دَ مينې اور


تهٔ دَ مينې پهٔ اور ولې نهٔ سوزېږې

کهٔ پهٔ دغه اور لهٔٔٔ بل اور نه خلاصېږې


خواهشاتو کښې دَ نفس ته ګرفتار ئې

وايه کله به علاج ته ئې سمېږې


دَ الله مينه دَ دغې اور علاج دے

تهٔ تر کومې به لهٔ دې علاج پټيږې


دلته وژاړه ژړا دلته کښې ښه ده

ګني هلته به بيا بل شانې ژړيږې


دَ جانان دَ مينې اور دَ زړهٔٔ راحت دے

ور لاهو شه ته پهٔ دې ولې ويرېږې


ويره دا بس ده پکار چې هسې نه چې

شي ناراض مې يار پهٔ دې تهٔ نهٔ پوهېږې


اخرت ته مستغني دَ ځان نه جوړ کړې

پهٔ دنيا باندې بيا ولې نهٔ مړېږې


بې وفا دنيا پسې پهٔ منډو سر ئې

کهٔ وي داسې نو به دغه شان کړېږې


سکون صرف دَ هغهٔ جولۍ کښې پروت دے

تهٔ پهٔ ذکر به شبيؔره وررسېږې