تهجد دَ نوافلو دے سردار نمونځ
دغه نمونځ دَ هر ولي دَ غاړې هار نمونځ
کهٔ تهٔ غواړې چې مراد دَ الله جوړ شې
دې دپاره تاته دغه دے پکار نمونځ
کهٔ تهٔ غواړې حاضري درته نصيب شي
کوشش وکړه صحتمند کړه خپل بيمار نمونځ
فرائض خو پهٔ هر چا باندې لازم وي
اضافي ورپسې دا چې شي اختيار نمونځ
کهٔ دَ زړهٔٔ پهٔ سترګو وينې خپل الله نو
شه نصيب دې ارزښتناک باغ و بهار نمونځ
لهٔٔٔ جائزې دنيا تا منع کوي نه
کله نهٔ کړې دې دپاره تهٔ حصار نمونځ
دې کښے جُهد دا دَ نفس ښکلے علاج دے
پهٔ دې ذکر شي علاج دَ زړهٔٔ بيمار نمونځ
چې الله سره پهٔ دې کښې ملاقي شې
دغه وخت وايه وي څومره مزيدار نمونځ
دَ شبير(امام حسينؓ) نه تپوس وکړه چې نمونځ څهٔ وي
چا چې کړے اخري پهٔ سر دَ دار نمونځ