دَ دنيا محبت



دَ دنيا مينه نقصان دے پکښې نشته دے وفا

دا خو ځائے دَ امتحان دے زړۂ کښې مهٔ راوله دا


دَ الله پهٔ مينه مست شه هغه قدر کړي دَ مينې

بې غرضه محبت تاسره کړے دے بل چا


داچې مينې دَ دنيا دي دغه ټولې کالعدم شي

دَ هغهٔ پهٔ مينه باندې کهٔ دې زړۂ کړو مبتلا


کهٔ دې غم دَ هغهٔ خپل کړو نور غمونه به شي ختم

ګني هسې نهٔ ختميږي دا غمونه دَ دنيا


دَ هغهٔ پهٔ چوکټ باندې دغه سر ولې کښېنږدم

دې دنيا ته دَراتلو بيا څهٔ مقصد ګرځي زما


چې هغه لهٔٔٔ مونږ راضي شي دا مقصد مو دَ راتلو دے

دَ دنيا دپاره ولې دا مقصد پرېږدو مونږ بيا


پهٔ هغهٔ باندې چې پرېوت مې نظر نو شولو پاک بيا

بس دَدې نظر دپاره دَ زړۂ سترګې کړه بينا


دَ هغهٔ نوم زۂ پهٔ ژبه هر وخت ولې جاري نهٔ کړم

دَ هغهٔ دَ کرمونو چرته شته دے انتها؟


ما دَ زړۂ پهٔ سترګو هر وختې کتے ورته شبيؔره

پرې قربان مې کړے دا سر خپل ، شم ورباندې زۂ فدا