چې دَ زړۂ نه کله ووځي دنيا
دَ خدائے لاره پهٔ نظر راشي صفا
دَ ګناه پېټے لهٔٔٔ سره شي اړتاؤ بيا
چې پهٔ سچه باندې وکړي څوک توبه
زړۂ پهٔ ذکر دَ الله باندې روښان شي
اؤ دَ نفس دے ښهٔ علاج مجاهده
هغه ورکړې ته تيار دے صرفه نهٔ کړي
تهٔ سائل خو شه پهٔ در دَ پاک الله
زړۂ دې جوړ کړه خپل شبيؔره نو بيا خېر دے
درته زړۂ چې وائی څهٔ هغه کوه