دَ زړۂ دنيا


عجيبه به درښکاره شي دا دنيا

کهٔ پهٔ عشق تهٔ دَ هغهٔ شوې مبتلا


دَ دنيا پهٔ فکر باندې خلق غرق دي

تهٔ دا پرېږده کوه فکر دَ عقبيٰ


پهٔ شرابو کښې لذت به وي پوهېږم

خوند دَ مينې دَ هغهٔ دے بس جدا


چې حاصله شي شاهي فقر کښې چاته

مثال نشته دے دَ دغې ارتقا


اے شبيؔره دَ هغهٔ ياد کښې پرې راشم

مفيد څومره دے دا ذکر دَ مولیٰ