لرم شوق زړۂ کښې دَ حق دَ بندګۍ ادا کولو
لاس کښې څهٔ لرم زۂ څهٔ يم دغه سوچ زما راتللو
يو اواز مې لهٔ زړۂ راغے چې دا نفس چې مې باغي دے
تابيا وکړمه دَدهٔ پهٔ سلاسل کښې دَ تړلو
ځان مال وخت ئې ماته راکړل دَ يو کارد پاره دلته
کوشش وکړم دَ هغې کار دلته کښې دَ پېژندلو
چې کول راته پهٔ دې باندې دي څهٔ، زۂ هغه وکړم
چې ممنوع دي لهٔ هغو کوشش وکړم دَ بچ کيدلو
زۂ ٔئې خپل کړم پهٔ دې امر چې دَ غېر کله جوړ نهٔ شم
کوشش وکړمه لهٔ غېرنه هميشه ځان دَ ساتلو
لېونتوب زما شبيؔره دَ هغهٔ يادول غواړي
بيا دَدې مستۍ کوشش کړم پهٔ بياض زۂ دَ ليکلو