کله تاته چې دَ څهٔ کار هم کول وي
نو پهٔ دې کښې هميشه دې ويرېدل وي
چې هر کار دَ شريعت مطابق وشي
پهٔ هر کار کښې دَ هغهٔ دي بس منل وي
مهربان الله ناراض نهٔ کړې هېڅکله
هر يو حال کښې پهٔ هغهٔ دي زارېدل وي
پهٔ نيکۍ کښې شرم مهٔ کړه ځه ورمخکښې
کهٔ ګناه وي نو پهٔ دې دې شرمېدل وي
لهٔ دې لوئے در نه مايوس چرته کښې نهٔ شې
هېڅ اثر لهٔ وسوسو نهٔ اخستل وي
يو الله الله کوه هر وخت اؤ بل دي
دَ نېکانو صحبت هم اختيارول وي
بد صحبت نه بيا خلوت ښهٔ دے شبيؔره
کهٔ دَ شر نه دَ خپل نفس دي بچ کول وي