زۂ دَ هجر پهٔ اور سوزم انتظار کښې زۂ ترسکېږم
دا ګپ نهٔ دے، حقيقت دے، دا ده مينه ښهٔ پوهېږم
څنګه چپ شمه، خاموش شم، زړۂ مې پړق ونهٔ چوي غم نه
ځان معلوم دے ماته دا چې پهٔ هېڅ شمار کښې نهٔ شمېرېږم
اے زړګيه څهٔ خبر ئې چې تهٔ چا باندې مئن ئې
تا سنبهال کړمه زهٔ څنګه؟ بې اختياره غوندې کېږم
سوزېدل مينه کښې؟ دا خو دے دَ مينې حق ، خبر يم
چرته سیرې نهٔ کړم زۂ خپلې جامې پهٔ دې ويرېږم
ساقي ماباندې څښولي دومره زيات دي اے شبيؔره
پټول دَ راز مشکل شو جوړې دې کښې ناکامېږم