چې پهٔ مينې دَ دنيا کښې چا ژوند تېر کړو
هغهٔ خپله بلا ګانو کښې ځان ګېر کړو
يو بلا ده چې پهٔ خلقو کښې اوچت شم
يعنې خلقو کښې ئې خپله ځان غټ شمېر کړو
بله دا چې څوک پهٔ مال پسې مړ کيږي
چا پهٔ دې باندې خپل مال لهٔٔٔ قسمت ډېر کړو؟
بله دا چې پهٔ لذاتو کښې ځان غرق کړي
دَ نفس جال کښې ئې ځان خپله تېر و بېر کړو
لکه مړے دے پهٔ مړ احساس شبيؔره
دَ دنيا پهٔ ياد کښې چا چې خپل رب هېر کړو