مينه اور دے



مينه اور دے چې کوم زړۂ کښې دا بليږي

هغه زړۂ دَ يار پهٔ مينه کښې سوزيږي


زړۂ کښې ئې صرف دَ يار غم وي نور څهٔ نهٔ وي

دَ ده زړۂ بس لهٔ محبوب ځنې تاويږي


چې کوم زړۂ بلد دَ مينې سره نهٔ وي

نو دَ بل دَ مينې څهٔ هغه خبريږي


دغه زړۂ دَ خپل محبوب مينه کښې مست وي

اوښکې ئې سترګوکښې بيا کله حصاريږي


يوه ويره پهٔ دې زړۂ وي مسلطه

کهٔ محبوب شولو خفه بيا به څهٔ کيږي


چې مئین کله پهٔ خدائےﺉ وي څوک شبيؔره

دَ ايمان پهٔ خوږو هغه کس پوهيږي