پخې خبرې



دَ دين پوهه ده موقوف پهٔ بصيرت

دې نه مخکښې بيا دَ نفس پهٔ تربيت


کهٔ دَ دين پوهه څوک نهٔ لري نو بيا دي

بچ کېدل دَ صالحينو پهٔ صحبت


دا زيات ښهٔ دے دَ خلوت نه پهٔ اثر کښې

عام حالت کښې بچ کېدل دي پهٔ خلوت


دَ صالح صحبت نچوړ صحبتِ شېخ دے

پکاريږي دې کښې بيا صلاحيت


دا بمبه ده چې دې بيرته کړلهٔٔ څومره

يعني نفع ده دَ شېخ پهٔ محبت


محبت دَ شېخ سره صلاحيت هم

چې وي بيا ټول انحصار وي پهٔ همت


مستوي دَ درې نقطو وي ښه مضبوطه

فيصله ده دَ الله پهٔ مشيت


ستا اسباب جمع کول دي دا کړه جمع

نتيجې ته دے پکار قبوليت


بيا پهٔ در دَ مسبب باندې ځان جه کړه

ځان پرېږده ګوره دَ زړۂ چې دے حالت


دَ دعا دَ قبلېدو اسباب کړه جمع

يعنې زړهٔٔٔ کښې وي پکار ښهٔ کيفيت


ځان هېڅ مه ګڼه نظر ئې پهٔ کرم کړه

چې هغه غواړي لهٔٔٔ مونږ مسکينيت


ښهٔ اميد ترېنه لره چې کامياب شې

دې دپاره دے پکار استقامت


شبيرؔ ډېر لري اميد ټولو دپاره

چې عمل کوي پهٔ دغه نصيحت