ښایٔسته يادونه


څنګه چې يادونه دَ زړګي مخکښې راوړل کوم

څهٔ دي کښې کړم ٔ هېر اؤ څهٔ دَدې بيانول کوم


کړي هغه مې ياد دَ ځان سره چې زۂ ئې ياد کړمه

ياد مې پهٔ مجلس کړي پهٔ مجلس چې ئې يادول کوم


ياد دي ماته دا چې فخر ما باندې ئې کړے ؤ

ځکه پرېږدم هر څهٔ، دَ هغهٔ پهٔ لور ورتلل کومٔ


زۂ به مينه څهٔ کوم هغه ماسره مينه کړي

زۂ کړمه ګړبړ اؤ پهٔ دې شرم نهٔ کول کوم


دے هغه ظاهر اؤ دَ هغهٔ مينه واضحه ده

هر څهٔ ئې ظاهر کړل نو اوس څهٔ به ئی پټول کوم


وسولو دښمن زمونږ پهٔ مينه چې خبر شولو

اوس شبيؔره نور به دے دې باندې سوزول کوم