پهٔ وينا وينا کښې چپ شوم چپ کيدو کښې څهٔ ګويا شوم
چې مې زړۂ کښې هغه راغے لهٔ خپل ځان ځنې فنا شوم
دَ جانان زما خبره دَ جانان سره کېدے شي
دا پيغام راته وصول شو، بې صبرۍ کښې چې خطا شوم
جانان ماته اشاره کړه چې بس ماته ګوره صرف
جانان ما ته چې کتل کړل پهٔ ژړا کښې پهٔ خندا شوم
جانان څومره مهربان دے پهٔ مونږ ، دې نه څوک خبر دي
چې خبر پهٔ دې ادا شوم نو ورباندې بس فدا شوم
هغه وائي صبر وکړه وخت نزدې دَ ملاقات دے
زۂ لهٔ شرمه شومه ويلي چې خبر پهٔ دې ادا شوم
هر طرف ته مې هغه دے دا وصول راته حاصل دے
خوږ دے غم دَ ملاقات ډېر چې پهٔ کوم زۂ مبتلا شوم
پهٔ زړۂ باندې چې شبيؔر پهٔ کومه ژبه کښې ليکل کړي
دَ هغې پهٔ کتو زۂ شرو ع پهٔ دغه غزل بيا شوم