ذکر داسې دے پکار چې کله کيږي
دَ هر څهٔ پهٔ ليدو هغه بس ياديږي
هره پاڼه دے دفتر دَ معرفت ئې
کهٔ دَدې پهٔ طريقه څوک هم پوهيږي
دا چشمې ، غرونه ، مارغان اؤ ځناور ټول
غور پهٔ دې چې څوک کوي لار ئې سميږي
پهٔ اسمان چې دا بې شماره ستوري کوم دي
لهٔ دې نور دَ معرفت زړۂ ته کوزيږي
اسم کوز کړه دَ هغهٔ يو ځل زړګي تهٔ
چې پهٔ دې باندې هغه ګورې خپليږي
لره ذکر تهٔ پهٔ ژبه اے شبيؔره
زړهٔٔ سره ، نو بيا هر څهٔ پرې حاصليږي