دنيا


تماشې ما دَ دنيا دي عجيبه غوندې ليدلي

لهٔٔٔ هغهٔ نه تښتي بيرته ورپسې چې څوک ورزغلي


پهٔ څهٔ مينه دروازې بندې کړې ټولې چې جانان مې

بس يوه ئې لرې پرېښوه دَ خپل ځان دَ مينې ښکلي


دَ عاشق سترګې ړندې وي دَ هر غېر لهٔٔٔ کتو ځکه

چې هغهٔ دَ خپل جانان جلوې پهٔ زړۂ کښې وي موندلي


چې غورزيږو کله مونږه نو هغه مو راوچت کړي

اوچت کړي مونږ هغهٔ يو چې يو کله غورزيدلي


ښهٔ خبر يم چې موندل دَهغهٔ صرف دي مطلوب خو

چې موندلے ئې هغه وي هغه نهٔ دي زېږېدلي


ما مخلوق لهٔٔٔ هر طرف نه دے کتلے اے شبيؔره

دَ خدائے مخکښې مخلوقات مې دي ليدلي غلي غلي