دَ مينې زور


تنده نهٔ ماتیٔ چې جام کوم راکوې

بل جام ډک کړه لاس لهٔ دې اونهٔ دروې


دَ عشاقو مېخانه ده څښل راڅښل دي

څهٔ سحر اؤ څه ماښام به دلته څښې


دي مدهوش خو دومره هوش پکښې موجود دے

تابعدار دي کار دَ دوی کهٔ وګورې


تنهائي کښې څوک پهٔ ما شراب څښوي دا

پهٔ اوبو راکوزوي دَ اور لمبې


دَ عشق نُور پهٔ پټولو پټ شي څنګه

دې کوشش کښې خو به ئې نور څرګندوې


دا دَ مينې اور دے څنګه پټېدے شي

نورشي زيات چې څومره دا دباووې


پهٔ جامونو باندې کله کار کېدے شي

ټول دې لرې شي کهٔ ته ئې راسرې


دَ پټرولو اور چې نهٔ مري پهٔ اوبو نو

شي به مړ کهٔ جام پهٔ لاس خپل راکوې


زما زړۂ بې قرار تاته ښهٔ معلوم دے

شومه غېر دَ ټولو زۂ چې تا پسې


حد دداسې مينې څنګه شي کېدے چې

اور دے، زيات شي دے چې ئې څومره مړکوې


مرګے ولې به خوشرنګ نهٔ وي شبيؔره

مرګ نه پس دَ ملاقات چې دي وعدې