کړم



زړۂ زما ؤ ستا ،اوس پيش هم درته ځان کړم

زۂ ستا يم اؤ تهٔ زما دَدې اعلان کړم


فاني ځان کړمه فنا چې دا باقي شي

پهٔ دې باندې پهٔ خپل ځان باندې احسان کړم


زما زړۂ کښې خو لهٔ مخکښې ستا ځائے جوړ ؤ

اوس دَ خپل زړګي دَ کور هم تا ميزبان کړم


حسدي دشمن زما کله داغواړي

زۂ هغه به پهٔ دې باندې پريشان کړم


چې يو ژوند فاني قربان کړم پهٔ تا باندې

نو پهٔ دې به ځان زهٔ زنده جاويدان کړم


دا يو ژوند دے شمه دا قربانولے

شکوه ځان نه دَ تنګوالي دَ دامان کړم


شهادت غواړه لهٔ رب نه اے شبيؔره

دا درخواست دَ سعادت به راوېزان کړم