دَ مولیٰ مينه به ستا هر ځائے پکار شي
دَ دنيا پهٔ مينه باندې هر څهٔ خوار شي
يو باقي بله فاني ده کله يو دي
باقي پرېنږدې کهٔٔ سر دې هم پهٔ دار شي
چې دَ نفس لهٔٔٔ اصلاح څوک کله غافل شي
دَ شيطان دَ مکر خپله به دے ښکار شي
دَ دنيا پهٔ مينه مست خپل ځان تباه کړي
پهٔ نصيب دَ جهنم ئې دندوکار شي
زړهٔ دې پوه کړه چې بس يو باندې مئن شې
لهٔٔٔ باقي ټولو درونو دې انکار شي
هغه يو درته کافي دے اے شبيؔره
پهٔ هر څهٔ کښې ، کهٔ پهٔ مادېۦۦاعتبار شي