کله دَ فردوس پهٔ لور دَ خپل ځان بره تلل وينم
کله تماشا دَ زمکې لاندې دَ ځان خپل وينم
داسې عجيبه انداز دَ مينې دے نصيب ماته
خاورې وينم دې نه ملغلرې سازېدل وينم
کله دَ خيالاتو پهٔ صحرا کښې پريشان ګرځم
کله دَ عزت پهٔ منارو هم کښېناستل وينم
زۂ ړوند پهٔ تلاش کښې دَ نور اووځم بهر ولې
ناساپهٔ دَ ځان دَ پاسه نور زۂ ځلېدل وينم
سترګو نه مې اوښکې راخطا دَ بې وَسۍ شولې
سيوري دَ رحمت نه پهٔ دې لاندې بيا راتلل وينم
بيا کله پهٔ ناز چې دَ هغهٔ دَ خوښون مست شومه
نياز باندې لهٔ شرمه بيا خپل ځان ويلي کيدل وينم
ماخپله رضا کړله قربان ئې پهٔ رضا باندې
ځکه هر يو کار خپلې رضا ته سميدل وينم
دا دَ عشق دنيا ده هر څهٔ هېر کړه اے شبيؔره تهٔ
دے دَ زړۂ ټکور مې چې پهٔ کوم ځان زارېدل وينم