دَ دين ذوق دَ مينې ذوق ذوقِ اعلیٰ دے
څهٔ دے؟ مينې نه خالي چې زړۂ دَ چا دے
خو معيار دَ محبت هم پېژندل دي
مبغوض وګڼه چې کوم حبِ دنيا دے
دا دنيا ده دَ څو ورځو پهٔ دې څهٔ کړې
دغه پرېږده دا مطلب دَ لا اله دے
بې غرضه مينه څوک چې مونږ سره کړي
کلمه کښې دے موجود پهٔ الا الله دے
دَ هغهٔ دَ حبيب مينه لازمي ده
چې خالي زړۂ وي لهٔٔٔ دې هغه تباه دے
لا اله الا الله چې څوک هم وائی
هم پهٔ خوله ئې محمد رسول الله دے
غلامي ئې دَ در غواړي شبيؔر هم چې
دا مضمون دَدې غزل دَ مدعا دے