نه


نفس دے دَ ماشوم پهٔ شان پوهيږي نه

ځکه دَ ورانۍ نه دے صبريږي نه


لږ کهٔ تربيت دَدهٔ نصيب شولو

بيا به لهٔٔٔ ښهٔ کار نه وروستو کيږي نه


زړۂ کهٔ دَ چا جوړ شو هر څه جوړ شولو

وران کهٔ شو نو وران شو بيا سميږي نه


مينې دَ دنيا سره خيرن شي زړۂ

بې لهٔٔٔ ذکره دا بيا صفا کيږي نه


ټيک ده چې قران کښې هدايت دے پروت

زړۂ چې نهٔ وي سم نو حاصليږي نه


مينه دَ دنيا زمکه زن مال نهٔ دے

مينې ته دَخدائے کهٔ دا ودريږي نه


نمونځ به دې دنيا شي کهٔ دَخدائے نهٔ وي

بيا هغه لوئے در کښې دا قبليږي نه


اے شبيؔره زړۂ دې دَ خدائے جوړ کړه زر

دے مئن پهٔ خدائے نور حصاريږي نه