يو خواهش


زما ژبه هميشه ستا دې پهٔ ذکر باندې تر وے

ستا دَ در پهٔ چوکټ باندې هميشه مې پروت خپل سر وے


خپل زړۂ ستا پهٔ مخکښې پيش پهٔ عاجزۍ کړمه اے خدايه

اؤ دَدې نور پهٔ رڼا مې روښان خپل قلب و نظر وے


تهٔ مې ياد شې خپل ځان هېر کړم دا ارمان مې دے اے خدايه

ستا پهٔ ياد باندې روښان مې هر ماښام اؤ هر سحر وے


پهٔ شوق باندې ستا کلام زما پهٔ ژبه ښهٔ جاري شوے

زما زړۂ چې ستا دے خدايه دا قبول کړې ، دا ستا در وے


لمحې ټولې، هر ويښتهٔ مې ،اؤ پېسه پېسه مې ستا شوے

پهٔ اخر کښې دَ نبي ښار مدينه مې مستقر وے


سترګې ژبه اؤ غوږونه حيادار وے دَ شبيؔر اؤ

زړۂ دَ نور نه زما ډک وے زما ژبه کښې اثر وے