَ خدائے وشي پهٔ دې مهرباني


بچ کول ئې له ګرمۍ سړدۍ پکار وي

ضروري وي بيا دَدې نګهباني


نو يو ورځ دا پهٔ مېوه باندې هم راشي

دَ مالي دَ نېکنامۍ نښه دا وي


خدائے خوشحال اؤ دَ مخلوق پکښې فائدہ وي

دا قصه خو يو صورت دے مثالي


چې طالب کله دَ شېخ پهٔ لوري راشي

ورته پيش کړي دا خپل ځان، خپله ځواني


شېخ پهٔ لار ئې دَ فنا باندې ورسم کړي

کړي دے پوه پهٔ دې چې دا ژوند دے فاني


دَدهٔٔ زړۂ کښې بوټے بيا دَ مينې نال کړي

جرړې کټ کړي دَ الهامِ شېطاني


اؤ دَ ذکر پهٔ اوبو ئې خسمانه کړي

کړي قابل ئې دَ الهامِ رحماني


دَ ترخو ترشو خبرو ورته سره

واچوي دي دا اصولِ باغباني


لهٔٔٔ هرڅهٔٔ ئې بچ ساتي پهٔ دې حالت کښې

چې کوم وي ممکن احوالِ نقصاني


نو دا بوټے ورځ پهٔ ورځ پهٔ ترقۍ وي

دې ته وائی کيفيتِ احساني


بيا پهٔ فضل دَ خدائے وصل شي نصيب ئې

شي حاصل ورته بيا ذوق لا مکاني


اے شبيؔره بيا صحبت دَدهٔٔ دَ خلقو

دارو ګرځي چې ئې ښه شي بيماري