دَ دنيا هر کس دې واخلي دا پېغام دَ محبت
څوک دې مونږ ته هم وښائی څه احکام دَ محبت
پهٔ خبره دَ محبوب خپل عمل څنګه عاشق نهٔ کړي
دے عاشق څنګه اؤ څنګه ئې څښلے جام دَ محبت
دَ محبوب چې کوم محبوب دے، دے زمونږه هم محبوب
که مونږ نهٔ يو متبع ئې يو ناکام دَ محبت
طريقې چې دَ هغهٔ دي مونږ ئې څنګه پرېښودے شو
دي پکار چې مونږ اوچت کړو هر يو ګام دَ محبت
کړه خبره تهٔ واضحه پهٔ هر کس باندې شبيؔره
نعرې صرف پکار نهٔ دي پهٔ هنګام دَ محبت