دَ عاشقانو اجتماع


مئن زړونه پهٔ هغهٔ ،کله چې يو ځائے جمع کيږي

دَ هغهٔ پهٔ ياد مشغول شي فکرمند شي اؤ ژړيږي


بس خبرې دَ هغهٔ کړي دَ هغهٔ ياد وي پهٔ ژبو

دَ دنيا نورو خبرو ته بيا کله دوی سميږي


زړۂ دَ مينې دَ هغهٔ وي ډک ، نظر هم پهٔ هغهٔ وي

غواړي داسې لهٔٔٔ هغهٔ نه لکه ساه چې ورنه خيژي


دَ اذکارو شور و زوګ جوړه خوشرنګه نظاره کړٰي

زړۂ لهٔٔٔ جو ش وهي ټوپونه پهٔ کوشش را قابو کيږي


اے شبيؔره چې پهٔ داسې محفلونو کښې څوک ناست وي

دَ الله دا فيصله ده چې دوی هم نهٔ محروميږي