غواړه تهجدو کښې لهٔٔٔ خدائے دعا
څوک سوالي لهٔٔٔ ما دے اعلان کيږي دا
تنګ چې لهٔٔٔ مرض نه بيماران وي څوک
اؤ دَ ښهٔ کېدلو پهٔ ارمان وي څوک
خدائے نه دې وغواړي پهٔ ژړا باندې
دې وخت ملاويږي روحاني دوا
وخت چې څوک دَ ورکړې مقرر کړي نو
غوښته کښې پهٔ دې وخت بيا باور کړي نو
شي دا چې وئېلے شته سوالګرے څوک؟
دا دَ غوښتې وخت دے ښهٔ زما دَ ستا
ټول چې وي اودهٔ تهٔ عبادت کوې
څومره به دا کار دَ سعادت کوې
ښکلي رب وئیلي چې اوچت شه ته
جوړ تهٔ تعلق کړه دې کښې ما سره
ځان دَ جهنم نه دې کښې بچ کړه تهٔ
دې دپاره اوس توبه پهٔ سچ کړه تهٔ
حل دَ مسٔلو دې کښې شبيؔره پروت
اؤ دَ مينې هم ده تقاضا دغه