دَ مينې فکر

دَ هغهٔ چې نهٔ شي څوک څهٔ به کوي بيا

کوم مقصد دَ خپل ژوندون به خپلوي بيا


چې دَ يار وصل مقصود مو دَ ژوندون شو

نولهٔ وصل به ئې ځان څوک صبروي بيا


زۂ پهٔ خپل جانان به هر څهٔ ورقربان کړم

لېونے کهٔ مې دنيا خير دے بولي بيا


دَ انسان دنيا مقصود نهٔ ده نو څنګه

دَ دنيا دَ ژوند دپاره غوپې خوري بيا


دا زړګےچې دے جوړ شوے چا دپاره

دَ هغهٔ غېر دې کښې څنګه راولي بيا


کوز شبؔير شولو دَ زړۂ پهٔ مېخانه کښې

اوس شراب دې دَ عشق دم پهٔ دم ښهٔ څښي بيا