پهٔ قسم باندې قران کښې کړي خبره پاک الله
چې الہام ئې کړلو نفس ته ټول فجور اؤ هم تقویٰ
بيا پهٔ شد و مد اعلان ئې ورسره دا هم دے کړے
بد نصيب دے چې څوک پاتې شي دَ نفس اصلاح ونهٔ کړي
کامياب بس هغه کس دے چې دَ نفس وکړي اصلاح
نو خائب دے اؤ خاسر پهٔ دواړو کونو کښې تباه
دې تشديد نه شوه ثابته چې دَ نفس اصلاح ده فرض
ټول کارونه به خراب وي دَ هر يو ، کهٔٔ نهٔ وي دا
شيطان هم دے دهوکه شوې دَدې نفس پهٔ مکر باندې
انا خير منه باندې دا پاګل شولو ګويا
يو طرف دَ خدائے دے حکم چې سجده وکړه آدم ته
بل طرف دَ علتونو کج بحثي شور اؤ غوغا
زړۂ ډرا ئېور دے اؤ نفس ګاډے دغه دواړه ټيک کول دي
دَ زړۂ ذکر اؤ دَ نفس علاج صحيح مجاهده
کهٔ پهٔ خپله خوښه تهٔ مجاهده هم څهٔ تجويز کړې
کله دا مجاهده ده؟ چې دَ نفس خوښه ده دا
چې کوم شېخ درته تجويز کړي اؤ ستا نفس پرې خوشحال نهٔ وي
بس پهٔ دې کښې ترقي ده پهٔ همت ئې خپلوه
دا دَ قال نه حال ته څنګه رسېدل زمونږ نصيب شي
ځان پامال کړه دَ شېخ مخکښې ستا دپاره ده دوا
دا اخلاص دې کښې شبيؔره کله خوښ چې دَ الله شي
نو بې شکه ملاويږي بيا پهٔ دې باندې فلاح