ده جدا اؤ عجيبه دنيا دَ مينې
تکبر ريا پهٔ دې کښې به نهٔ وينې
ده تنګي چې دَ نظر پهٔ دې کښې نشته
دا چينه ده دَ وفا اوبهٔ ئې سپينې
وسعتونه څوک دَدې معلوموے شي
عقل دے ګته پهٔ خولهٔ ، سترګې خيرنې
خواهشاتِ نفساني خو سوزول کړي
اؤ دَ روح جذبې دَدې ښکلي مهينې
اوس خپل زړۂ دې بس دَدې سره اشنا کړه
لارې پرېږده اوس دَ نفس سختې سنګينې
دَ هغهٔ چې دے محبوب ستا هم محبوب دے
خوش قسمت ئې چې دخپل محبوب پهٔ دين ئې
طريقه کهٔٔ دَ هغهٔ خپله کړه تا نو
بشارت درکوم زهٔ دَ خدائے نياز بين ئې
چې څوک نهٔ مني داښکلي لاره پرېږده
خپله اوبهٔ خوري دَ نفس غوپې سنګينې
مهربان هغه دےزيات پهٔ مونږ زمونږ نه
ولې توئې نهٔ کړم پرې زۂ دَ زړګي وينې
اے شبيؔره دا دَ زړۂ نغمې دې بس کړه
نن صبا هضميږي نه اوبهٔ شيرينې