مسافت دَ خولې اؤ زړۂ لېشت برابر وي
خو دَ دې دَ سمېدلو لوئے سفر وي
اعضاء ټول پهٔ خپل خپل ځائے ډېر زيات اهم دي
نجات ټول پهٔ دې زړۂ باندې منحصر وي
مونږ خبرې دَ اصلاح پهٔ خولهٔ کړو ډېرې
کاش چې زړۂ ته رسيدونکے ئې اثر وي
ضرورت دَ ډېر محنت وي دغه کار کښې
خو دَ شېخ تعليم سره ډېر مختصر وي
عقل نفس سره چې مل شي تماشه شي
چې دَ زړهٔ شي بيا جدا دَ دې منظر وي
خولهٔ بېباکه بې حيا سترګې لري چې
زړهٔ ګنده شي دَ هغهٔ ، پهٔ ګند ئې سر وي
دَ دنيا دَ ګندګۍ ظلمت محسوس کړي
زړهٔ پهٔ ذکر دَ الله چې منور وي
دَ دې زړهٔ تار دې اذاد کړه لهٔ خپل نفس نه
نفس دې هم پهٔ رياضت کړه چې بهتر وي
زړهٔ اؤ خولهٔ عادت پهٔ ذکر شي شبيؔره
دَ هغهٔ ، کاميابي چې ئې مقدر وي