آدابُ المساجِد

خلاصَه

جُماعت داسې ځاېٔ دے۔ چې خالص دَ الله تعالیٰ دَ ذکر اؤ عبادت د پاره جوړ شوې دے۔ ځکه ورته دَ الله کور وئیلے شي۔ نو پهٔ جمات کښې څهٔ دُنياوي کار کؤل يا دَ دُنيا خبرې کؤل يا بل داسې کار کؤل چې دَ ذاکرانو پهٔ ذکر کښې يا دَ مونځ ګذارو نمانځهٔ کښې پرے خلل راځی جائز نهٔ دې۔ هر مسلمان ته ترې ځان ساتل پکار دي۔
بنيادی خبره دَدې وعظ داده۔ نورې ضمنًا پکښې دَ تصوف باريک نکات اؤ ډېرې علمي خبرې راغلی دی۔
دا وعظ حضرت مولانا تهانویؒ دَ تهان بهون پهٔ جامع مسجد کښې پهٔ ۲۳\محرم ۱۳۲۹هجري کښې پهٔ دوه نيمې ګنټې کښې دَ کمزوریٔ پهٔ وجه پهٔ ممبر پهٔ ناستې کړے دے اؤ مولوي نور حسين صاحب قلمبند کړے دے۔ (ت)


بِسمِ اللہ الرَّحمٰنِ الرَّ حِیمِ
اَلحَمدُ لِلہِ نَحمَدُہُ وَ نَستَعِینُہُ وَ نَستَغفِرُہُ وَ نُؤمِنُ بِہِ وَ نَتَوکَّلُ عَلَیہِ وَ نَعُوذُ بِا للہِ مِن شُرُورِ اَنفُسِنَا وَ مِن سَیِٰٔاتِ اَعمَالِنَا۔ مَن یَّہدِہِ اللہُ فَلا مُضِلَّ لَہُ وَمَن یُّضلِلہُ فَلَا ہَادِیَ لَہُ وَنَشہَدُ اَنْ لَّا اِلٰہَ اِلَّا اللہُ وَحدَهُ لَا شَرِیکَ لَہُ وَ نَشہَدُ اَنَّ سَیِّدَنَا مُحَمَّدًا عَبدُہُ وَرَسُولُہُ صَلَّی اللہُ عَلَیہِ وَ عَلیٰ اٰلِہِ وَ اَصحَابِہ وَبَارَکَ وَ سَلّم
اَمَّا بَعدُ فَاَعُوذُ بِا للہِ مِنَ الشَّیطٰنِ الرَّجِیم
بِسمِ اللہِ الرَّحمٰنِ الرَّحِیم

قال الله تبارک وتعالیٰ۔ وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ مَنَعَ مَسَاجِدَ اللَّہِ أَنْ یُذْكَرَ فِیہَا اسْمُہُ وَسَعٰى فِی خَرَابِہَا أُولٰئِكَ مَا كَانَ لَہُمْ أَنْ یَدْخُلُوہَا إِلَّا خَائِفِینَ لَہُمْ فِی الدُّنْیَا خِزْیٌ وَلَہُمْ فِی الآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِیمٌ (١١٤) سورة البقرة

ترجمه۔ اؤ دَ هغې کس نه زيات ظالم څوک دے، چې دَ الله پهٔ جماعتونو کښې دَ هغهٔ ذکر او عبادت بندوی۔ اؤ دَ جماعتونو پهٔ شاړؤلو کښې کوشش کوي۔ دې خلقو ته هېچرې بې ويرې ورننوتل نهٔ وو پکار۔ دوی دپاره پهٔ دنيا کښې هم ذلت اؤ رُسوائی ده اؤ پهٔ آخرت کښې سخته سزا ده۔
دَدې ايت مبارک پهٔ شانِ نزول کښې اختلاف دے۔ بيا هم پهٔ دومره خبره اتفاق دے۔ چې دا حکم عام دے۔ دَ جمات پهٔ شاړؤلو کښې مسلمان او کافر دواړه شامل دي۔ لکه چې مخکښې راځی۔ او وروستیٔ جُمله إِلا خَائِفِینَ (دوېٔ ته هېچرې بې ويرې ورننوتل نه وو پکار) دَ وړمبیٔ جُملي د پاره دَ دليل پهٔ طور ده۔ يعني دوی ته خو پکار دا وو چې خپله هم جمات ته ډېر پهٔ ادب اؤ پهٔ ويره ورننوتې (ځکه چې دا دَ الله تعالیٰ کور دے) نهٔ دا چې بل مخلص عابد اؤ ذاکر دَ ورننوتو نه منعَ کوی۔ (ځکه چې دا دَ ډېرې بې خوفۍ او بي پروائۍ کار دې)۔ نو داسېسړے ډير زيات ظالم دے۔ دلته دا شک کېدې شی چې دا ايت مبارک خو دَ کافرانو پهٔ حق کښې نازل شوې دے۔ چې مسلمانان به ېٔ مسجد حرام کښې نمانځهٔ ته نهٔ پرېښول۔ نو يو مسلمان دَدې مخاطب څنګه کېدې شی دَ دې يو جواب خو اُصولي دے۔ چې اَلعِبرَةُ لِعُمُومِ اللَّفظِ لَا لِخُصُوصِ المَورِدِ(پهٔ احکامو کښې عموم دَ الفاظو لره اعتبار دے۔ نهٔ خصوصی واقعې لره) دَدې شرعی نظير دَ لعان اؤ زنا حد دے۔ بل جواب ېٔ عقلي دے۔کهٔ يو سړے خپل نوکر ته پهٔ څهٔ غلط کار سزا ورکول غواړي نو وائی څوک چې داسې کار کوی دا به ېٔ سزا وی نو پهٔ دې وخت کښې دَ دې وېنا سبب خاص نوکر او خاص کار دے۔ لېکن الفاظ ېٔ عام دی چې ټول نوکران ترې عبرت واخلې۔ او بيا داسې کار نهٔ کوي۔ ليکن زما پهٔ خيال پهٔ دې اُصولي قاعده کښې چې عموم دَ الفاظو لره اعتبار دے۔ داعموم تر هغې حده دے څومره چې دَ متکلم مراد وي۔ دَ دي نه زياتی پکښې نشته۔ دَ دې نظير دا حديث شريف دے۔ لَیسَ مِنَ البِرّالصّیَامُ فِی السَّفَرِ (پهٔ سفر کښې روژه نيول نيکی نهٔ ده) چې سره دَ الفاظو دَ عموم دَ چا چې طاقت وي۔ هغهٔ ته شاملېدل ېٔ دَ متکلم مراد نهٔ دے۔ پهٔ دې وجه دا حکم دَ هر مسلمان دپاره نهٔ دے۔ بلکه چاته چې پهٔ سفر کښې روژه نيؤل ګران وي۔ دَ تندې نه ېٔ دَ مرګ خطره وی۔ يا ېٔ دَ مرض زياتېدو خطره وي۔ دا حکم صرف داسې کسانو د پاره دے دَ چا چې طاقت وي اؤ څهٔ خاص نقصان ورته نهٔ رسی۔ هغهٔ ته روژه نيول بهتر دې۔ بل مثال دادے چې نن صبا کهٔ څوک دَ چا عالِم نه دَ ګاڼې متعلق تپوس وکړی۔ نو هغه به ورته ووائی چې ګاڼه جائز نهٔ ده۔ ځکه چې هغهٔ ته دَ عرف پته ده چې دَ سائل مطلب سره دَ انتفاع ګاڼه ده نو اګر چې دَ جواب الفاظ ېٔ عام دې خو مراد ترې دغه خاص حالت دے، نو صِرف دَ الفاظو عام والے دَ کُلّی عموم دليل نهٔ دے ترڅو چې مستقله قرينه موجوده نهٔ وی چې دَ متکلم مراد څومره عُموم دے۔
حؔاصل دا چې دَ دي ايت الفاظ مسلم اؤ غېر مسلم دواړو ته شامل نهٔ دې۔ دا ايت خاص دَ کافرانو پهٔ حق کښې دے۔ لېکن مسلمان ته پهٔ بله طريقه شامليږی۔ هغه دا چې دَ منع نه پس وَسَعیٰ فِی خَرَابِهَا دَ دليل پهٔ طور راغلے دے۔ او شاړؤل مقابل دے دَ ابادؤلو اؤ دَ جمات ابادې پهٔ ذکر اؤ نمانځهٔ ده۔ نو ورانے به ېٔ پهٔ داسې کار راځې کوم چې ېٔ دَ ابادۍ يعني ذکر اؤ نمانځهٔ خلاف وی۔ نو کهٔ دَ مسلمان نه پهٔ جمات کښې داسې کار وشی چې پهٔ ذکر اؤ نمانځهٔ کښې پرې خلل راځی۔ نو هغه به هم دَ علت دَ اشتراک پهٔ وجه پهٔ دې ملامته کښې شريک شی۔
پاتې شوه دا خبره چې قياس ظنی دے۔ نو بدی ېٔ يقينی نهٔ شوه۔ دَ دې جواب دادے چې قياس ظنی پهٔ هغهٔ وخت کښې دے چې علت ېٔ هم ظنی وی اؤ چې علت ېٔ قطعی منصوص وی لکه دلته چې دے نو قياس قطعی وی۔ پاتې شوه دا خبره چې کهٔ دَ مُسلمان نه داسې کار وشی نو دَ هغهٔ نيت دَ جمات دَ خرابؤلو نهٔ وي کوم چې دَ سَعیٰ دَ لفظ نه پهٔ ظاهره معلوميږي۔ دَدي جواب دادے کهٔ سَعیٰ خاص وی مُبَاشِر (کار کوونکی) پورې نو دَ دې شک ګنجائش ؤ خو پهٔ غور کؤلو داسې معلومېږې چې سَعیٰ عام دے مُبَاشِر (کار کوونکې) او مُسَبّب دواړو ته۔ دليل دادے چې کله رسول اللهﷺ پهٔ مدينه منوره کښې دا خوب وليدو چې عُمرې ته لاړم، او دَ بيت الله شريف طواف مې وکړو او اصحابو ته ېٔ دا خوب بيان کړو۔ (دَ نبی خوب هم وحی وی) نو اګر چې هغې کښې دا نهٔ وه چې دا عُمره به هم پهٔ دې کال وي۔ ليکن اصحابو دَ ډېر شوق پهٔ وجه حضورﷺ ته هم پهٔ دغه کال دَ سفر مشوره ورکړه۔ او هغوی دَ خوش خلقیٔ او رحمت پهٔ وجه قبوله کړه۔ بيا چې قرېشو مکې معظمې ته ننوتو نه منع کړل۔ نو الله تعالیٰ دا منع کؤل دَ جمات (مسجد حرام) دَ خرابۍ دَ سبب کېدو پهٔ وجه دَ سَعیٰ فِی خَرَابِهَا مصداق وګرزؤلو۔ سره دَ دې چې قرېشو دَ مسجد حرام بلکه دَ حرم شريف دَ ټولو حدودو ډير تعظيم کؤلو او دَ مسجد حرام دَ ابادۍ ېٔ ډېر خيال ساتلو ۔ خو سره دَ دې ورته دَ ورانۍ کوشش وفرمائیلی شو ځکه چې هغوی حضورﷺ او دَ هغهٔ اصحاب چې مخلصان ذاکران او عابدان وو دَ ذکر او عبادت نه منَع کړل۔ نو اوس پهٔ دلالة النص سره دا ثابته شوه، چې پهٔ جمات کښې داسې کار کؤل چې پهٔ ذکر او نمانځهٔ کښې خلل اَچوي دَ سَعیٰ فِی خَرَابِهَا پهٔ حکم کښې راځي۔ ګنی نو کافرانو جمات ته قفل نهٔ و لګولې۔ نهٔ ېٔ دَ جمات بې حرمتې کړے وه۔ او نهٔ ېٔ دَ جمات اٰبادۍ ته څهٔ نقصان رسولۍ ؤ اؤ ظاهره ده چې پهٔ جمات کښې بے ضرورته دَ دُنيا خبرې کؤل او دنياوی کارونه کؤل دَ ذاکرانو او نمونځ ګذارو توجه خرابوي۔ او دَ هغویٔ پهٔ کار کښې خلل اچوي نو بېشکه چې دا ګُناه او ظلم دے۔(بيا دَ اَن يُّذکَرَ پهٔ مناسب دَ ذکر دَ فضيلت يو څو واقعات بيان شو۔)پکښې دا هم بيان شو چې ځنې خلق پهٔ ذکر او تلاوت څهٔ دُنياوی عوض (څهٔ رقم) اخلی حالانکه دَ الله تعالیٰ نوم دومره قيمتی شے دے چې دواړه جهانه هم دَ هغې عوض نهٔ شي کېدې۔ بيا ېٔ دا شعر اووي۔


قیمتِ خود ہر دو عالم گفتۂ

نرخ بالا کن کہ ارزانی ہنوز

(ترجمه) تا خپل قيمت دواړه جهانه ته وښيئلو۔ نرخ زيات کړه پهٔ دي هُم ارزان ېٔ۔
ليکن دَ دي پهٔ خوند خو هغه پوهيږې۔ چاچې دا خوند څکلې وي۔


(۱)
گفت لیلٰے را خلیفہ کان توئی

کز تو مجنون شد پریشان وغوری

(۲)
از ہمہ خوبان تو افزون نیستی
گفت خامش چونتو مجنون نیستی

(۳)
دیدۂ مجنون اگر بودے ترا

ہر دو عالم بے خطر بو دے ترا

(ترجمه)
(۱) ليلیٰ ته خليفه ووې هغه ته ېٔ چې مجنون دې پريشان او ليونے کړے دے۔
(۲) ته خو دَ نورو جونو نه څهٔ زياته ښائسته نهٔ ېٔ۔ هغې ورته ووي چې دَ مجنون پهٔ شان نهٔ ېٔ نو غلې کښېنه۔
(۳) کهٔ ستا نظر دَ مجنون پهٔ شان وې، نو دواړه جهانه به درته زما پهٔ مقابله کښې بے قدره ښکاره شوی وو۔

عجب داری از سالکانِ طریق

کہ باشند دربحر معنٰی غریق

تاته دا عجيبه ښکاري چې دَ طريقت سالکان دَ حقيقت پهٔ سمندر کښې ډوب وي۔

عشق مولیٰ کے کم از لیلیٰ بود

کوۓ گشتن بہر او اولیٰ بود

دَ الله عشق څهٔ دَ ليلیٰ دَ عشق نه کم نهٔ دے۔ دې دپاره کوچه ګردي ډيره بهتره ده۔ دې نه پس حافظان چې دَ قران شريف پهٔ ختم پهٔ رمضان کښې يا پهٔ قبرونو يا پهٔ دريمه وغيره کوم اُجرت اخلي دَ هغي دَ ناجائز کېدو بيان وشو۔ (جامع) بيا ېٔ وفرمائیل چې اهل الله خو دَ الله دَ نوم اؤ دَ هغهٔ دَ رضا پهٔ بدله کښې دُنيا ځکه نهٔ شي قبلولې چې دَ ايت مبارک نه دا معلوميږې۔ چې دَ الله رضا دَ جنت دَ ټولو نعمتونو نه هم بهتره ده۔ ارشاد دے۔ وَ رِضوَان مِنَ اللہِ اَکبَرُ (دَ الله لږه غوندې رضا هم غټ شے دے) دَ دين فروشیٔ دَ شهبې پهٔ وجه به ځنې بزرګان بازار ته نهٔ تلل چې شايد دَ هغوی دَ ديندارۍ او بزرګۍ دَ وجاهت پهٔ لحاظ به څوک دکاندار ورته پهٔ نرخ کښې رعايت وکړي نو دا به دَ ديندارۍ عوض اخستل شې۔
نو بازار ته نهٔ تلل پهٔ دوه وجهې کېدې شي يو دَ کبر اؤ لوئۍ پهٔ وجه ۔ دا ناجائز اؤ حرام دي۔ بل پهٔ دې وجه چې خلقو باندې به زمونږ دَ وجاهت اثر پرېوځی اؤ دَ لحاظ پهٔ وجه به شے پهٔ داسې نرخ راکړې چې دکاندار ته به تاوان وی۔ دا ښهٔ کار بلکې ضروري دے۔ پهٔ دې کښې يو خو دَ دين فروشیٔ دَ شبهي نه بچ کېدل دی۔ بل مسلمان دَ تکليف نه بچ کؤل دی۔ (او دا ثواب دے) دَ وجاهت پهٔ اثر دَ چانه څهٔ شے اخستل رشوت دے۔ ځکه حاکم ته تُحفې اخستل جائز نهٔ دي۔ او رسول کريمﷺ چې سره دَ حاکم کېدو تحفه قبلوله نو ځکه چې هغویٔ ته دَ محبت پهٔ وجه ورکولې شوه اوس حاکمانو سره چې دَ چا محبت نشته۔ رشوت ورکوي۔
مخکښې چې وئيلی شوی دی دَ جمات ابادی پهٔ ذکر او نمانځهٔ ده نو دَدي دليل دادے چې الله تعالیٰ فرمائی مَا کَانَ لِلمُشرِکِینَ اَن یَّعمُروُامَسَاجِدَ اللہ (مشرکانو کښې دا لياقت نشته چې دَ الله جُماتونه اباد کړي)۔ ځني کسانو دَدې ايت نه دَ جمات پهٔ ابادۍ کښې دَ مشرکانو پيسه نهٔ لګولو باندې استدلال کړے دے۔ زما پهٔ خيال هغه مستقله مسٔله ده۔ پهٔ نورو دليلونو ثابته ده۔ ليکن دَدې ايت نه نهٔ ثابتيږي۔ دلته مطلب دادے چې مشرکان دَ دې اهل نهٔ دي چې جماتونه اباد کړي۔ دَ ابادۍ نه ېٔ مراد ذکر او عبادت دے۔ دَ عمارت ابادؤل نهٔ دی۔کهٔ داسې وي نو رسول اللهﷺ به دَ مکي دَ فتحې نه پس هېچرې دَ بيت الله شريف دَ قريشو دَ لاس ابادي نهٔ وه پرېښې، هغه به ېٔ ورانه کړے وه او خپله به ېٔ بيا اباده کړےوه۔ قريشو دَ سامان دَ کمۍ پهٔ وجه دَ بيت الله شريف کوټه دَ ابراهيمؑ دَ ابادۍ دَ اندازې نه کمه کړے وه۔ حطيم دَ ابراهيمؑ پهٔ اٰبادۍ کښې دننه ؤ۔ قريشو بهر پرېښو او دروازه ېٔ صرف يوه کېښوه۔ هغه هم ډيره وچته بيا دَ خلفاۓ راشدينو دَ زمانې نه پس حضرت عبدالله ابن زبيرؓ دَ خپلې ترور حضرت عائشے رضی الله عنها پهٔ روايت دَ رسول اللهﷺ دَ خواهش مطابق دَ قرېشو ابادی ورانه کړه او دَ ابراهيمؑ دَ ابادۍ پهٔ بنيادونو ېٔ بيا جوړه کړه۔ ليکن دَ عبدالملک دَ خلافت پهٔ زمانه کښې دَ هغهٔ ګورنر حجاج دَ حضرت عبداللهؓ دَ شهادت نه پس هغه ابادی ورانه کړه او دَ قريشو دَ ابادۍ پهٔ بنياد ېٔ دوباره اباده کړه۔ بيا خليفه هارون الرشيد پهٔ بناۓ ابراهيمیؑ باندې جوړولو دپاره دَ حضرت امامِ مالکؒ نه فتویٰ وغوښته۔ هغهٔ پهٔ دې خيال چې بيت الله دَ بادشاهانو دَ دست برد نه محفوظ شی دَ ورانولو اجازت ورنهٔ کړو نو هغه هم دَ حجاج ابادی دَ قرېشو پهٔ بنا پاتې شوه۔اګر چې دَ عبدالله ابن زبيرؓ ابادی چې دَ حضرت ابراهيمؑ پهٔ طريقه وه باقی نهٔ پاتې کېدل پهٔ ظاهره دَ افسوس خبره ده۔ خداېٔ ته به معلومه وي چې پهٔ دې کښې دَ خداېٔ پاک څومره مصلحتونه وو۔ ليکن يؤ غټ مصلحت خو ېٔ څرګند دے۔ هر څوک پرې پوهېدې شی۔ دَ ابن زبيرؓ ابادی کهٔ پاتي وې نو اګر چې دروازې به ېٔ دوه وې او دَ زمکے سره به سمي وې بيا هم کنجيانې به ېٔ دَ خادمانو سره وې اوهر چا به بيت الله شريف ته دَ ننوتو برکت نهٔ شو حاصلولې۔ پهٔ موجوده ابادۍ کښې خطيم چې پهٔ اصل کښې دَ بيت الله شريف حصه ده دَ ابادیٔ نه بهر دے۔ ازاد دے هر څوک پکښې عبادت کولې شی او دَ بيت الله شريف دَ ننوتو برکت حاصلولې شی۔ څهٔ نا منع پکښې نشته۔
دا خبره دَ ياد ساتلو ده چې مشرکانو به سره دَ کفر او شرک دَ بيت الله شريف پهٔ ابادۍ کښې صرف پاک مال لګؤلو ځکه ورسره دَ سامان کمې راغلو۔ او دَ حضرت ابراهيمؑ پهٔ بنيادونو ېٔ ابادی ونهٔ کړې شوه۔ يوه ټوټه (حطيم) ېٔ ترې کمه کړه۔ غرض دا چې دَ مَا کَانَ لِلمُشرِکِینَ مطلب دادې چې مشرکانو کښې دَ جمات ابادولو لياقت نشته ځکه چې پهٔ کوم کار چې جمات اباديږي يعنی ذکر او نمونځ هغه کار دویٔ نهٔ شی کولې۔يعنی دَ جمات ابادی دَ الله پهٔ ذکر کيږي۔ څنګه پهٔ دي ايت مبارک کښې چې ارشاد دې۔ اِنَّمَا یَعمُرُ مَسَاجِدَاللہِ مَن اٰمَنَ بِا للہِ وَاٰقَامَ الصَّلوٰۃ وَ اٰتَی الزَّکوٰۃَ (دَ الله جماتونه خو صرف هغه کسان ابادؤلې شی چا چې پهٔ الله ايمان راوړو۔ نمونځ کوې اؤ زکوٰة ورکوي)۔ پهٔ دې ايت کښې اصل مقصود اقامتِ صلوٰة دے۔ څهٔ دپاره چې جُمات جوړ شوې دے۔ اٰؔمَنَ بِا للهِ دَ هغي دَ شرط پهٔ طور راغلې دے۔ چې نمونځ بې ايمانه نهٔ کيږي او زکوٰة دَ اِقامتِ صلوٰة تَتِمَّه ده۔ ځکه چې دلته دَ اقامت صلوٰة مطلب دے دَ ايمان ټول حقونه پوره پوره ادا کؤل دا پهٔ اخلاص موقوف دے۔ او دَ اخلاص يوه نښه مال خرچ کؤل هم ده۔
خلاصه دا چې تش دَ خلې ذکر دَ اخلاص دليل نهٔ دے۔ بلکې څهٔ مال خرچ کؤل ورسره هم ضرورې دی۔ زکوٰة صِرف هغه کسان ورکولې شي دَ چا زړهٔ کښې چې اخلاص وي۔ ځکه چې سرکاري مطالبه ېٔ نشته چې بنده مجبور شي۔ او کهٔ دَ چا دا شک وي چې دَ اسلامی خلافت پهٔ زمانه کښې خو زکوٰة جمع کولو دپاره سرکاری نوکران مقرر وو هغویٔ به ېٔ مطالبه کوله نو اخلاص پکښې کوم ځاېٔ راغلو۔ دَ دې جواب دادے چې هغه زمانه کښې سرکاری نوکران صِرف دَ څاروو او فصلونو دَ زکوٰة راجمع کولو دپاره وو او پټ مال، سرهٔ سپين روپۍ، پيسې دَ مالکانو پهٔ خپل اختيار وې دَ څاروو او فصلونو د پاره هم سرکاری نوکران (عاملان) مقرر کؤل پهٔ زور ظلم اخستو دپاره نهٔ وو بلکې دَ دې اسانتيا د پاره وو چې دَ زکوٰة حقدارو ته خپله برخه پهٔ صحيح طريقه ورسی او مالکان هم دَ حقدارو دَ تلاش نه بې غمه شی۔او دَ تجارت پهٔ مال کښې به هم دَ عامل دَ طرفه څهٔ سختی نهٔ کېده تش دومره تپوس به ېٔ کؤلو چې پهٔ دې مال کال پوره شوې دے کهٔ نه۔ کهٔ چا به ووې چې نه نو پرېښو به ېٔ۔ کهٔ چا به ووې چې ما ېٔ زکوٰة خپله حقدارو ته رسولې دے۔ نو هغهٔ ته به ېٔ هم څهٔ نهٔ وې۔
دويئم دليل دَدې خبرې چې جماتونه ذکر د پاره جوړ شوی دی۔ دا ايت مبارک دے فِی بُیُوتٍ اَذِنَ اللہُ اَن تُرفَعَ (پهٔ داسې کورونو کښې چې الله تعالیٰ دَ هغې دَ عزّت کولو حکم کړې دے) دلته رفعتِ معنوی يعنی قدر او عزت مراد دے۔
دريم دليل دا حديث مبارک دے۔ اِنَّمَا بُنیَتِ المَسَاجِدُ لِذِکرِاللہ (جماتونه صرف دَ الله تعالیٰ د ذکر دپاره جوړ شوی دی) نو کوم کار چې دَ ذکر متعلق نهٔ وی هغه دَ جمات شاړؤل دی لکه ځنې کسان چې پهٔ اُجرت کتابت کؤلو دپاره پهٔ جمات کښې کښېنی يا پکښې درزی توب کوی۔ پهٔ اُجرت جامي ګنډی۔ بلکې فقهاؤ ليکلی دی چې څوک چې پهٔ تنخواه دَ علمِ دين درس ورکوی هغوی دې هم پهٔ جمات کښې درس ته نهٔ کښېنی۔ اؔلبته دَ دينياتو درس کهٔ بې تنخواه ورکوي هغه عبادت دے۔ پهٔ جمات کښې ېٔ ورکولې شی۔ دؔغه شان معتکف چې دَ ذکر دپاره جمات کښې ديره شوې وی۔ هغه کهٔ خپل ضرورت دپاره څهٔ شے اخلی يا خرڅوی نو مال جمات ته راؤړلو نه بغير تش دَ سودا خبرې کولې شی۔ دَدي اجازت صِرف پهٔ دې وجه ورکړې شوې دے چې تاجران دَ اعتکاف دَ ثواب نه محروم نهٔ شی او دَ مال نهٔ راؤړلو شرط هله دے کهٔ هغه شے ډير وي دَ جمات ځاېٔ نيسې کهٔ څهٔ مختصر غندې شے وي۔ نو خير دے راوړې ېٔ شی۔او معتکف نه بغير بل چاته دَ خريد فروخت خبرې کول هم جائز نهٔ دې۔ وړوکے شے وی او که غټ لکه جمات کښې دَ روپۍ مات اخستل هم منع دی او دَ څهٔ ورک څيز تپوس جمات کښې منع دے کوم چې بهر ورک شوي وي۔ اوکهٔ جمات کښې ورک شوي وی دَ هغي تپوس جائز دے۔ دغه شان جمات کښې تجارتي اشتهار لګؤل او تقسيمول هم منع دې۔
څلورم دليل دادے۔ چې حديث شريف کښې دَ قيامت نزدې کيدو پهٔ علاماتو کښې راغلی دی۔ مَسَاجِدُھُم عَامِرَة وَِھیَ خَرَاب (جماتونه به ېٔ اباد وي خو وي به شاړ) عَؔامِر معنیٰ ده اباد۔ او خراب معنیٰ ده شاړ۔ نو شاړ او اباد دواړه داسې جمع کېدې شی چې پهٔ ظاهره خو به اباد وی تعمير به ېٔ ښهٔ وی ګڼه به پکښی ډېره وی خو معنوی ابادی يعني اخلاص سره ذکر به پکښې نهٔ وی يعنی پهٔ ظاهره به اباد وی خو پهٔ حقيقت کښې به شاړ وی، چې ذکر پکښې نهٔ کېږي۔ دې نه دا ثابته شوه چې دَ جمات اصل ابادی پهٔ ذکر ده۔ او جماتونه جوړ شوي ذکر د پاره دی۔ نو بل کار پکښې جائز نهٔ دے۔
دليل دادے چې اصحابو دَ رسول کريمﷺ نه تپوس وکړو شَرُّالبُقَاع (پهٔ دُنيا کښې خراب ځايونه) کوم دی۔ او خیرُالبُقَاع (ښهٔ ځايونه) کوم دی۔ حضورﷺ وفرمائیل ماته نهٔ دی معلوم دَ حضرت جبريلؑ نه به تپوس وکړم چې دَ هغوی نه ېٔ تپوس وکړو نو هغهٔ ورته ووي ماته هم نهٔ دی معلوم۔ دربار خداوندی نه به ېٔ معلوم کړم۔ هغهٔ چې تپوس ته لاړو نو دَ رسول کريمﷺ دپاره دَ مسٔلې دَ تپوس پهٔ برکت ورته دومره قربِ خداوندي حاصل شوه چې هغه فرمائی دومره قرب راته چرې نهٔ وو حاصل شوے يعني صرف اويا زره پردې ترمينځه پاتې شوې۔ غرض دا چې دربار خداوندی نه ارشاد وشو۔ شَرُّالبُقَاع بازار دے۔ او خیرُالبُقَاع جمات دے۔ نو اوس غور پکار دے چې جمات او بازار کښې نور څهٔ فرق دے سوا دَ دې نه چې بازار کښې دَ دُنيا کارونه او دَ دُنيا خبرې کېږی اؤ جمات کښې دَ الله ذکر کيږی نو جمات کښې دَ دُنيا خبرې کول دَ خَيرُالبُقَاع نه شَرُّالبُقَاع جوړؤل دی۔ اوس دلته دَ حضورﷺ او حضرت جبريلؑ دا وئيل چې مونږ ته نهٔ ده معلومه۔ دې نه هغه خلقو ته عبرت اخستل پکار دی چاته چې مسٔله معلومه نهٔ وی غلط ملط جواب ورکؤلو ته تيار شی خو پهٔ دې شرميږي چې ووائی چې ماته نهٔ راځی۔ اؤ هغه عالمان دې هم بيدار شی چې دَ کتاب پوره مطلب ورته نهٔ وی معلوم طالبانو ته څهٔ ګډ وډ مطلب بيان کړی خو دانهٔ وائی چې پهٔ دې ځاېٔ نهٔ پوهيږم۔
وؔائی چې بزرجمهر نه يو بوډۍ څهٔ تپوس وکړو هغهٔ ورته ووې ماته نهٔ دي معلوم۔ بُوډۍ ورته ووې تهٔ دَ بادشاه نه دومره غټه تنخواه اخلې بيا هم درته دا خبره نهٔ ده معلوم۔ هغهٔ ورته ووې زهٔ تنخواه پهٔ هغې خبرو اخلم کومې چې ماته معلومې دی۔ کهٔ دَ نامعلومو خبرو تنخواه مې اخستے نو دَ بادشاه ټوله خزانه به ورته هم نهٔ وه کافی شوے۔ او دَ حضرت جؔبريلؑ اؤيا زره پردو ته کمالِ قرب وئيل هم قابل غور خبره ده کوم خلق چې دُنيا کښې پهٔ لږ غندې ذکر اؤ شغل دَ حق تعالیٰ دَ ليدو هوس کوی هغوی څومره غټه غلطی کوی۔ اٰيا دوی دَ حضرت جبرؔيلؑ غندې مقربې فرشتې نه هم زيات قرب غواړی دَدې نه زياته غټه غلطي داده څوک چې دَ ذاتِ خداوندی حقيقت معلومؤل غواړی دَ الله تعالیٰ دَ ذات حقيقت ته رسېدل ناممکن دی دا خيال کول هم نهٔ دی پکار البته دَ حق تعالیٰ پهٔ کارونو غور او تدبر پکار دے۔ تَفَکَّرُو فِی آلاَءِاللہِ وَلَا تَفَکَّرُو فِی ذَاتِہ (دَ الله تعالیٰ پهٔ نعمتونو غور کویٔ او دَالله پهٔ ذات کښې غور مهٔ کویٔ۔ يو بزرګ وئيلی دی۔

دور بینانِ بارگاہ الست
غیرازین پے نہ بُردہ اند کہ ہست

آنچہ درراہ مے آید بدست

حیرت اندر حیرت اندر حیرت است
(دَ دربار خداوندی هوښيارانو سوا دَدې نه چې الله موجود دے نور څهٔ نهٔ دی معلوم کړی۔ دَ سلوک پهٔ لار کښې چې هغوی ته څهٔ معلوم شوی دی هغه پهٔ حيرانتيا کښې حيرانتيا او حيرانتيا ده) يعنی ډيره حيرانی۔ يؔو عارف فرمائی۔
اے برتراز خیال وقیاس وگمان ووہم
وزہر چہ گفتہ اندوشنیدیم وخواندہ ایم

دفتر تمام گشت و بہ پایان رسید عُمر

ماہمچنان در اولِ وصفِ تو ماندہ ایم
(اے الله تهٔ دَ خيال وقياس ګمان نه هم ډير پورته ېٔ۔ او څهٔ چې خلقو ويلی دی مونږ اورېدلی دی اؤ مونږ لوستی دی۔ دَدې ټولونه ډېر پورته ېٔ۔ دفتر ختم شو۔ عُمر پوره شو۔ او مونږ لا هغه شان دَ ستا دَ وصف پهٔ ابتداء کښې يو)۔
البته پهٔ اخرت کښې به دَالله تعالیٰ دَ وعدې موافق جنتيان به بې حجابه ديدار کوی۔ پهٔ حديث شريف کښې راغلی دی۔ پهٔ دغه ورځ به بله پرده ترمينځهٔ نهٔ وی۔ بې دَ کبريا دَ پردې نه۔ دَ دې مطلب دادے چې ديدار خو به بې پردې وی ليکن دَ عظمت او جلال او کبريائی پهٔ وجه به ېٔ احاطه نهٔ شی کېدې۔ دې عظمت اؤ جلال ته دَ کبريا پرده ويلی شوې ده۔
شرعی مسٔله او صحيح عقيده داده چې پهٔ دُنيا کښې بې حجابه رؤيت نهٔ شی کېدې۔ اؤ حضرت شيخ عبؔدالقادر جيلانیؒ ته چې دا شعر منسوب دے۔
بے حجابانہ درآ ازدر کا شانۂ ما
نو دَدې تاويل دادے چې پهٔ دې کښې دَ اخرت دَ ملاقات شوق ظاهر شوې دے، او کهٔ دا شعر دَ بل چا وی نو بيا ېٔ دَ تاويل ضرورت هم نشته۔ (يعني غلط دے) غرض دا چې دې حديث شريف نه ثابته شوه چې پهٔ جمات کښې دَ بازار پهٔ شان دُنياوی خبرې کول بدکار دے۔ ځني کسان پهٔ اصحاب کراموؓ تهمت لګوی چې هغویٔ به هم زمونږ پهٔ شان پهٔ جمات کښې دنياوي خبرې کولې دا خالص تهمت دے۔کهٔ اصحابؓ پهٔ ارشاد نبویﷺ باندې عمل ونهٔ کړی نو بل به ېٔ څوک وکړی۔يو خو پهٔ جمات کښې دُنياوی خبرې کول خپله بد کار دے۔ ورپاڅه دا ظلم زياتې کوی چې پهٔ اصحابوؓ هم تهمت لګوی۔خپله توبه څهٔ نهٔ وباسی چې دَ اُمت پاک خلق هم بدناموی۔
البته ځني خلق دا غلطی کوی چې دَ ژوند هر کار ورته دَ دُنيا کار ښکاری۔ ياد لریٔ دَ بيمار تپوس کؤل دَ مسلمان ورور حال احوال معلومول شرعی حق او عبادت دے۔ داسې خبرې جمات کښې کؤل جائز دی دغه شان کهٔ چانه جمات کښې څهٔ شے ورک شوې وي دَ هغې تپوس کول هم جائز دی۔ دَ معتکف دپاره خريدو فروخت هم جائز دے لکه چې مخکښې بيان شوې دي۔
سبحان الله شريعت څومره اسانتيا ورکوی۔ کهٔ يو تاجر د پاره پهٔ اعتکاف کښې دَ خريدوفروخت خبرې کول جائز نهٔ وے نو هغه به دَ دې عبادت دَ ثواب نه محروم شوې ؤ۔ هم دغه خبرې دَ شريعت دَ حقانيت دليل دے چې پکښې دَ دُنيا سره تعلق ساتونکېو او تارک دُنيا دواړو خيال ساتلې شوې دے۔
بہارِعالمِ حسنش دل وجان تازہ میدارد

ہرنگ اصحاب ظاہر رابہ بواصحابِ معنیٰ را
(دَ شريعت دَ عالمِ حُسن بهار زړهٔ او روح دواړه تازه ساتی۔ اصحابِ ظاهر ېٔ پهٔ رنګ مست دی۔ او اصحابِ باطن ېٔ پهٔ حقيقت۔)
باقی دَ غير معتکف د پاره دَ خريد فروخت دَ خبرو اجازت نشته۔(حضرت تهانویؒ فرمائی) يو ځل ماته زما يو دوست چې زما شاګرد هُم دے يو خبره وکړه چې زما ډيره خوښه شوه۔ زهٔ پهٔ جمات کښې ناست وُم دَ يو روپۍ مات مې دَ يو سړی نه وغوښتو۔ هغه دوست راته سمدستی ووې ، چې دا خو هم بيعَه ده پهٔ جمات کښې نهٔ ده پکا ر۔دَ اهلِ حق دا شان وی چې مشرانو ته هم پهٔ غلطۍ تنبيه ورکوی خو پهٔ ادب سره۔
پهٔ دې موقع دې مناسبت سره راته يوه بله دغه شان خبره راياده شوه۔ حضرت سيؔد احمد بريلویؒ چې دَ مولانا اسؔماعيل شهيدؒ او مولاناعؔبدالحیؒ پير وهٔ ۔يو ورځ دَ نوی وادهٔ پهٔ وجه سحر مانځهٔ ته لږ ناوخته راغلو تکبير اولیٰ ترې فوت شو۔ نو دَ هغهٔ مُريد مولانا عبدلحی صاحبؒ وروستو پهٔ وعظ کښې ووې۔ داسی خلق هم شته چې دَ ښځې خوا کښې پروت وی تکبير اولیٰ ترې قضا شی۔ سيّد صاحبؒ دَ هغهٔ شکريه ادا کړه۔ بيا ېٔ ووي انشاؔءالله بيا به داسې نهٔ کيږی۔
دا خبره پهٔ ظاهره مُريد د پاره دَ بي ادبۍ ښکاری۔ ليکن هغه پهٔ دې پوهيدو چې سيّد صاحبؒ به پرې نهٔ خفه کيږی۔ بلکې خوشحاله به شی نو دَ هغهٔ دَ خوشحالؤلو دَ پاره ېٔ دا بي اَدبی وکړه۔
گفتگو ۓ عاشقان درکار رب
جوشش عشقست نے ترکِ ادب

با ادب ترنیست زوکس در جہان

بے ادب ترنیست زوکس درجہان

( دَ الله پهٔ کارونو کښې دَ الله دَ عاشقانو دَ خلې کهٔ دَ حال دَ غلبې اؤ جوش پهٔ وخت کښې څهٔ خبره پهٔ ظاهره دَ بے ادبۍ وځی۔ نو دا بے ادبی نهٔ ده۔ پهٔ ظاهره دویٔ نه زيات بے ادبه څوک نشته۔ پهٔ حقيقت کښې دویٔ نه زيات با ادبه څوک نشته۔)
هم دغه شان واقعه دَ حضرت عائشے بی بیؓ هم ده۔ يو حديث شريف کښې دی چې رسول اللهﷺ يوه ورځ عائشے بی بیؓ ته وفرمائیل۔ ماته پته ده چې تهٔ مانه خفه ېٔ نو وائې لَا وَرَبِّ اِبرَاهِيمَ (يعني چې قسم خورې نو پهٔ رب ابرهيم قسم خورې) او چې کله خوشحاله ېٔ نو وائې لَا وَرَبِّ مُحَمَّدٍ(قسم مې دی وی پهٔ رب محمَّد باندې) حضرت عائشےؓ ورته وفرمائیل۔ لَااَهجُرُ اِلَّا اِسمَکَ۔ (زهٔ خو صِرف ستاسو نوم وانهٔ خلم) يعنی تانه خفه کيدي نشم۔
ځنې خبرې داسې وی کهٔ بل څوک ېٔ وکړی نو بي ادبی بلکې دَ کفر وی ليکن کهٔ رښتونے عاشق ېٔ دَ محبت پهٔ جوش کښې وکړی نو معاف وی۔ يعنی ځنې خبرې پهٔ ظاهره دَ بې ادبۍ ښکاری خو پهٔ حقيقت کښې بے ادبی نهٔ وی۔
(۱)
کار پاکان را قیاس ازخود مگیر

گر چہ باشد درنوشتن شیر شیر

(۲)
جملہ عالم زین سبب گمراہ شد

کم کسے زا بدال حق آگاہ شد

(۳)
گفت اینک ما بشر ایشاں بشر

ما وایشاں بستۂ خوابیم خور

(۴)
ایں نہ دا نستند ایشاں از غمٰی

درمیاں فرقے بود بے انتہا

(۵)
احمدو بوجہل در بُت خانہ رفت

ایں شدن تا آں شدن فرقے است زرے

(۱) پاک خلق دَ ځان پهٔ شان مهٔ ګڼه اګر چې پهٔ ظاهره هغویٔ او تاسو يو شان ښکاریٔ لکه پهٔ ليکلو کښې شَير(زمرے) او شِير(شودهٔ) يو شان ليکلې شی خو پهٔ معنيٰ کښې ېٔ ډير فرق دے۔ دغه شان نېکان او عام خلق به پهٔ شکل يو شان بنيادم ښکاری خو قيقت کښې پکښې ډير فرق دے۔
(۲) ډير خلق پهٔ دې وجه ګمراه شو چې دَ خداېٔ پاک وليان ېٔ ونهٔ پيژندل۔
(۳) وائی چې دوی هم زمونږ پهٔ شان بنديان دی۔ مونږ غندې خوري څښی۔
(۴) دوی دَ جهالت پهٔ وجه پهٔ دې نهٔ پوهيږی چې پهٔ دواړو کښې بے انتها فرق دے۔
(۵) حضرت احمد مجتبیٰﷺ هم بت خانې ته ننوتے ؤ اؤ ابوجهل هم ننوتو۔ (يعنی بيت الله شريف چې هغه زمانه کښې پکښې بتان پراتهٔ وو) ليکن دَ دواړو پهٔ ننوتو کښې ډير فرق دے۔ (حضورﷺ بتانو ماتؤلو د پاره ننوتے ؤ دَ فتح مکې پهٔ موقع اؤ ابوجهل به دَ بتانو دَ عبادت د پاره ورننوتو۔)
خلاصه دا چې جمات ته ننوتو پهٔ وخت کښې دا خيال ساتل پکار دی چې زهٔ دَ رب العٰالمين پهٔ دربار کښې حاضرېږم۔ و ګوریٔ کهٔ دَ يو دُنياوی معمولی حاکم دربار ته څوک ورځی نو څومره پهٔ ادب اؤ پهٔ ويره ويره ورځی او هر وخت ېٔ زړهٔ کښې دا خطره وی چې چرته دَ دربار دَ ادابو خلاف څهٔ حرکت رانه ونهٔ شی۔ نو دَ احکم الحاکمين پهٔ دربار کښې خو ډېر خيال ساتل پکار دی۔ دَ قلب حضوري هم ضروری ده او دَ اندامونو خضوع او خشوع هم پکار ده۔ داسې حالت پکار دے لکه دې شعر کښې چې بيان شوې دے۔


یک چشم زدن غافل ازاں شاہ نباشی

شاید کہ نگاہے کند آگاہ نباشی

(دَ سترګو رپ قدر هم دَ هغې حقيقی بادشاه نه غافل کېدل نهٔ دی پکار شايد چې هغه درباندې دَ رحمت نظر وکړی اؤ تهٔ بې خبره ېٔ)
اول خو دا حالت پهٔ هر وخت کښې پکار دے ځکه چې الله تعالیٰ يواځې جمات کښې نهٔ دے هر ځاېٔ کښې حاضر ناظر او مهربانه دے۔ نو هيڅ وخت کښې غفلت نهٔ دے پکار ۔کهٔ هر وخت دا حالت نهٔ وی۔ نو کم ازکم پهٔ جمات کښې اؤ نمانځهٔ کښې خو حضور قلب ډېر ضروری دے۔ دا خيال مهٔ کویٔ چې دا کيفيات دَ تيرو وليانو سره ختم شو۔ اوس څوک دې درجې ته نهٔ شی رسېدې۔


تو مگو مارا بدان شہ بار نیست

با کریماں کارہا دشوار نیست

(تهٔ دا خيال مهٔ کوه چې زهٔ دَ هغې بادشاه پهٔ دربار کښې دَ حاضریٔ قابل نهٔ يم۔ ځکه چې هغه رحيم کريم دے۔ هغهٔ ته هيڅ کار ګران نهٔ دے۔)
وګوریٔ اصحابِ کرامو به دَ جمات څومره ادب کؤلو۔ حضرت عُمرؓ دوؤ کسانو ته چې پهٔ مسجد نبویﷺ کښې ېٔ پهٔ زوره خبرې کولې زورنه ورکړه۔ ورته ېٔ ووې کهٔ تاسو مسافر نهٔ ویٔ نو ما به سزا درکړے وه۔ آيا تاسو دَ رسول اللهﷺ پهٔ جماات کښې پهٔ زوره خبرې کویٔ؟۔
دا خيال مهٔ کویٔ چې دا حکم به پهٔ مسجدنبویﷺ پورې خاص وی، ځکه چې جماتونه ټول دَ رسول اللهﷺ دی۔ لکه پهٔ يو حديث کښې چې دی۔ فَلاَ یَقرِبَنَّ مَسَاجِدَنَا۔ (چا چې اوم پياز يا وږه خوړلې وی زمونږ جماتونو ته دې نهٔ راځی) پهٔ دې کښې ېٔ دَ ټولو جماتونو نسبت ځان ته کړے دے۔البته دَ مسجد نبویﷺ ادب دَ نورو نه زيات پکار دے۔ علاوه دَ دې نه دا هم ده۔ اَنَّ المَسَاجِدَ لِلہِ۔ (جماتونه دَ الله دی) نو بيا خو ېٔ نور هُم زيات ادب پکار دے۔ دغه شان دَ هغه کسانو څوک چې پهٔ جمات کښې عبادت دپاره ديره وی ډير قدر او عزت پکار دے۔ اؤ داسې کار کؤل نهٔ دی پکار چې هغوی ته پرې تکليف رسی۔ذاکرانو ته هم پکار دی کهٔ بل څوک نمونځ کوی نو دې وخت کښې دې پهٔ زوره ذکر نهٔ کوی۔ چې دَ هغهٔ پهٔ نمانځهٔ کښې به خلل راشی۔ او تکليف به ورته ورسی۔
پهٔ جُمات کښې هېچا ته هېڅ قسم تکليف رسؤل ښهٔ نهٔ دی۔ ځکه چې جماتونه دَ ارشاد نبویﷺ مطابق رِيَاضُ الجَنَّةِ(دَ جنت باغونه دی) او پهٔ جنت کښې هېڅ قسم تکليف نهٔ وی۔


بہشت آنجا کہ آزارے نبا شد

کسے را با کسے کارے نبا شد

(هغهٔ ځاېٔ جنت دے چرته چې هيڅ قسم تکيلف نهٔ وی۔ هېڅوک به پهٔ هيچا څهٔ غرض نهٔ لری۔)
اوس دُعا وکړیٔ۔ چې الله تعالیٰ مونږ ټولو ته دَ جمات او اهلِ جمات ادب کؤلو توفيق راکړی۔آمين


وَصَلَّی اللہُ تَعَالیٰ عَلیٰ خَیرِ خَلقِہ مُحَمَّدٍ وَّاٰلِہ وَ اَصحَابِہ اَجمَعِینَ