زۂ دَ عشق پهٔ پېغام باندې مامور يم
لهٔ هغې وخته پهٔ داسې ليک مجبور يم
چې پهٔ زړۂ کښې مې پېغام دا چا القا کړو
نو دَ زړۂ نه ئې لهٔ وخته زۂ مشکور يم
اوس پکار مې دي هغه چې ئې پکار دي
چې پهٔ عشق حقيقي باندې مخمور يم
پټ اسباب او پهٔ علل حسن ازل شو
ده مرضي ئې زۂ عاشق خو دَ مستور يم
دَ هغهٔ دَ در مرهم راته پکار دي
پهٔ زخمونو دَ دنيا زۂ شبيؔر سُور يم