صراطِ مستقيم باندې هر وختې مونږ ته تلل دي
دَدې دپاره مونږ ته ښهٔ الله الله کول دي
پهٔ قېد دَ شريعت دي زمونږ بند دواړه غوږونه
جائز چې نهٔ دي څهٔ بالکل هغه نهٔ اورېدل دي
ټکړه دَ غوښې خولهٔٔ کښې زمونږ بنده ده پرته چې
پهٔ دې باندې خبره ناجائزہ نهٔ کول دي
دې سر کښې چې دماغ دے پهٔ کنټرول باندې مامور کوم
نهٔ شي ناجا ئز کا ر کښې استعمال دا خيال ساتل دي
دا زړۂ چې امانت زما دَ رب دے اے شبيؔره
دَ چا چې دے هغهْ ته دا هر حال کښې رسول دي