بنيادی عقيدې چې ايمان پرې راوړل ضروری دی۔
عقيده۔۱ دا دنيا دا زمکه آسمانونه اؤ څهٔ چې پهٔ دې دواړو کښې دی وړومبے دا هېڅ هم نهٔ وو صرف يو ذات دَ الله تعالیٰ وهٔ بيا دا ټول هر څهٔ الله تعالیٰ پهٔ خپل قدرت بغیر دَ چا دَ مدد اؤ شرکت نه پیدا کړل۔
عقیده۔۲ الله تعالیٰ یو دے هغه دَ چا محتاج نهٔ دے۔ نهٔ دَ هغهٔ نه څوک پیدا دی اؤ نهٔ هغه دَ چا نه پیدا دے ،نهٔ دَ هغهٔ څوک ښځه شته ۔اؤ نهٔ څوک ملګرے يا مقابل لری ۔
عقیده۳۔ هغه همېشه راسې دے اؤ همېشه به وی۔
عقیده۴۔ هېڅ څیز دَ هغهٔ پهٔ شان(مثل) نشته ، هغه دَ هر چا نه جدا (نرالا)دے۔
عقیده۵۔ هغه ژوندے دے۔ هر څیز دَ هغهٔ پهٔ قدرت کښې دے۔ هېڅ څیز دَ هغهٔ دَ علم نه بهر نهٔ دے هغه هر څهٔ وینی ،اوری، کلام فرمائی،لیکن دَهغهٔ خبرې کؤل زمونږ دَخبرو کؤلو پهٔ شان نهٔ دي، څهٔ چې غواړی کوی۔هېڅوک دَهغهٔ منع کؤنکے نشته۔ یواځې هغه دَعبادت لالٔق دے۔ دَهغهٔ هېڅوک شریک نشته ، پهٔ خپلو بندګانو مهربان دے۔ بادشاه دے، دَ ټولو عیبونو نه پاک دے۔ هم هغه خپل بندګان دَ ټولو افتونو نه بچ کوی، هم هغه عزت والا دے۔ لويیٔ والا دے، دَ ټولو څیزونو پیدا کؤنکے دے، دَ هغهٔ هېڅوک پیدا کؤنکے نشته، دَ ګناهونو بخښؤنکے دے، زورور دے، ډېر دَ ورکړې والا دے، روزی رسؤنکے دے، دَچا روزی چې وغواړی تنګه ېٔ کړی،اؤ دَ چا چې وغواړی زیاته ېٔ کړی، چا لره چې وغواړی ښکته ېٔ کړی اؤ دَ چا لره چې وغواړی وچت ېٔ کړی ،چاله چې وغواړی عزت ورکړی چاله چې وغواړی ذلت ورکړی ،انصاف والا دے۔ ډېر دَ تحمل اؤ برداشت والا دے۔ دَ خدمت اؤ عبادت قدر کؤنکے دے۔ دَ دعا قبلؤنکے دے۔ دَفراخیٔ خاوند دے۔هغه پهٔ ټولو باندې حاکم دے۔ پهٔ هغهٔ باندی هېڅوک حاکم نشته، دَهغهٔ هېڅ یو کار دَ حکمت نه خالی نهٔ دے۔هغه دَ هر چا کار جوړؤنکے دے، هم هغهٔ ټول خلق پیدا کړی دی اؤ هغه به ېٔ پهٔ قیامت کښې بیا پیدا کوی،هم هغه ژوند ورکوی اؤ مرګ راولی،هغه پهٔ نخښو اؤ صفتونو سره ټول پیژنی دَهغهٔ دَ ذات باریکی هېڅوک نهٔ شی معلومؤلے۔ دَ ګناهګارو توبه قبلوی، څوک چې دَ سزا قابل وی هغوی له سزا ورکوی۔ هم هغه هدایت ورکوی۔ پهٔ جهان کښې چې څهٔ کیږی دَ هغهٔ پهٔ حکم سره کیږی، دَ هغهٔ دَ حکم نه بغیر یوه ذره خوزېدلې نهٔ شی۔ نهٔ هغه وودهٔ کیږی، نهٔ جوټه خوری، هغه دَ تمام عالم پهٔ حفاظت نهٔ ستړې کیږی، هم هغهٔ ټول څیزونه راټینګ کړی دی۔ دغه شان ټول ښهٔ اؤ دَ کمال صفتونه هغهٔ ته حاصل دی اؤ دَ نقصان اؤ بدوالی هېڅ یو صفت پهٔ هغهٔ کښې نشته، نهٔ پهٔ هغهٔ کښې څهٔ عیب شته۔
عقیده۶۔ دَ هغهٔ ټول صفتونه دَ همېشه راسې دی اؤ همېشه به وی اؤ دَ هغهٔ هېڅ یو صفت چرې ختمېدے نهٔ شی۔
عقیده۷۔ دَ مخلوق دَ صفتونو نه هغه پاک دے اؤ پهٔ قرآن اؤ حدیث کښې چې بعضې ځائې دَ داسې خبرو خبر ورکړې شوے دے نو دَ هغې دَ معنیٰ تلاش نهٔ دے پکار ،چې څهٔ ترې دَ الله تعالیٰ اؤ دَ رسول ﷺ مراد وی هغه صحيح دے ۔ اؤ مونږ پهٔ هغې ایمان راؤړو اؤ یقین کوؤ ۔ اؤ هم دا خبره بهتره ده ۔ یا دَ دې څهٔ مناسبه معنیٰ لټول پکار دی چې شک ترې لرې شی۔
عقیده۸۔ پهٔ دنیا کښې چې څهٔ ښهٔ بد کیږی هغه ټول الله تعالیٰ ته پخوا راسې معلوم دی اؤ دَ خپل علم موافق هغه پیدا کوی، تقدیر هم دَدې نوم دے۔ اؤ دَ بدو څیزونو پهٔ پیدا کؤلو کښې هم ډېر رازونه دی چې پهٔ هغې هر څوک نهٔ پوهیږی۔
عقده۹۔ بندګانو ته الله تعالیٰ پوهه اؤ اراده ورکړے ده چې هغې سره هغوی دَ ګناه اؤ ثواب کارونه پهٔ خپل اختیار سره کوی۔ خو بندګانو ته دَ څهٔ کار دَ پیدا کؤلو قدرت نشته ۔ دَ ګناه پهٔ کار الله تعالیٰ ناراضه کیږی اؤ دَ ثواب پهٔ کار خوشحالیږی۔
عقیده۱۰۔ الله تعالیٰ بندګانو ته دَ داسې کار حکم نهٔ دے ورکړے کوم چې بندګان نهٔ شی کؤلے۔
عقیده۱۱۔ هېڅ یو څیز دَ الله پهٔ ذمه ضروری نهٔ دے هغه چې څهٔ مهربانی کوی دَ هغهٔ فضل دے۔
عقیده۱۲۔ ډېر دَ الله تعالیٰ رالېږلی شوی پېغمبران بندګانو ته دَ نېغې لارې ښودلو دپاره راغلی دی اؤ هغوی ټول دَ ګناهونو نه پاک دی۔ دَ هغوی پوره شمېر یواځې الله تعالیٰ ته معلوم دے۔ دَ هغوی دَ رښتینولیٔ ښودلو دپاره الله تعالیٰ دَ هغوی پهٔ لاسونو داسې نوې نوې اؤ مشکلې مشکلې خبرې ظاهرې کړے وے چې نور خلق ېٔ نهٔ شی کؤلے، داسې خبرو ته معجزه وائی۔ پهٔ هغو کښی ټولو نه وړومبے آدم علیه السلام وهٔ۔ اؤ دَ ټولو نه وروستو حضرت محمد ﷺ اؤ باقی پهٔ مینځ کښې راغلی دی۔ پهٔ هغوی کښې بعضې ډېر مشهور دی لکه حضرت نوح علیه السلام، ابراهیم علیه السلام، اسحاق علیه السلام، اسماعیل علیه السلام، یعقوب علیه السلام،یوسف علیه السلام،داؤد علیه السلام، سلیمان علیه السلام، ایوب علیه السلام، موسیٰ علیه السلام،هارون علیه السلام، زکریا علیه السلام،یحییٰ علیه السلام،عیسیٰ علیه السلام، الیاس علیه السلام، الیسع علیه السلام، یونس علیه السلام،لوط علیه السلام، ادریس علیه السلام ،ذوالکفل علیه السلام ، صالح علیه السلام، هود علیه السلام، اؤشعیب علیه السلام۔
عقیده۱۳۔ دَ ټولو پېغمبرانو شمېر الله تعالیٰ چاته نهٔ دے ښودلے ، دې وجې نه داسې عقیده ولریٔ چې الله تعالیٰ څومره پېغمبران رالېږلی دی مونږ پهٔ هغه ټولو باندی ایمان راؤړو کوم چې مونږ ته معلوم دی پهٔ هغوي هم، اؤ کوم چې معلوم نهٔ دی پهٔ هغوی هم۔
عقیده۱۴۔ پېغمبرانو کښې دَ بعضو مرتبه دَ بعضو نه وچته ده۔ دَ ټولو نه وچته مرتبه زمونږ دَ پېغمبر حضرت محمد ﷺ ده اؤ دَ هغوی نه پس څوک نوے پېغمبر نهٔ شی راتلې۔ تر قیامته پورې چې څومره بنی آدم اؤ پېریان دی نبی اکرمﷺ دَ ټولو پېغمبر دے۔
عقیده۱۵۔ زمونږ پېغمبرﷺ الله تعالیٰ پهٔ ویښه دَ بدن سره دَ مکې مکرمې نه تر بیت المقدسه اؤ دَ هغه ځائې نه ووهٔ (۷) واړو آسمانونو ته اؤ دَ هغه ځائې نه کوم ځائې پورې چې الله ته منظوره وه ورسؤلو اؤ بیا ېٔ مکې مکرمې ته را ورسؤلو۔ دې ته معراج شريف وائی۔
عقیده۱۶۔ الله تعالیٰ څهٔ مخلوقات دَ نور نه پیدا کړی دی اؤ هغه ېٔ زمونږ دَ نظر نه پټ کړی دی هغوی ته فرښتې وائی۔ ډېر کارونه هغوی ته حواله دی، هغوی پهٔ هغې کښې لګیا دی۔ پهٔ هغوی کښی څلور فرښتې ډېرې مشهورې دی۔ حضرت جبرائیل علیه السلام، حضرت میکائیل علیه السلام، حضرت اسرافیل علیه السلام اؤ حضرت عزرائیل علیه السلام۔الله تعالیٰ څهٔ مخلوق دَ اور نه پیدا کړے دے هغه هم مونږ ته نهٔ ښکاری هغوی ته پېریان وائی۔ پهٔ هغوی کښې نیک اؤ بد هر قسمه وی دَ هغوی اولاد هم وی، پهٔ هغوی ټولو کښې زیات مشهور شرارتی ابلیس یعنی شیطان دے۔
عقیده۱۷۔ مسلمان چې کله ډېر عبادت کوی اؤ دَ ګناهونو نه ځان ساتی اؤ دَ پېغمبر علیه السلام پهٔ هر شان پوره تابعداری کوی نو هغه دَ الله دوست اؤ محبوب شی داسې کس ته ولی وائی۔ دَ داسې کس نه کله داسې خبرې څرګندیږی کومې چې دَ نورو خلقو نه نهٔ شی کېدے، دغه خبرو ته کرامت وائی۔
عقیده۱۸۔ ولی کهٔ هر څومره لوئے درجې ته ورسی خو دَ نبی سره برابرېدے نهٔ شی۔
عقیده۱۹۔ کهٔ دَ الله هر څومره خوښ شی خو تر څو پورې چې هوش اؤ حواس ئې باقی وی دَ شرعې پابند وسېدل پرې فرض دی۔ نمونځ ، روژه اؤ هېڅ عبادت ورته نهٔ معاف کیږی۔ کومې چې دَ ګناه خبرې دی هغه ورله جائز کېدے نهٔ شی۔
عقیده۲۰۔ څوک چې دَ شریعت نه خلاف وی هغه ولی نهٔ شی کېدے ۔ کهٔ چرې دَ هغهٔ دَ لاس نه څهٔ نا اشنا کار وشی نو هغه کرامت نهٔ دے۔ یا خو هغه جادو دے یا نفسانی اؤ شیطانی ټګی ده۔پهٔ هغې عقیده ساتل نهٔ دی پکار۔
عقیده۲۱۔ ولیانو ته بعضې دَ راز خبرې پهٔ خوب کښی یا پهٔ ویښه معلومیږی۔ دې ته کشف اؤ الهام وائی کهٔ چرې هغه دَ شرع موافق وی نو قبولې دی اؤ کهٔ چرې دَ شرعې نه خلاف وی نو رد دی۔
عقیده۲۲۔ الله تعالیٰ اؤ رسول اللهﷺ دَ دین ټولې خبرې پهٔ قرآن اؤ حدیث کښې خلقو ته ښودلې دی۔ اوس څهٔ نوې خبره پهٔ دین کښې راوېستل ټهيک نهٔ دی۔ داسې نوې خبرې ته بدعت وائی۔ بدعت ډېره لویه ګناه ده۔
عقیده۲۳۔ الله تعالیٰ ډېر کتابونه لوئے واړهٔ دَ آسمان نه دَ جبرائیل علیه السلام پهٔ ذریعه پهٔ ډېرو پېغمبرانو باندې نازل کړی دی۔ چې هغوی خپلو خپلو اُمتونو ته ترې دَ دین خبرې واؤروی۔ پهٔ هغې کښې څلور کتابونه ډېر مشهور دی۔ تورات حضرت موسیٰ علیه السلام ته ملاؤ شوے دے، زبور حضرت داؤد السلام ته، انجیل حضرت عیسیٰ علیه السلام ته اؤ قران مجید زمونږه پېغمبر حضرت محمد ﷺ ته ملاؤ شوے دے۔اؤ قران مجید اخری کتاب دے۔اوس به هېڅ یو کتاب دَ اسمان نه نهٔ راځی تر قیامته پورې به دَ قران پاک حکم چلیږی۔ نورو کتابونو کښې ګمراهانو خلقو ډېر بدلون راوستې دے۔ خو دَ قران مجید دَ حفاظت وعده الله تعالیٰ کړے ده دا څوک بدلؤلے نهٔ شی۔
عقیده۲۴۔ زمونږ پېغمبرﷺ چې کومو کومو مسلمانانو لیدلے دے هغوی ته صحابی وائی۔ دَ هغوی ډېر صفتونه بیان شوی دی دَ هغوی ټولو سره مينه اؤ ښهٔ ګومان ساتل پکار دے۔ کهٔ چرې دَ هغوی پهٔ خپلو کښې څهٔ جنګ جګړه واورﺉ نو هغه هېره اؤ خطا وګڼیٔ هغوی ته هېڅ بد مهٔ واییٔ۔ پهٔ هغوی ټولو کښې دَ ټولو نه وچت څلور صحابهؓ دی۔ يو حضرت ابوبکرصدیق رضی الله عنه دے دَ حضورﷺ نه پس دَ هغوی پهٔ ځائې کښیناستو اؤ دَ دین بندوبست ېٔ وکړو۔ دې وجې نه دوی ته اول خلیفه وئیلې کیږی۔ پهٔ ټول امت کښې دوی دَ ټولو نه بهتر دی۔ دَ دوی نه پس حضرت عمررضی الله تعالیٰ عنه ، دا دویٔم خلیفه دے۔ دَ دوی نه پس حضرت عثمان رضی الله تعالیٰ عنه، دا دریٔم خلیفه دے۔ دَ دوی نه پس حضرت علی رضی الله تعالیٰ عنه دے دا څلورم خلیفه دے۔
عقیده۲۵۔ دَ صحابی رضی الله تعالیٰ عنه دومره لویه مرتبه ده چې دَ لوئے نه لوئے ولی هم دَ ادنیٰ درجې دَ صحابی مرتبې ته نهٔ شی رسېدے۔
عقیده۲۶۔ دَ پېغمبر علیه السلام اولاد اؤ بیبیانې ټول دَ تعظیم لائق دی اؤ پهٔ اولاد کښې ېٔ دَ ټولو نه لویه مرتبه دَ حضرت فاطمې رضی الله تعالیٰ عنها ده۔ اؤ پهٔ بیبیانو کښې دَ حضرت خدیجې رضی الله تعالیٰ عنها اؤ حضرت عائشه رضی الله تعالیٰ عنها(مرتبه وچته ده)۔
عقیده۲۷۔ ایمان هله درست کیږی چې الله اؤ رسولﷺ پهٔ ټولو خبرو کښې رښتونے وګڼی ، پهٔ هېڅ يو خبره کښې ېٔ شک يا انکار نهٔ وی۔ دَ الله اؤ رسول پهٔ څهٔ خبره کښې شک کؤل یا ورته دروغ وئیل یا پهٔ هغې کښې عیب راوېستل یا هغې سره ټوقې کؤل، دې ټولو خبرو سره ایمان ځی۔
عقیده۲۸۔ دَ قرآن اؤ حدیث واضح اؤ څرګند مطلب نهٔ منل اؤ دَ ځان نه اړو پېچ خبرې جوړؤل دَ بد دینیٔ خبره ده۔
عقیده۲۹۔ دَګناه کار حلال ګڼلو سره ایمان خرابيږی۔
عقیده۳۰۔ ګناه کهٔ هر څومره لویه وی تر څو پورې چې هغه بده ګڼی ایمان ورسره نهٔ ځی البته کمزورے کیږی۔
عقیده۳۱۔ دَ الله تعالیٰ نه بې ویرې کېدل یا نا امیده کېدل کفر دے۔
عقیده۳۲۔ دَ چا نه دَ غیب دَ خبرو تپوس کؤل اؤ پهٔ هغې باندې یقین کؤل کفر دے۔
عقیده۳۳۔ دَ غیبو حال باندې سوا دَ الله تعالیٰ نه نور هېڅوک نهٔ پوهیږی۔ البته پېغمبرانو ته پهٔ وحی سره اؤ ولیانو ته پهٔ کشف اؤ الهام سره اؤ عامو خلقو ته پهٔ نخښو سره بعضې خبرې معلومې هم شی۔
عقیده۳۴۔ چا خاص کس ته کافر وئیل یا پرې لعنت کؤل لویه ګناه ده۔البته داسې وئيلے شی چې پهٔ ظالمانو دې لعنت وی، پهٔ دروغژنو دې لعنت وی۔ البته دَ چا متعلق چې رسول ﷺ دَ کفر خبر ورکړے دے اؤ لعنت ېٔ ورباندې وئيلے دے هغوی ته کافر، ملعون وئیل جائز دی۔
عقیده۳۵۔ هر کله چې بنیادم مړ شی کهٔ چرې ښخ کړې شی نو دَ ښخؤلو نه پس، اؤ کهٔ ښخ نهٔ کړې شی نو پهٔ کوم حال کښې چې وی هغهٔ له دوه فرښتې راځی چې یو ته منکر اؤ بل ته نکیر وائی۔هغوی ترې تپوس کوی چې ستا رب څوک دے، ستا دین څهٔ دے اؤ دَ حضرت محمدﷺ پهٔ باره کښې ترېنه تپوس کوی ۔ چې دا څوک دے؟ کهٔ چرې مړے ایماندار وی نو صحیح ځواب به ورکړی۔ بیا دَ هغهٔ دپاره هر قسمه آرام دے۔ دَ جنت طرف ته ورته کړکۍ بيرته کړی چې پهٔ هغې کښې یخه یخه هوا اؤ خوشبوئی راځی اؤ دې دَ مزې پروت وی وودهٔ وی۔ اؤ کهٔ چرې مړے ایماندار نهٔ وی نو هغه دَ ټولو خبرو پهٔ ځواب کښې هم دا وائی چې ما ته هېڅ پته نشته۔ بیا پهٔ هغهٔ باندې ډېره سختی اؤ عذاب تر قیامته پورې وی۔ اؤ بعضې کسان الله تعالیٰ دَ دې امتحان نه معاف کړی۔ خو پهٔ دې ټولو خبرو باندې مړے پوهیږی۔ مونږه خلق ئې نهٔ وینو۔ لکه وودهٔ بنده پهٔ خوب کښې هر څهٔ وینی اؤ ویښ بنیادم دَ هغهٔ پهٔ خوا کښې بے خبره ناست وی۔
عقیده۳۶۔ دَ مرګ نه پس هره ورځ سحر اؤ ماښام مړی ته خپل ځائې ښودلے شی۔ جنتی ته جنت ښودلو سره خوشخبری ورکوی اؤ دوزخی ته دَ دوزخ پهٔ ښودلو سره نور هم افسوس ورولی۔
عقیده۳۷۔ مړی دپاره دعا کؤلو سره اؤ دَ څهٔ خیر خیرات وربخښلو سره هغهٔ ته ثواب رسی اؤ دې سره هغهٔ ته ډېره فائده کیږی۔
عقیده۳۸۔ الله اؤ رسولﷺ چې دَ قیامت څومره نخښې ښودلے دی ټولې به ضرور ښکاره کیږی۔امام مهدی علیه السلام به ظاهریږی اؤ ښهٔ پهٔ انصاف سره به بادشاهی کوی۔ کاڼه(یو سترګې والا) دجال به راځی، اؤ پهٔ دنیا کښې به ډېر فساد خوروی۔ دَ هغهٔ دَ وژلو دپاره به حضرت عیسٰی علیه السلام دَ آسمان نه راکوزیږی اؤ هغه به وژنی۔ یاجوج ماجوج ډېر زورور خلق دی هغوی به پهٔ ټوله زمکه باندې خوارهٔ شی اؤ ډېره تباهی به جوړه کړی بیا به دَ الله پاک پهٔ قهر سره هلاک شی۔ یو عجیبه قسم ځناور به دَ زمکې نه را ووځی اؤ خلقو سره به خبرې کوی۔ دَ قبلې طرف نه به نمر راخیژی۔ قران مجید به وچت کړې شی اؤ دَ دې نه علاوه نور ډېر کارونه به کیږی۔
عقیده۳۹۔ هر کله چې ټولې نخښې پوره شی نو دَ قیامت بندوبست به شروع شی۔ اسرافیل علیه السلام به دَ الله پهٔ حکم سره شپیلۍ پوک وهی۔ دا شپیلۍ یو ډېر لوئے څیز دَ ښکر پهٔ شکل دے۔ دَ دې پهٔ پوکلو سره به ټوله زمکه اؤ آسمان وچوی اؤ ټوټې ټوټې به شی۔ ټول مخلوقات به مړهٔ شی اؤ څوک چې مړهٔ شوی دی دَ هغوی روحونه به بې هوشه شی۔ یوه موده به پهٔ دې حالت کښې تېره شی۔
عقیده۴۰۔ بیا چې کله الله تعالیٰ ته منظوره شی چې ټول مخلوق بیا پیدا شی نو دویٔم ځل به شپیلۍ وپوکلے شی۔ هغې سره به بیا ټول مخلوقات راپیدا شی، مړی به ژوندی شی، اؤ دَ قیامت پهٔ میدان کښې به ټول راجمع شی اؤ دَ هغه ځائې دَ تکلیفونو نه به پرېشانه شی نو ټول به پېغمبرانو ته دَسفارش کؤلو دپاره ورشی اخر زمونږه پېغمبرﷺ به سفارش وکړی۔ تله به ودرؤلے شی۔ ښهٔ اؤ بد عملو نه به وتللې شی، دَ هغې حساب به کیږی، بعضې به بې حسابه جنت ته ځی۔ دَ نیکانو خلقو له به عمل نامه به پهٔ ښی لاس کښې اؤ بدانو له به پهٔ ګس لاس کښې ورکړې شی۔ پېغمبر ﷺ به پهٔ خپل امت باندې دَ حوضِ کوثر اوبهٔ څښوی کومې چې به دَ پیو نه زیاتې سپینې اؤ دَ ګبين نه زیاتې خوږې وی۔ پهٔ پل صراط باندې به تلل وی۔ کوم چې نیکان خلق دی هغوی به دَ هغې نه پورې وځی اؤ جنت ته به ورسی اؤ څوک چې ګناهګار وی هغوی به دَ هغې نه پهٔ دوزخ کښې پرېوځی۔(پل صراط دَ دوزخ دَ پاسه جنت ته تېر شوے پل دے)
عقیده۴۱۔ دوزخ پیدا شوے دے۔ پهٔ هغې کښې ماران،لړمانان،اؤ قسما قسم عذابونه دی پهٔ دوذخیانو کښې چې پهٔ چا کښې لږ شان ایمان هم وی هغوی به دَ خپلو عملونو سزا خوړلو نه پس دَ پېغمبرانو اؤ بزرګانو پهٔ سفارش سره را ووځی اؤ جنت ته به داخل شی خواه کهٔ هر څومره زیات ګناهګاران وی۔ اؤ څوک چې کافران اؤ مشرکان دی هغوی به پهٔ هغې کښې همېشه پاتې شی اؤ هغوی له به مرګ نهٔ راځی۔
عقیده۴۲۔ جنت هم پیدا شوے دے اؤ پهٔ هغې کښې قسما قسم آرام اؤ نعمتونه دی پهٔ جنتیانو به هېڅ قسمه ویره اؤ غم نهٔ وی۔ اؤ هغوی به پهٔ هغې کښې همېشه وسیږی نهٔ به دَ هغې نه وځی اؤ نهٔ به هلته مړهٔ کیږی۔
عقیده۴۳۔ الله تعالیٰ ته اختیار دے چې پهٔ وړه ګناه سزا ورکړی یا لویه ګناه پهٔ خپلې مهربانیٔ سره معاف کړی اؤ پهٔ هغې باندې بالکل سزا ور نهٔ کړی۔
عقیده۴۴۔ دَ شرک اؤ کفر ګناه الله تعالیٰ چرې چاته نهٔ معاف کوی اؤ دَ دې نه سوا نور ګناهونه چاته چې وغواړی پهٔ خپلې مهربانیٔ سره به ېٔ معاف کړی۔
عقیده۴۵۔ دَ کومو خلقو نومونه چې الله تعالیٰ اؤ رسولﷺ اخستی دی اؤ جنتیان ېٔ ورته وئیلی دی دَ هغوی نه سوا دَ بل چا دَ جنتی کېدلو یقینی حکم نهٔ شی لګؤلے البته پهٔ ښهٔ نخښو لیدلو سره ښهٔ ګومان ساتل اؤ دَ رحمت امید لرل ضروری دی۔
عقیده۴۶۔ پهٔ جنت کښی دَ ټولو نه لوئے نعمت دَ الله تعالیٰ دیدار دے۔ کوم چې به جنتیانو ته نصیب کیږی دَ هغې پهٔ لذت کښې به ټول نعمتونه معمولی ښکاری۔
عقیده۴۷۔ پهٔ دنیا کښې پهٔ ویښه پهٔ دې سترګو سره الله تعالیٰ چا لیدلے نهٔ دے اؤ نه ېٔ څوک لیدلے شی۔
عقیده۴۸۔ کهٔ ټول عمر څوک هر څومره نیک یا بد وی خو پهٔ کوم حالت چې ېٔ خاتمه وشی دَ هغې موافق ورته ښهٔ یا بده بدله ملاویږی۔
عقیده۴۹۔ بنیادم چې پهٔ ټول عمر کښې کله توبه وکړی یا مسلمان شی نو دَ الله پهٔ نزد قبلیږی۔ البته دَ مرګ وخت کښې کله چې ساه پهٔ وتو شی اؤ دَ عذاب فرښتې ورته ښکاره شی نو هغه وخت نهٔ توبه قبلیږی اؤ نهٔ ایمان۔
دَ کفر اؤ شرک کارونه
کفر خوښؤل، دَ کفر کارونو ته ښهٔ وئیل، پهٔ بل چا دَ کفر څهٔ کار کؤل۔ پهٔ څهٔ وجه خپل ايمان باندې ستومانه کيدل، چې کهٔ مسلمان نهٔ وے نو دا کار به شوے وهٔ۔ دَ اولاد پهٔ مرګ يا بل څهٔ غم کښې داسې وئیل چې”بس الله پاک هم دې مړ کؤلو۔ پهٔ ټوله دنيا کښې يو دَ دهٔ مرګ پاتې وهٔ؟ الله پاک ته داسې نهٔ وو پکار ۔ داسې ظلم چا نهٔ دې کړے لکه چې الله پهٔ ما وکړو“۔دَ الله اؤ رسولﷺ څهٔ حکم ته بد وئیل اؤ عيب پکښې راوېستل۔ دَ نبیﷺ يا فرښتې سپکاوې کؤل، دَ چا بزرګ يا پير متعلق دا خيال ساتل چې دې زما د هر حال نه پهٔ هر وخت کښې ضرور خبريږی۔ دَ نجومی يا پنډت يا پېريانو نه دَ غيبو خبرې تپوسل اؤ دَ هغوی پهٔ وینا يقين کؤل۔ دَ څهٔ زوړ کتاب نه فال کتل اؤ پهٔ هغې يقين کؤل۔ چا بزرګ يا پير مړ يا ژوندی ته دَ لرې نه آواز کؤل پهٔ دې خيال چې هغه ېٔ اوری دَ الله تعالیٰ نه علاوه بل څوک دَ نفعې اؤ نقصان مالک ګڼل۔ دَ چانه مرادونه غوښتل۔ دَ رزق فراخی يا اولاد غوښتل۔ دَ چا پهٔ نوم روژه نيؤل۔ چا ته سجده کؤل، دَ چا پهٔ نوم ځناور پرېښؤل يا حلالؤل، دَ چا پهٔ نوم نذر منل، دَ چا دَ قبر يا کور نه چاپېره چورلېدل، دَ الله دَ حکم مقابله کښې دَ بل چا خبره يا څهٔ رواج وړاندې کؤل، دَ چا پهٔ مخکښې تعظيم دپاره سر ټيټؤل، يا ايغ نېغ لکه دَ بُت ودرېدل)، (معمولی ادب دَ چا مشر پهٔ راتلو پاڅېدل اؤ دَ هغهٔ دَ ناستی نه پس کښېناستل خير دی)
دَ چا پهٔ نوم چيلې قربانؤل، دَ چا په نوم څاروے ذبح کؤل، پېريانو ديوانو ته دَ پرېښؤلو دپاره نذرانه ورکؤل يا څهٔ شے حلالؤل، دَ وړوکی دَ ژوندی پاتې کېدو په غرض دَ هغهٔ نوم (نال) ته سجده کؤل، دَ الله نه علاوه بل چا نه امداد غوښتل، دَ څهٔ ځائې دَ کعبی شريفې هومره عزت کؤل،دَ چا دَ غلامیٔ دَ نخښی په طور دَ وړوکی پوزه غوږ سورې کؤل، والۍ اؤ کړۍ ورکښې اچؤل، دَ چا دَ نوم پيسه په مټ يا مزې پهٔ غاړه کښې اچؤل ، څهره تړل، څړیٔ پرېښؤل،اوږیٔ پهٔ غاړه کؤل، وړوکی دَ چا فقير کؤل، علؔی بخش يا حسين بخش يا عبدالنَّبی يا نبل داسی نوم کښېښؤل، په څهٔ ځناور دَ چا بزرګ نوم کښېښؤل اؤ بيا دَ هغه ځناور عزت کؤل، دَ دنيا کار کښې دَ ستورو اثر باندې يقين کؤل، دَ بختور اؤ سپيرهٔ تاريخ تپوس کؤل، بد فالی نيؤل، څهٔ وريځ مياشت يا تاريخ سپيرهٔ ګڼل، دَ چا بزرګ دَ نوم وظيفه کؤل، دا وينا”چې کهٔ الله اؤ رسولﷺ وغواړی نو دا کار به وشی“(يواځې الله يادؤل پکار دی)،دَ چا بنيادم دَ سر قسم خوړل، يا دَ چا پهٔ نوم قسم خوړل، (قسم دَ الله پهٔ نوم پکار دے)، تصويرونه ساتل، دَ چا مشر تصوير کور کښې دَ برکت يا عزّت په خيال کښېښؤل۔
ځنی غټ ګناهونه
(الله پاک اؤ دَ هغهٔ دَ رسولﷺ چې مونږ ته دَ کوم کار کؤلو حکم راکړے دے۔ دَ هغې کؤل ضروری دی۔ اؤ دَ کوم کار نه چې ېٔ منع کړے يو، دَ هغې نه ځان ساتل پکار دی۔ په هغې کښې داسې کارونه چې قران شريف يا مشهورو حديثونو کښې ېٔ څرګنده منع راغلے ده۔ ”حرام“ دی۔ داسې کار کؤل غټه ګناه ده۔ اؤ جائز ګڼل ېٔ کفر دے۔ ځنی کارونه داسې دی، چې جائز ګڼل ېٔ کفر خو نه دے، لېکن غټه ګناه ضرور ده۔ اؤ دَ ټولو نه ځان ساتل پکار دی۔ ځنی غټ ګناهونه دا دی)۔
دَ الله پاک سره شريک پيدا کؤل، پهٔ ناحقه مرګ کؤل، (هغه ښځې چې اولاد ېٔ نه کيږی اؤ دَ بلې ښځې دَ بچی مړ کؤلو دپاره کوډی کوی اؤ دَ خپل اولاد پيدا کؤلو کوشش کوی، نو دا هم يو قسم قتل دے، مور پلار ته تکليف رسؤل، زنا ، په معمولی شک په چا باندې دَ زنا تور پورې کؤل، ظلم کؤل، دَ يتيمانو مال خوړل، (داسې ښځې چې دَ خاوند په ټول مال قبضه وکړی، دَ خپلو وړو حق بې ځايه بربادوی هم په دې کښې شاملې دی)، جينکو ته په ميراث کښې حصه نهٔ ورکؤل، دَ چا پشی شا بد وئیل(غيبت کؤل)، دَ الله پاک دَ رحمت نه مايوسه کېدل، کړے وعده نهٔ پوره کؤل، په امانت کښې خيانت کؤل، دَ الله پاک فرض کړی کارونه لکه نمونځ، روژه، حج، زکوٰة، نهٔ پوره کؤل، ياد کړے قران هيرؤل، دروغ وئیل، دَ دروغو ګواهی کؤل، په دروغه قسم خوړل، دَ الله پاک دَ نوم نه علاوه په بل څهٔ قسم خوړل، يا دا وئیل چې”دَ مرګ په وخت مې دې کلمه روزی نه شی، بې ايمانه دې لاړ شم“، وغېره ، دَ الله پاک نه سوا بل چا ته سجده کؤل، بې عذره نمونځ کؤل، چا مسلمان ته کافره بې ايمانه لعنتی يا دَ الله دښمن وئیل،غلا کؤل، سود اخستل، دَ سودا نه پس په نرخ کښې کمے زياتې کؤل، دَ ښځو چا غير محرم سره (چي نکاح ېٔ ورسره جائز وی) په يواځې ځائې کښې کښېناستل، جواری کؤل،(په لوبو کښې شرط تړل هم جواری ده)، دَ کافرو رواجونه خوښؤل، ګډېدل،سندرې وئیل، اؤ دَ دې تماشه کؤل، دَ خوراک شی ته بد وئیل، سره دَ قدرت نه چا ته نصيحت نهٔ کؤل، څوک په ټوقو کښې بې پردې کؤل اؤ شرمؤل، يا ورپسې عيبونه راوېستل۔
ځنې بدعتونه اؤ ناکاره رواجونه
(الله تعالیٰ اؤ دَ هغهٔ دَ رسولﷺ دَ دين ټولې خبرې مونږ ته ښیٔلی دی۔ هېڅ شے پاتې نهٔ دے۔ اوس دَ ځان نه داسې خبرې په دين کښې زياتؤل چې قرآن يا حديثونو کښې نهٔ وی ”بدعت“ دی۔ بدعت غټه ګناه ده۔ دَ دې نه علاوه دَ نورو مذهبونو ځنی رواجونه مسلمانانو کښې روان شوی دی۔ دغه هم بد کار دے ځنی بدعتونه اؤ ناکاره رواجونه دا دی۔
پهٔ قبرونو باندې مېلې لګؤل، چراغان کؤل، ډيوې بلؤل، دَ ښځې قبرونو له تلل، په قبرونو غلافونه غوړؤل، پاخهٔ چونه ګچ قبرونه جوړؤل، دَ بزرګانو دَ خوشحالؤلو په خيال دَ هغوی دَ قبرونو دَ حد نه زيات تعظيم کؤل، تعزيه يا قبر ښکلؤل، دَ قبر خاوره په ځان مښل، دَ قبر نه چاپېره چورلېدل، قبر ته سجده کؤل، دَ قبر طرف ته نمونځ کؤل، پهٔ قبر باندې خواږهٔ، وريژې،ګلګلې، چوری اچؤل، تعزئې يا جنډې جوړؤل، هغو ته سلام کؤل، په هغو خواږهٔ اچؤل، دَ کنډې دویٔمه نکاح بده ګڼل، پهٔ وادهٔ سنت يا ختم کښې چې طاقت ېٔ نه وی دَ رواجونو پوره کؤلو دپاره قرض اخستل يا ورباندې ډمې ګډؤل اؤ سندرې وئيل، دَ هولیٔ يا ديوالیٔ رواجونه کؤل، دَ السَّلام عليکم پهٔ ځائې بندګی وئیل، يا تش دَ ټيټېدو سره په سر لاس کښېښؤل، په نسب فخر کؤل، په آخرت کښې عذاب نه خلاصی دپاره صرف دا کافی ګڼل چې دَ لوئے سړی اولاد دی اؤ خپله څهٔ نيک کار نهٔ کؤل، دَ چا په نسب بد ويئل، کار کسب بد ګڼل، دَ چا دَ حد نه زياته خوشامندی کؤل، دَ مړی دریٔمه، يا څلویښتی ضروری ګڼل، (خيرات دپاره څهٔ خاص وخت نشته، چې کله چا وکړو ښهٔ دے)۔
خاص دَ ښځو دپاره۔
دَ امامانو مياشت کښې سور زړوکے نهٔ اغوستل، يا سړو سره نهٔ نژدے کېدل، يا نکريزې ، دنداسه وغېره نهٔ کؤل، دَ بی بی خيرات سړو ته نهٔ ورکؤل، (بلکې دا خيرات کول په شريعت کښې په دی طريقه منع دی سړو ته هم اؤ ښځو ته هم)، دَ ليور، جيمه، ترور ځوئ، ماما ځوئ يا بل غير محرم رشته دار مخکښې بی پردې راتلل، (غير محرم هغه دی چې نکاح ورسره جائز وی)، سندری وئیل اؤ اورېدل، سندر غاړو ډمو ته پيسې ورکؤل، په ودونو کښې فضول خرچی کؤل، دَ هندوانو رواجونه کؤل، دَ وادهٔ ځلمی ته ريښمينې يا نورې خلاف شرع جامې اغوستؤل، دَ وادهٔ ځلمی ته څهره تړل يا نکريزی لګؤل، په ودونو کښې آتشبازی کؤل دَ وادهٔ ځلمی دَ ښځو مينځ نه راننوېستل، يا ورته دَ ښځو پټ پټ کتل، لوئے خښينی دَ لېور مخکښې بې پردې راتلل، دَ ناوے دَ ملاستې ځائې ته نژدے کېدل، اؤ دَ هغویی خبری په پټه اورېدل، ناوے په ګُټ کښې داسی بنده کښېنؤل چې نمونځونه تری قضا شی، دَ لويیٔ دَ پاره مهر دومره زيات تړل، چې دَ سړی دَ طاقت نه بهر وی، په
غم کښې په چغو چغو ژړل اؤ مخ سر وهل ، په ستائینو ژړل، دَ مړی دَ کور کوزی، منګی يا نور لوښی کودی ماتؤل، کومې جامې چې دَ مړی سره لګېدلی وی، هغه خواه مخواه وينځل، تر څلويښتیٔ يا کالهٔ په هغه کور کښې دَ خوشحالیٔ څهٔ نهٔ کؤل، په خاصو تاريخونو غم بيا تازه کؤل، لکه جمعه اؤ اخترونو باندې، ساده جامې بدی ګڼل اؤ ډېر ډول سنګار کؤل، دَ سرو يا سپينو زرو سلائی، سرمه دانیٔ اؤ عطردان جوړؤل، په مکان کښې تصويرونه کښېښؤل، ډېرې نریٔ باريکې جامې اغوستل چې بدن په کښې ښکاری شڼيدونکی کالی اچؤل، ګونګرو تړل، دَ سړو جمعو ته تلل لکه ميلو کښې يا محرم کښې، دَ سړیو په شان ډول ډال جوړؤل، دَ مکان ښائسته کؤلو دَ پاره په ديوالونو نقشی (تصويرونه) آويزاندؤل۔
سفر ته تلو يا راتلو په وخت کښې دَ غير محرم سره غاړه وتل، دَ ژوندی پاتې کېدو په خيال دَ هلک پوزه غوږ سورې کؤل، هلکانو ته دالیٔ يا ريښمی يا زيړی کپړې يا کالی اچؤل، وړوکی ته دَ نهٔ ژړېدو دپاره افيم ورکؤل وغېره۔
دَ ګناهونو دنياوی نقصان
دَ علم نه محروم کېدل، دَ روزیٔ کمېدل، دَ الله دَ يادو نه بې پروا کېدل، دَ نيکو بنديانو نه بې پروا کېدل، په کارونو کښې ېٔ مشکلات پيدا کېدل، پهٔ زړهٔ کښې ېٔ صفائی نه پاتی کېدل، زړهٔ اؤ اکثر تمام بدن کمزورے کېدل، دَ عبادت نه محروم کېدل، دَ عمر کمېدل، دَ توبې همت نهٔ پيدا کېدل، څهٔ موده پس دَ ګناه بدی دَ زړهٔ نه وتل، دَ الله په دربار کښې ذليل کېدل، نورو خلقو ته تری نقصان رسېدل، اؤ دَ خلقو پرې لعنت ويئل، پهٔ عقل کښې ېٔ نقصان راتلل، دَ رسول اللهﷺ دَ طرف نه پرې لعنت وئیلې کېدل، دَ فرشتو دَ دُعا نه بی برخې کېدل، په پيداوار کښې ېٔ کمے راتلل، بې شرمه اؤ بې غیرته کېدل، دَ هغهٔ دَ زړهٔ نه دَ الله پاک لوئی وتل، دَ الله نعمتونه ترېنه واپس کېدل، په مصيبتونو اخته کېدل، ورباندې دَ شيطان مقررېدل، دَ زړهٔ پهٔ پريشانیٔ اخته کېدل، دَ مرګ په وخت دَ کلمه طيبه نه بې برخې کېدل، دَ الله دَ رحمت نه مايوسه کېدل اؤ بې توبې مړ کېدل۔
دَ عبادت ځنی دنياوی فائدې:
دَ روزیٔ زياتېدل، پهٔ روزیٔ کښې ېٔ برکت پيدا کېدل، دَ تکليف اؤ غم لرې کېدل، مرادونه پوره کېدل، دَ خوشحالیٔ ژوند تېرؤل، دَ هر قسم مصيبت نه لرې کېدل، الله پرې مهربانه اؤ مددګار کېدل، فرشتو ته دَ الله له طرفه دَ هغهٔ دَ زړهٔ دَ مضبوطيا حکم ورکېدل، رښتونی عزت اؤ برکت موندل، دَ مرتبې وچتېدل، دَ ټولو په زړهٔ کښې دَ هغهٔ محبت پيدا کېدل، قران دَ هغهٔ په حق کښې شفا کېدل، کهٔ دَ مال تاوان ېٔ وشی دَ هغې ښهٔ بدله موندل، پهٔ نعمتونو کښې ېٔ ورځ پهٔ ورځ ترقی کېدل، مال ېٔ زياتېدل، دَ زړهٔ آرام اؤ خوشحالی ېٔ زياتېدل، مخکښې نسل ته ترې فائدہ رسېدل، په ژوند کښې ېٔ غيبی خوشحالی نصيب کېدل، دَ مرګ پهٔ وخت ورته دَ فرشتو خوشخبریٔ ورکؤل، مبارکبادیٔ ورکؤل، عمر ېٔ زياتېدل، دَ غريبیٔ اؤ لوږو تندو نه بچ کېدل، په لږ څيز کښې ېٔ زيات برکت پيدا کېدل، دَ الله پاک ترېنه راضی کېدل۔
ځنی ضروری اصطلاحات
کوم خداوندی احکام چې بنيادمو ته دَ څهٔ کار متعلق شوی دی، دَ هغې اتهٔ(۸) قسمونه دی، (۱)فرض(۲)واجب(۳)سنّت(۴)مستحب(۵)حرام(۶)مکروهِ تحريمی(۷)مکروهِ تنزيهی(۸)مباح
فرض:
هغه دی چې پهٔ يقينی دليل ثابت وی، دَ هغې پرېښونکی بغير دَ څهٔ شرعی مجبوریٔ نه فاسق دی، اؤ دَ عذاب مستحق دی، اؤ څوک چې ترې انکار وکړی هغه کافر دی، بيا دَ فرضو دوه قسمه دی، فرضِ عين اؤ فرضِ کفايه۔
فرض عين:
هغه دی چې دَ هغې کؤل په هر چا ضروری دی، اؤ بغير دَ څهٔ شرعی عذر نه پرېښؤل ېٔ سخته ګناه اؤ دَ عذاب سبب دے، لکه پنځهٔ وخته نمونځ وغېره۔
فرض کفايه:
هغه دی چې کؤل ېٔ پهٔ هر چا ضروری نه وی، چې څو کسه ېٔ وکړی نو دَ ټولو غاړهٔ خلاصه شی ، اؤ کهٔ هيڅوک ېٔ هم ونهٔ کړی ، نو ټول به ګنهګار وی لکه دَ جنازې نمونځ وغېره۔
واجب:
هغه دی چې پهٔ يقينی دليل نهٔ وی ثابت بلکې څهٔ معمولی شک ورکښی پاتې وی، دَ هغې پرېښونکی بغير دَ څهٔ عذر اؤ بغير دَ څهٔ تاويل يا شهبی نه فاسق اؤ دَ عذاب مستحق دی البته انکار کؤنکی ته ېٔ کافر نهٔ شی وئیلې۔
سنّت:
هغه کار دے چې رسول الله ﷺ يا دَ هغهٔ اصحابوؓ کړے وی، دَ دې دوه قسمه دی، يو سنّتِ مؤکدّ اؤ بل سنّت غير مؤکدّ، سنّت مؤکدّ هغه فعل دے چې نبی کريمﷺ يا دَ هغهٔ اصحابوؓ همېشه کړے وی، اؤ بغير دَ څهٔ عذره ېٔ پریٔښی نهٔ وی، لېکن پرېښونکی ته ېٔ څهٔ زورنه نهٔ وي ورکړے، دَ دې حکم هم دَ عمل په اعتبار دَ واجبو په شان دے، يعنی بې عذره همېشه پرېښونکی ي فاسق اؤ ګهګار دی، اؤ دَ نبی کريمﷺ دَ شفاعت نه به محروم وی، البته کهٔ کله کله پاتې شی نو خیر دے، البته دَ واجبو پهٔ نهٔ کؤلو کښې ګناه زياته ده۔
سنّت غير مؤکدّ:
هغه کار دے چې حضور اکرمﷺ اؤ اصحابوؓ کړے وی خو کله کله ېٔ بغير له عذره پریٔښی هم وی، دَ دې پهٔ کؤلو کښې ثواب دے، اؤ نهٔ کؤنکی ي دَ عذاب مستحق نهٔ دی، دې ته ”سنتِ زائِده اؤ سنّت عاديه“ هم وئیلی شی۔
مستحب:
هغه فعل دے چې حضور اکرمﷺ يا اصحابوؓ کړے وی، خو همېشه يا ډېر ځله نه بلکې کله کله ېٔ کړے وی، دَ دې کؤنکی دَ ثواب مستحق دی اؤ نهٔ کؤنکی باندی ېٔ څهٔ ګناه نشته ، دې ته نفل، مندوب اؤ تطوع هم وئیلی شی۔
حرام:
هغه وی چې پهٔ يقينی دليل ثابت وی، دَ دې منکر کافر دے، اؤ بغير دَ څهٔ عذر نهٔ کؤنکی ېٔ فاسق اؤ ګنهګار دی۔
مکروه تحريمی:
هغه دی چې پهٔ يقينی دليل ثابت نهٔ دی، بلکې څهٔ شبه ورکښی وی، دَ دې نه انکار کؤنکی کافر نهٔ دی ، فاسق دی لکه دَ واجبو پهٔ شان، اؤ بغير دَ عذر نهٔ کؤنکی ېٔ ګنهګار اؤ دَ عذاب مستحق دی۔
مکروه تنزيهی:
چې دَ هغې په نهٔ کؤلو کښې ثواب وی، اؤ کؤلو کښې ېٔ څهٔ عذاب نهٔ وی۔
مباح:
هغه کار دے چې پهٔ کؤلو کښې ېٔ څهٔ ثواب نهٔ وی، اؤ په نهٔ کؤلو کښې څهٔ عذاب نه وی۔
دَ اوبو دَ استعمال احکام:
نمبر۔ا دَ داسې اوبو استعمال چې دَ هغې درے واړه صفتونه رنګ ،بویٔ، مزه، دَ پليتۍ په وجه بدله شوی وی پهٔ هېڅ شان جائز نهٔ دی۔ نهٔ ېٔ پهٔ څاروؤ څښؤل جائز دی، اؤ نهٔ ورباندې خټې کؤل يا بل څهٔ کار کښې استعمالؤل پکار دی، اؤ کهٔ درے واړه صفتونه ېٔ نه وی بدل شوی يو يا دوه بدل وی۔ نو هغه په څاروؤ څښؤل يا خټو کښې يا چهړکاؤ کښې استعمال جائز دے۔ لېکن دَ داسي خټې استعمال په جماعت کښې يا داسې ځائې کښې چې نمونځ پرې کيږی، نهٔ دے پکار۔
نمبر۔۲ درياب، خوړ، چينه يا تالاب چې دَ چا پهٔ ملکيّت مزکه کښې نهٔ وي، اؤ هغه کوهے چې جوړؤنکی وقف کړی وی، دَ دې ټولو اوبو استعمال عامو خلقو ته جائز دے، اؤ هېچا ته دا حق نشته چې څوک دَ دې دَ استعمال نه منع کړی يا ېٔ پهٔ داسې طريقه استعمال کړی چې عامو خلقو ته ورکښې نقصان وی۔ لکه څوک دَ درياب يا تالاب نه داسې نهر وباسی چې دَ هغې اوبهٔ وچې کړی، يا ترې دَ چا دَ مزکې يا کلی دَ غرقېدو خطره وی۔ اؤ هر چاته اختيار دے چې دَ داسې استعمال نه ېٔ منع کړی۔
نمبر۔۳ دَ چا پهٔ زر خريد مزکه کښې کهٔ کوهے، چينه، حوض، يا نهر وهٔ، نو نور خلق دَ اوبو څښلو يا څاروؤ باندې څښولو يا اودس غسل کؤلو يا جامو وينځلو يا دَ کور دننه بوټو ته اوبو ورکؤلو يا اوبو ډکؤلو نه منع کولے نهٔ شی۔ ځکه چې پهٔ دې کښې دَ ټولو حق دے۔ البته کهٔ دَ ډېرو څاروؤ پهٔ وجه دَ اوبو ختمېدو يا نهر اؤ حوض خرابېدو خطره وی نو دَ منع کؤلو اختيار ورته شته۔ اؤ کهٔ پهٔ خپله مزکه کښې دَ راتلو نه ېٔ منع کوی نو کتې به شی چې دَ دغه کسانو کار دَ بل ځائې نه په آسانه پوره کېدے شی کهٔ نه، مثلاً بل کوهے ورسره پهٔ يو ميل شرعی کښې نژدے شته کهٔ نه؟ اؤ هغه عام دے کهٔ دَ چا زر خريده مزکه کښې دے اؤ يا دا چې دَ هغهٔ کار به بند شی يا به پهٔ تکليف شی۔ کهٔ کار ېٔ چلېدے شی خو بهتره ده۔ کهٔ نهٔ شو چلېدے نو دغه سړی ته به وئيلی شی چې پهٔ دې شرط به دَ راتلو اجازت ورکوی چې نهر يا کوهے به نهٔ خرابوی۔ يا دې ورته دِ سړی دَ ضرورت مطابق خپله اوبهٔ را وباسی۔ اؤ پټی يا باغ ته اوبهٔ ورکؤل بغير دَ مالک دَ اجازت نه جائز نهٔ دی۔ دغه حکم دَ خپله ټوکېدلی وښو، نورو بې تنې بوټو، تنه دارې ونې دَ زمکې دَ مالک دی۔
نمبر۔۴ کهٔ يو سړے دَ بل چا دَ نهر يا کوهی نه خپلو پټو ته اوبهٔ ورکؤل غواړی اؤ هغه سړے ترېنه قيمت طلب کوی۔ دا جائز دی کهٔ نه؟ دې کښې اختلاف دے، خو دَ بلؔخ علماؤ دَ جواز فتوٰی ورکړے ده۔
نمبر۔۵ درياب، نهر، تالاب، يا کوهی نه چې څوک پهٔ خپل لوښی کښې لکه منګی يا مشک وغېره اوبهٔ ډکې کړی ۔ نو هغه دَ هغهٔ ملکيّت شوې دغه اوبهٔ بغير دَ هغهٔ دَ اجازت نه استعمالؤل جائز نهٔ دی۔ البته کهٔ څوک دَ تندې نه بيتابه وی نو بيا دَ بل چا ملکيّت اوبهٔ څښل هم جائز دی۔ کهٔ هغه ېٔ نهٔ ورکوی پهٔ زور ېٔ ترې اخستے شی۔ البته دَ هغې مناسب قيمت به ورکوی۔
نمبر۔۶ دَ خلقو دَ څښلو دپاره چې کومې اوبهٔ یښې شوی وي، لکه ګرمیٔ کښې چې په لارو کښي کښيښوې شی، پهٔ هغې اودس يا غسل کؤل جائز نهٔ دی البته کهٔ ډېرې وی نو خیر دے اؤ چې کومې اوبهٔ اودس دپاره يښې شوے وی دَ هغې نه څښل جائز دی۔
نمبر۔۷ کهٔ دَ کوهی نه يو يا دوه بچی دَ ګډو بزو يا اوښ را ووتې خو چې روغې وی ورانې شوی نهٔ وی۔ کوهې پرې نهٔ پليتيږی۔ دَ کوهی غاړه پخه وی اؤ کهٔ نه۔ دا کوهے په کلی کښې وی اؤ که مېره کښې۔
دَ پاکیٔ اؤ ناپاکیٔ ځنی مسٔلې:
نمبر۔۱ دَ غوبل په وخت کښې که څاروی پهٔ غله کښې متيازے وکړی، دَ ضرورت په وجه دا معاف دی، غله پری نهٔ پليتيږی، اؤ کهٔ دَ غوبل نه علاوه ورکښې وکړی، نو غله به پليته شی۔ ځکه چې ضرورت نشته۔
نمبر۔۲ دَ کافرو دَ لاس پوخ شوی څيز ته اؤ دَ کافرو لوښو اؤ جامو ته به پليت نهٔ وايو څو پوری چې دَ هغو دَ پاکیٔ يقينی علم نهٔ وی۔
نمبر۔۳ بعضې خلق چې دَ مزری وغېره حرامو ځناورو وازده استعمالوی اؤ پاکه ېٔ ګڼی۔ دا ټهيک نهٔ ده۔ البته کهٔ دَ هوښيار حکيم رائے وی۔ چې دَ دې مرض علاج سوا دَ دې وازدې نه بل څهٔ نشته۔ داسې وخت کښې بعضې عالمانو اجازت ورکړی دی۔ بيا هم دَ نمانځهٔ په وخت ېٔ پاکؤل ضروری دی۔
نمبر۔۴ دَ لارو کوڅو دَ ناپاکو اوبو څړيکی يا خټې معاف دی۔ پهٔ دې شرط چې بدن يا جامه باندی څرګنده علامه نه وی۔ فتویٰ په دې ده۔ باقي احتياط دا دے چې دَ چا په داسی لارو ډېر تلهٔ راتلهٔ نهٔ وی۔ هغه دې بدن يا جامه دَ داسې څړيکو نه هم پاکوی۔ اګرکهٔ ظاهر اثر ورباندی نهٔ وی۔
نمبر۔۵ پليت شے کهٔ وسوزؤلی شی۔ دَ هغې لوګی پاک دی۔ هغه لوګی کهٔ څوک جمع کړی اؤ څهٔ ترې جوړ کړی نو خير دے۔ لکه چې مشهوره ده چې نوشادر دَ يو ناپاک څيز دَ لوګی نه جوړيږی۔
نمبر۔۶ کهٔ دَ پليت څيز دپاسه ګردو غبار جمع شوی وی۔ هغه پاک دی۔ په دې شرط چې دَ هغې پليتیٔ لوندوالې ورکښې څهٔ اثر نهٔ وی کړی۔
نمبر۔۷ دَ نجاست پړاس پاک دی۔ دَ مېوې چينجی پاک دی۔ خو خوراک ېٔ ښهٔ نه دی کهٔ ساه ورکښی وی۔ دَ ګولر اؤ اينځر دَ چينجی هم دا حکم دے۔
نمبر۔۸ دَ خوراک څيز لکه غوښه، يا حلوا وغېره کهٔ خراب شی اؤ بوئی وکړی هغه پليت نهٔ دی۔ البته دَ نقصان په خيال ېٔ خوراک ښهٔ نهٔ دی۔
نمبر۔۹ مشک اؤ دَ مشکو نافه پاکه ده۔ هم دغه شان عنبر وغېره هم پاک دی۔
نمبر۱۰۔ په خوب کښې چې دَ خلې نه کومي لاړې بهيږی هغه پاکې دی۔
نمبر۱۱۔ دَ حلال ځناور هګۍ که سخا شوی وی۔ يا ورکښې مړ بچے وی، خو چې روغه وی ماته شوی نهٔ وی پاکه ده، (البته چې ماته شی هغه وينه وغېره ېٔ پليت دی)۔
نمبر۱۲۔ دَ مار تخه(نرے سپين پوټکے) پاکه ده۔
نمبر۱۳۔ پهٔ کومو اوبو چې پليت شے ووينځلی شی، هغه پليت دی۔ دَ اول ځل وينځنی وی کهٔ دَ دويئم ځل کهٔ دَ دريئم ځل۔ البته دې اوبو کښې دا فرق دے چې کهٔ دَ اول ځل وينځلی وی، اؤ په کپړه ولګی، نو هغه به هم پهٔ درے ځله وينځنی پاکيږی۔ اؤ کهٔ دَ دويئم ځل وينځنی وی پهٔ دوه ځله اؤ کهٔ دَ دريئم ځل وی، پهٔ يو ځل وينځنه به پاکيږی۔
نمبر۱۴۔ مړے چې پهٔ کومو اوبو ولمبؤلی شی هغه پليتې دی۔
نمبر۱۵۔ دَ مار څرمن پليته ده کومه چې ېٔ دَ غوښې سره لګېدلی وی، وچه تخه ېٔ پاکه ده۔
نمبر۱۶۔ دَ مړی دَ خلې لاړې پليتی دی۔
نمبر۱۷۔ پهٔ يوستوی کپړه کهٔ يو طرفته لږه پليتی لګېدلی وی څومره چې معاف ده اؤ بل طرف ته ووځی، دواړه طرف لږ مقدار کښې وی۔ لېکن که دواړه يو ځائې کړو نو زياتيږی، دا به کم ګڼلی شی، اؤ معاف به وی۔ البته کهٔ کپړه غبرګه وی، اؤ پليتی دواړه طرف ته وځی، اؤ کهٔ دواړه يو ځائې کړو، نو دَ معافیٔ مقدار نه زياتيږی ، دابه معاف نهٔ وی۔
نمبر۱۸۔ دَ پيو لوشلو په وخت کښې که يو دوه بچی يا لږ غوشيان پيو کښې پرېوځی دا معاف دی۔ په دې شرط چې ژر لرې کړې شی۔
نمبر۱۹۔ دَ څلورو پنځو کالو ماشوم چې پهٔ اودس کؤلو نهٔ پوهيږی، يا لېونے کهٔ په اوبو اودس وکړی دا اوبهٔ به مستعلمې نهٔ شی ګڼلې۔
نمبر۲۰۔ پاکې جامې، لوښی يا نور پاک څيزونه چې په کومو اوبو ووينځلی شی۔ پهٔ هغې اودس اؤ غسل جائز دی۔ پهٔ دې شرط چې پهٔ اوبو کښې ټينګوالې نهٔ وی راغلی، چې خلق ورته صفا اوبهٔ وئیلی شی۔ اؤ کهٔ پهٔ لوښو کښې دَ خوراک څيزونه لګيدلی وو۔ دَ هغې لوښو په وينځلی شویو اوبو باندې غسل يا اودس هله جائز دی کهٔ دَ اوبو په درے صفتونو کښې (رنګ ، بویٔ، خوند) دوه صفتونه پاتې وی اؤ يو بدل وی، اؤ کهٔ دوه بدل وی يو پاتې وی نو بيا پرې اودس يا غسل جائز نهٔ دی۔
نمبر۲۱۔ دَ مستعملو اوبو څښل يا دَ خوراک په څيزونو کښې استعمالؤل مکروه دی، اؤ اودس يا غسل پرې جائز نهٔ دی، البته پليتۍ ورباندې وينځلی شی۔
نمبر۲۲۔ دَ زمزم په اوبو بې اودسه سړی ته اودس کؤل يا دَ غسل حاجتمند ته غسل کؤل يا ناپاک څيز وينځل يا استنجا کؤل مکروه دی، البته کهٔ مجبوری وی چې نورې اوبهٔ دَ يو ميل نه دېخوا نهٔ شی موندے اؤ ضروری پاکی پهٔ بل څهٔ هم نهٔ شی حاصلؤلی نو بيا دَ زمزم په اوبو هم خير دی۔
نمبر۲۳۔ دَ ښځې دَ غسل يا اودس نه پاتې شویو اوبو باندې سړی ته غسل يا اودس نهٔ دے کؤل پکار، دا اګرچې دَ امام اعظمؒ په مذهب جائز دے مګر دَ امام احمدؒ په مذهب جائز نه دے۔ اؤ دَ اختلاف نه بچ کېدل ښهٔ دی۔
نمبر۲۴۔ پهٔ کومو ځايونو کښې چې په څهٔ قوم باندې دَ الله عذاب راغلی دی، لکه دَ عاد په قوم يا دَ ثمود په قوم دَ هغه ځايونو پهٔ اوبو هم اودس يا غسل نه دے پکار، پهٔ دې مسٔله کښې هم دَ مخکښې غوندې خلاف دی اؤ دَ خلاف نه بچ کېدل پکار دی، اؤ دَ مجبوریٔ په وخت دلته هم دَ زمزم په شان حکم دی۔
نمبر۲۵۔ تنور کهٔ ناپاک شوی وی، پهٔ ګرمؤلو باندې پاکيږی، هله کهٔ دَ نجاست څرګند اثر ورباندې نهٔ وی۔
نمبر۲۶۔ پهٔ ناپاک ځائې کهٔ دومره پاکه خاوره واچؤلی شی، چې دَ نجاست اثر يا بویٔ ترېنه را ووځی، نو دَ خاورې پورتنیٔ حصه پاکه ده۔
نمبر۲۷۔ دَ ناپاکو تيلو يا ډلو نه کهٔ صابون جوړ شی هغه پاک دی۔
نمبر۲۸۔يو اندام که دَ وينی يا زوی په وتو پليت شوی وی اؤ وينځل ېٔ نقصان کوی، صرف په لونده کپړه وچؤل ېٔ کافی دی، اؤ دَ آرام نه پس ېٔ هم وينځل ضروری نهٔ دی۔
نمبر۲۹۔ کهٔ پليت رنګ پهٔ جامه ولګی يا دَ بدن څهٔ حصه يا ويښتهٔ ورباندې رنګ شی، دومره وينځل ېٔ کافی دی چې صفا اوبهٔ ترې وځی که رنګ نهٔ وی لاړ هم خير دی۔
نمبر۳۰۔ مات شوی غاښ ک جدا شوی وی، په هغه ځائې بيا ونښلؤلی شی دَ پاک څيز يا ناپاک څيز پهٔ ذريعه، هم دغه شان کهٔ هډوکی مات شی اؤ دَ هغې پهٔ ځائې بل ناپاک هډوکی پيوند شی، يا زخم دَ څهٔ ناپاک څيز نه ډک شی اؤ هغه زخم ښهٔ شی نو دغه څيزونه وېستل نهٔ دی پکار، دا پهٔ خپله پاک شی۔
نمبر۳۱۔ که ناپاک غوړ څيز لکه تيل، غوړی، ډل پهٔ څهٔ شی ولګی اؤ هغه دومره ووينځلی شی چې اوبهٔ ترې صفا وبهيږی، کهٔ غوړوالې ترې نهٔ وی لاړ هم هغه څيز پاک شو۔
نمبر۳۲۔ پهٔ اوبو کښې دَ يو ناپاک څيز غورزېدو سره کهٔ دَ هغې اوبو څړيکې پهٔ چا پرېوتې نو کهٔ دَ نجاست اثر پکښی نهٔ وی راغلے دا څړيکې پاکې دی۔
نمبر۳۳۔ دَ بغرګی کپړې يا مالوچو کهٔ يو طرف پليت وی اؤ يو پاک نو کهٔ دواړه کپړې سره ګنډلی وی، اؤ دَ ناپاک طرف ناپاک ځائې ېٔ دَ نمونځ ګزار دَ ودرېدو يا سجدې په ځائې راځی نو نمونځ پرې جائز نهٔ دے، اؤ کهٔ ګنډلی نهٔ وی هسې بغرګی وی، نو دَ يوے پهٔ پليتېدو بله نهٔ پليتيږی۔ پهٔ هغې بلې پاکې کپړې نمونځ جائز دی۔ هله کهٔ دا پاکه کپړه دومره غټه وی، چې دَ لاندې نه ورکښې دَ نجاست بوی نهٔ راځی۔ اؤ نهٔ ېٔ رنګ ښکاری۔
نمبر۳۴۔ چرګې يا بلې مرغیٔ ته کهٔ دَ ګېډې څيرے کؤلو اؤ صفا کؤلو نه بغير هم دغه شان جوش ورکړی شی، لکه چې نن صبا ېٔ انګريز طبع مسلمانان کوی ، دا هېچرې نهٔ شی پاکېدے۔
نمبر۳۵۔ دَ وړوکی يا لوی اودس ماتی په وخت نمر يا سپوږمۍ طرف ته مخ کؤل مکروه دی، دَ نهر يا تالاب پهٔ غاړه اودس ماتی مکروه دے کهٔ نجاست اوبو ته نهٔ پرېوځی هم، اؤ هم دغه شان دَ سايه دارو اؤ مېوه دارو ونو دَ لاندې ، پيتاوي ته دَ کښېناستو په ځائې کښې جمات اؤ عيدګاه ته دومره نژدے چې دَ بوی نه ېٔ نمونځ ګذار ته تکليف رسی، دَ څاروؤ تړلو پهٔ ځائې کښې، قبرستان کښې، دَ اودس يا غسل کؤلو په ځائې کښې، پهٔ لاره کښې دَ قافلې دَ دېرې ځائې ته نژدے دَ جلسو اؤ جرګو پهٔ ځائې کښې يا هغې ته نژدے اودس ماتی مکروه تحريمی دی۔ غرض دا چې پهٔ داسې ځائې کښې چې خلقو ته ترې نه تکليف يا خپله ورته دَ نجاست رابهېدو خطره وی اودس ماتی مکروه دی۔
نمبر۳۶۔ دَ بنيادم ويښتهٔ چې را وويستی شی دَ هغو سرونه ناپاک دی۔ دَ هغې غوړ والی پهٔ وجه کوم چې پهٔ هغې لګېدلی وی۔
نمبر۳۷۔دَ جنابت پهٔ حالت کښې نوکونه پريکؤل يا دَ څهٔ ځائې نه ويښتهٔ پرېکؤل مکروه دی۔
نمبر۳۸۔ دَ لارې دَ خټو يا ناپاکو اوبو څړيکی معاف دی۔ کهٔ څهٔ څرګنده پليتی ورکښې نهٔ ښکاری۔
نمبر۳۹۔ پهٔ مستعملو اوبو باندې اودس يا غسل کؤل جائز نهٔ دی۔ اؤ داسې اوبهٔ څښل يا دَ خوراک شی کښې استعمالؤل مکروه دی۔ مستعملې اوبهٔ هغه دی چې چا بې اودسه سړی ورباندې اودس کړی وی۔ يا چې په چا باندې غسل فرض وهٔ هغهٔ پرې غسل کړی وی۔ يا ېٔ دَ غسل ضرورت نهٔ وهٔ خو دَ ثواب دپاره ېٔ غسل کړی
وی، دا هله کهٔ دَ دې اودس يا غسل کوؤنکی پهٔ بدن څهٔ ظاهری پليتی نهٔ وی۔ اؤ کهٔ پليتی پرې لګېدلی وی نو هغه اوبهٔ ناپاکې دی۔ اؤ څښل يا دَ خوراک شی کښې اچؤل ېٔ حرام دی۔
دَ اودس ماتی پهٔ وخت دَ کومو کارونو نه ځان بچ کؤل پکار دی؟
(۱)خبرې کؤل(۲)بې ضرورته ټوخی کؤل(۳)آيت،حديث يا بل څهٔ متبرک څيز لوستل(۴)داسې شے چې ورباندې دَ الله تعالیٰ ، رسولﷺ ، فرښتې يا بل څهٔ متبرک شی نوم، آيت ،حديث، يا دعا ليکلی شوی وی دَ ځان سره ساتل، البته که داسې شے پهٔ جيب کښې وی يا پهٔ کپړه کښې نغښتی وی نو څهٔ کراهت ېٔ نشته(۵)بې ضرورته پهٔ ولاړې يا په پروتی اودس ماتؤل (۶)اودس ماتی له ټولې جامې وېستل اؤ بربنډېدل په ښی لاس استنجا پاکؤل۔
پهٔ کومو څيزونو ځان پاکؤل جائز نهٔ دی؟
هډوکی، دَ خوراک څيزونه ، خشڼې، اؤ هر ناپاک څيز،هغه لوټه يا کاڼې چې يو ځل استعمال شوے وی، پخه خښته، کودری، شيشه، سکارهٔ ، چونه، وسپنه، سرهٔ زر، سپين زر اؤ نور داسے څيزونه چې صفائی ېٔ نه شی کولی، دَ څاروؤ خوراک لکه بهوس، واښهٔ وغېره، دَ بنيادم اجزاء لکه ويښتهٔ، هډوکے وغېره، دَ جماعت پوزې يا جارو وغېره، دَ ونو پاڼې، کاغذ ساده وی کهٔ ليکلې، دَ زمزم اوبهٔ، دَ قيمت شے لږ قيمت ېٔ وی کهٔ ډېر لکه سرکه، عرق، وغېره، پردے مال بغير دَ اجازت نه، اوبهٔ وی کهٔ کپړه، کهٔ بل څهٔ، مالوچ اؤ هر داسې شے چې دَ بنيادمو يا دَ څاروؤ دَ کار وی، پهٔ دې ټولو څيزونو استنجا کؤل مکروه دی۔
پهٔ کومو څيزونو استنجا پاکؤل بې کراهته جائز دی؟
اوبهٔ ، دَ خاؤرې لوټه، بے قيمته زړه چيړه، هر هغه پاک شے چې نجاست لرې کولے شی۔ چې پردې مال يا قيمتی مال يا دَ عزت شے نهٔ وی۔
دَ پليتیٔ پاکؤلو طريقه
نمبر۱۔ پليتی په دوه قسمه ده۔ يو هغه پليتی ده چې کهٔ لږه غوندی هم ولګی نو لرې کؤل ېٔ ضروری وی۔ دې ته”سخته پليتی“ يا نجاستِ غليظه“ وئیلی شی۔ بله هغه پليتی ده چي کهٔ لږه غوندې ولګی نو لرې کؤل ېٔ دومره ضروری نهٔ دی۔ دې ته”سپکه پليتی“ يا ”نجاستِ خفيفه“ وئیلی شی۔
نمبر۲۔ ”وينه“ دَ بنيادم لوی بول، واړه بول، منی، شراب، دَ سپی پيشو بول متيازے، دَ خنزير غوښه ويښتهٔ هډوکی يا نور څهٔ شے، دَ اَس خر قچر، خشنړې، دَ غوا غوشيان، دَ ګډې بزې بچے، دَ مرغابۍ، بطې چرګې بول، دَ خر ، قچر اؤ ټولو حرامو ځناورو متيازے، دا ټول څيزونه سخت پليت دی۔
نمبر۳۔ دَ وړوکی پیٔ څښونکی ماشوم بول متيازے هم سختې پليتې دی۔
نمبر۴۔ دَ حرامو مارغانو بول اؤ دَ حلالو ځناورو متيازے لکه دَ غوا، بزې اؤ اَس متيازے ”سپکه پليتی“ ده۔
نمبر۵۔ دَ چرګې ، مرغابیٔ اؤ بطې نه علاوه دَ نورو حلالو مارغانو بول پاک دی۔ لکه کونتر، مينا، چرچنړه وغېره ۔ دَ ښاپېرک بول هم پاک وی۔
نمبر۶۔ کهٔ نرمه اؤ بهيدونکی سخته پليتی (نجاستِ غليظه) پهٔ جامه يا بدن باندې ولګی نو کهٔ دَ روپۍ برابر يا دَ روپۍ نه کمه خوره وی خو معاف ده۔که بغير دَ هغې دَ وينځلو نه نمونځ وکړی نو نمونځ به ېٔ وشی لېکن پهٔ قصد باندې ېٔ نهٔ وينځل اؤ هم دغسې پليتیٔ سره نمونځ کؤل بدکار دی۔ اؤ کهٔ دَ روپۍ نه زياته خوره شوی وی نو معاف نهٔ ده۔ اؤ نمونځ ورسره نهٔ کيږی۔ اؤ کهٔ پليتی ټينګه وی نو کهٔ پهٔ وزن کښې څلور نيمی ماسې يا دَ دې نه کمه وی خو خير دے۔ اؤ کهٔ زياته وی نو بې وينځلو ېٔ نمونځ نهٔ کيږی۔
نمبر۷۔ کهٔ سپکه پليتی (نجاستِ خفيفه) پهٔ جامه يا بدن باندې ولګی پهٔ کومه حصه چې لګېدلې وی کهٔ دَ هغې حصې دَ څلورمې برخې نه کمه وی نو معاف ده۔ اؤ کهٔ څلورمه برخه يا دَ دې نه زياته وی نو معاف نهٔ ده۔ کهٔ په لستوڼی لګېدلی وی نو دَ لستوڼی څلورمه به حسابيږی کهٔ پهٔ تنه لګېدلی وی نو دَ دې څلورمه کهٔ پهٔ څادر يا لوپټه لګېدلی وی نو دَ دې څلورمه هم دغه شان کهٔ پهٔ لاس يا پښه لګېدلی وی نو دَ دې څلورمه به شمېرلې شی۔ غرض دا چې پهٔ کوم اندام لګېدلی وی دَ هغې دَ څلورمې نه کمه معاف ده۔ اؤ پوره څلورمه يا زياته معاف نهٔ ده۔
نمبر۸۔ کهٔ سخته پليتی پهٔ اوبو کښې پرېوځی نو اوبهٔ سختې پليتې شی اؤ کهٔ سپکه پليتی ورکښې پرېوځی نو سپکې پليتې شی۔ لږه پرېوتې وی که ډيره ۔
نمبر۹۔ کهٔ پهٔ جامه باندې پليت تيل ولګی اؤ دَ روپۍ نه کم خوارهٔ شوی وی۔ خو څهٔ وخت پس نور خوارهٔ شی۔ دَ روپۍ برابر يا دَ روپۍ نه زيات نو څو پورې چې دَ روپۍ نه کم وی خو معاف وی اؤ چې برابر شی يا زيات شی۔ نو اوس ئ وينځل ضروری دی۔ بغير دَ وينځلو ېٔ نمونځ نهٔ کيږی۔
نمبر۱۰۔ دَ مهی وينه پليته نهٔ ده ۔ هم دغه شان دَ ماشی دَ مچ اؤ کټمل وينه هم پليته نهٔ ده۔
نمبر۱۱۔ کهٔ دَ وړو بولو څاڅکی پهٔ جامه يا بدن لکه دَ ستنې دَ سيم نرې نرې پرېوځی چې ښکاری نه ، نو دَ هغې وينځل ضروری نهٔ دی۔ نمونځ ورسره کيږی۔
نمبر۱۲۔ کهٔ ټينګه پليتی وی لکه بول يا وينه۔ نو دومره ېٔ وينځل پکار دی چې دَ پليتیٔ اثر ترېنه لرې شی۔ پهٔ هر ځله کښې چې لرې شو۔ البته کهٔ پهٔ وړومبی ځل يا دویٔم ځل لرې شو، نو بيا هم درے ځله پوره کؤل ښهٔ دی۔
نمبر۱۳۔ کهٔ داسې پليتی وی ، چې پهٔ ډېر ځله وينځلو ېٔ هم داغ يا بدن بویٔ نهٔ ځی نو بيا به هم جامه يا بدن پاک شی۔ پهٔ صابون يا بل څهٔ باندې داغ يا بوی لرې کؤل ضروری نهٔ دی۔
نمبر۱۴۔ کهٔ داسې پليتی وی چې ټينګه نهٔ وی۔ لکه متيازے نو درے ځله وينځل اؤ هر ځل ېٔ ښهٔ کلک نچوړؤل ضروری دی۔ کهٔ کلک نچوړ نهٔ شی نو جامه به پاکه نهٔ شی۔
نمبر۱۵۔ کهٔ پليتی پهٔ داسې څيز لګېدلې وی چې نچوړېدلې نهٔ شی۔ لکه تخت يا پوزے يا دَ خاؤرې يا چينیٔ لوښی يا شيشې يا پڼه وغېره نو دَ هغې دَ پاکؤلو طريقه دا ده چې يؤ ځل وينځلو نه پس دې ورته دومره انتظار وکړی چې دَ اوبو څاڅکی څڅېدل بند شی نو دوباره دې ېٔ بيا ووينځی اؤ چې بيا بس شی نو په دريم ځل دې ېٔ بيا ووينځی۔ دغه شان پهٔ درے ځله وينځلو به پاک شی۔
نمبر۱۶۔ دَ اوبو نه علاوه پهٔ نورو پاکو څيزونو لکه سرکه اؤ عرقو باندې هم پليتی وينځلی شی۔ لېکن پهٔ تيلو يا غوړو يا بل داسې شی چې غوړ وی پليتی نهٔ لرې کيږی۔
نمبر۱۷۔ دَ دې برخې پهٔ اخر کښې پهٔ ص ۱۱۶ وګوریٔ۔
نمبر۱۸۔ کهٔ پهٔ پېزار يا بل څهٔ دَ څرمنې هٔ څيز ټينګه پليتی لکه غوشيان يا وينه ولګی اؤ وچه شی نو په مښلو باندې پاکيږی چې پهٔ زمکه ومښلی شی يا پهٔ بل څه داسې وګرولی شی چې دَ پليتیٔ اثر ترې لاړ شی۔ هم دغه شان کهٔ پليتی لونده وی هم چې دومره ومښلی شی يا وګرولی شی چې دَ پليتیٔ اثر پرې پاتې نهٔ شی نو پاک به شی۔
نمبر۱۹۔کهٔ پهٔ پيزار يا بل څهٔ دَ څرمنې پهٔ څيز باندې نرمه پليتی لکه متيازے يا شراب ولګی نو بغير دَ وينځلو په بل څه نهٔ پاکيږی۔ (دَ وينځلو طريقه نمبر۱۵ کښې تېره ده)۔
نمبر۲۰۔ پهٔ جامه يا بدن باندي ټينګه پليتی ولګی اؤ کهٔ نرمه وچه شوی وی اؤ کهٔ لونده وی بې دَ وينځلو نهٔ پاکيږی۔
نمبر۲۱۔ شيشه يا چاقو چاړهٔ دَ سپينو، سرو، وسپنې ، ګلټو يا تانبې جوړ شوی څيزونه چې نقش دار نهٔ وی کهٔ پليت شی نو په مښلو يا مانج کؤلو باندې پاکيږی۔ اؤ کهٔ نقش دار وی نو بې وينځلو نهٔ پاکيږی۔
نمبر۲۲۔ کهٔ پهٔ زمکه پليتی پرېوته اؤ داسې وچه شوه چې څهٔ اثر ېٔ پاتې نهٔ شو نهٔ ېٔ څهٔ داغ شته اؤ نهٔ ترې بویٔ خيژی۔ نو داسې وچېدو سره زمکه خپله پاکه شوه۔ نمونځ ورباندې کيږی۔ البته تيمّم دپاره دَ بالکل پاک څيز ضرورت دی، په داسې زمکه تيمّم جائز نهٔ دی، کومه خښته يا کاڼې چې پهٔ چونه يا خټه باندې پهٔ فرش کښې داسې کلک لګېدلے وی چې بې کنستو ترېنه نهٔ جدا کيږی نو دَ هغې هم دا حکم دے۔ چې پهٔ وچېدو باندې کهٔ دَ پليتیٔ څهٔ نشان اؤ اثر پاتې نهٔ وهٔ نو پاک به شی۔
نمبر۲۳۔ کومې خښتې يا کاڼی چې پهٔ زمکه هسی پراتهٔ وی پهٔ چونه يا خټه لګېدلې نهٔ وی نو هغه پهٔ وچېدو نهٔ پاکيږی، وينځل ېٔ ضروری دی۔
نمبر۲۴۔ پهٔ زمکه باندې ولاړو واښو اؤ بوټو باندې لګېدلې پليتیٔ هم کهٔ داسې وچه شی چې څهٔ نشان يا بوی ېٔ پاتې نهٔ شی نو دا واښهٔ اؤ بوټی خپله پاک شی، دَ وينځلو ضرورت ېٔ نشته۔ لېکن پريکړی واښهٔ اؤ بوټی بې وينځلو نهٔ پاکيږی۔
نمبر۲۵۔ پليت چاقو، چاړهٔ يا دَ خاورې، تانبې وغېره لوښې چې پهٔ تيز اور کښې واچَولی شی نو پاک شی۔
نمبر۲۶۔ کهٔ پهٔ لاس باندې څهٔ پليتی لګېدلې وه اؤ درے ځله ېٔ پهٔ ژبه وڅټلو نو پاک به شی۔ اګرچې دا څټل ناجائز وی۔ هم دغه شان کهٔ دَ ښځې په سينه باندې دَ وړوکی قے لګېدلې وهٔ اؤ بيا ېٔ وړوکی درے ځله سينه وروده نو پاکه به شی۔
نمبر۲۷۔ کهٔ دَ خاورو نوے لوښې پليت شی اؤ پليتی راکاږی نو هغه تش په درے ځله وينځلو نهٔ پاکيږی، دَ اوبو نه دې ډک کړی، چې دَ پليتیٔ اثر پهٔ اوبو کښې راشی بيا دې ترېنه اوبهٔ توې کړی چې وچ شی نو بيا دې ېٔ ډک کړی۔ تر هغې دې ېٔ ډکوی چې څو پورې ترې دَ پليتیٔ اثر رنګ يا بویٔ لاړ نهٔ وی، چې کله دَ پليتیٔ اثر ختم شو نو پاک به شی، هر څو ځله کښې چې ختم شو۔
نمبر۲۸۔ کهٔ کولال دَ پليت خاؤرے نه لوښی جوړ کړی، نو څو پورې چې کچه وی دا لوښی پليت دی، چې پهٔ اور کښې پاخهٔ شی نو پاک شی۔
نمبر۲۹۔ ګبينه، غوړی، تيل يا شيره که پليت شی نو چيې څومره شے وی هغه هومره دې ورکښې اوبهٔ واچوی په اور باندي دې ترې اوبهٔ وچې کړ۔ درے ځله دغه شان کلو بانديې به پاک شی۔ يا دې ورکښې اوبهٔ واچوی اؤ ویړچکوی چې غوړ يا تيل ېٔ پهٔ سر جمع شی۔ ترېنه دې راټول کړی، دغه شان درے ځله وکړی، پاک به شی۔ کهٔ غوړی چم وی نو ويلے دې کړی۔
نمبر۳۰۔ کهٔ جامه پهٔ پليت رنګ کښې رنګ کړې شوه۔ نو دومره دې ېٔ ووينځی چې صفا اوبهٔ ترېنه وبهيږی۔ هلهٔ به پاکه شی۔ رنګ ترې لاړ وی اؤ کهٔ نه ۔
نمبر۳۱۔ دَ غوشيانو، پچو، خشنړو ايره پاکه ده اؤ لوګے ېٔ هم پاک دے که پهٔ روټیٔ ولګی نو څهٔ نقصان ېٔ نشته۔
نمبر۳۲۔ کومه زمکه چې پهٔ غوشيانو ليوه شوی وی هغه پليته ده چې پاک څيز پرې غوړېدلے نهٔ وی نو نمونځ پرې نهٔ کيږی۔
نمبر۳۳۔ کهٔ پهٔ فرش داسې دریٔ غوړېدلی وی چې يو ګټ ېٔ پليت وی نوره پاکه وی، نو پهٔ پاکه حصه باندې ېٔ نمونځ جائز دی۔
نمبر۳۴۔ پهٔ غوشيانو ليوه شوي زمکه چې وچه شوی وی، کهٔ پهٔ هغې باندې نمناک زړوکے وغوړؤلے شی، نو نمونځ پرې کيږی، خو چې زړوکے دومره لوند نهٔ وی چې دَ زمکې نه ورپورې خاؤرې ونښلی۔
نمبر۳۵۔ کهٔ چا پښې ووينځلې اؤ بيا پهٔ لوندو پښو پهٔ پليته زمکه لاړو چې دَ پښو نشان ې پهٔ زمکه جوړ شی هم پښې ېٔ نهٔ پليتيږی البته کهٔ دومره لوندې وی، چې څاڅکی ترېنه پهٔ زمکه پرېوځی، بيا هغه اوبهٔ دوباره پهٔ پښو لګی نو پليتې به شی۔ يا که ورپور دَ زمکې نه خاورې ونښلی نو هم به پليتې شی۔
نمبر۳۶۔ کهٔ پهٔ پليته بستره څوک وودهٔ شو، اؤ پهٔ خوله ېٔ جامې نمناکې شوې نو جامې يا بدن ېٔ نهٔ پليتيږی۔ البته کهٔ خوله دومره وی چې بسترې نه څهٔ پليتی پهٔ جامو يا بدن ولګی نو پليت به شی۔
نمبر۳۷۔ کهٔ پليت نکريزې چا ولګولے نو په درے ځله وينځلو باندې به ېٔ لاس پښې پاک شی ، دَ رنګ لاړؤل تر ضروری نهٔ دی۔
نمبر۳۸۔ کهٔ چا پليت رانجهٔ يا کجل ولګؤل نو کهٔ دَ سترګو نه بهر څرمن ته نهٔ وی راؤتی نو وينځل ېٔ ضروری نهٔ دی۔ کهٔ بهر راؤتی وو، نو وينځل ېٔ ضروری دی۔
نمبر۳۹۔ کهٔ چا په پليتو تيلو سر غوړ کړو يا ېٔ په بدن ولګؤل پهٔ درے ځله وينځلو پاکيږی۔ کهٔ غوړ والې ېٔ پهٔ بدن پاتې وی هم پهٔ صابون وينځل ېٔ ضروری نهٔ دی۔
نمبر۴۰۔ کهٔ سپی، بيزو يا بل ناپاک ځناور اخښلی وړهٔ جوټه کړل، نو چي په کوم ځائې ېٔ خله لګيېدل وی هغه هومره ځائې د لرې کړی باقی پاک دی کهٔ وچ وړهٔ وی، نو چې څومره وړهٔ ېٔ پهٔ لاړو لامدهٔ شوی وی هغه دې لرې کړی باقی پاک دی۔
نمبر۴۱۔ دَ سپی دَ خلې لاړے پليتې دی۔ سپے پليت نهٔ دے کهٔ سپے دَ چا دَ جامو يا بدن سره ولګی اؤ دَ سپی بدن وچ وی، يا لوند وی، خو ښهٔ پليتی ورباندې نهٔ وی، نو جامه يا بدن پرې نهٔ پليتيږی، اؤ کهٔ څهٔ پليتی پرې لګېدلې وی نو دَ هغې پليتیٔ دَ وجهې نه به جامه يا بدن هم پليت شی۔
نمبر۴۲۔ کهٔ دَ پرتوګ مينځ ېٔ لوند وهٔ اؤ هوا ترې لاړه ، جامه پرې نهٔ پلتيږی۔
نمبر۴۳۔ کهٔ يو زړوکے پهٔ پليتو اوبو لوند شو، اؤ بل وچ زړوکے دَ هغې سره ونغښتې شو اؤ دَ هغې نه ېٔ لوند والې واخستو، لېکن دَ پليتیٔ رنګ يا بویٔ ورکښی نهٔ وی راغلی نو کهٔ دا لوندوالې دومره وي چې پهٔ نچوړؤلو باندې ترېنه څاڅکی پرېوځی يا ورباندې لاسونه لاوندهٔ شی نو دا زړوکی هم پليت اؤ کهٔ دومره نهٔ وی نو پاک دی، اؤ کهٔ يو زړوکی په خالصه پليتیٔ لکه متيازو باندې لوند شو اؤ بل وچ زړوکے ورسره ونغښتی شو نو کهٔ لږ غوندې دَ لوندوالی اثر پرې وشی هم به پليت شی۔
نمبر۴۴۔کهٔ دَ لرګی دَ تختۍ يو مخ پليت وی اؤ بل پاک وی نو کهٔ هغه تخته دومره غټه وی چې په مينځ څيرلې شی نو پهٔ پاک مخ باندې ېٔ نمونځ جائز دے۔ اؤ کهٔ نریٔ وی چې څيرلی نهٔ شی، نو جائز نهٔ دے۔
نمبر۴۵۔ کهٔ برغد زړوکے وی يا استر ېٔ پاک وی اؤ بل ناپاک ، نو کهٔ دواړه ګنډلی نهٔ وی، نو پهٔ پاک مخ ېٔ نمونځ جائز دی اؤ کهٔ ګنډلی وی نو جائز نهٔ دی۔
دَ استنجاء احکام
نمبر۱۔ څوک چې دَ خوب نه راپاسی نو دَ اوبو دَ لوښی لکه مټ يا بالټی نه دې په لاس اوبهٔ نهٔ راخلی څو پورې چې ېٔ دواړه لاس تر ګيټو پورې وينځلی نهٔ وی۔ کهٔ اوبهٔ پهٔ لوئے مټ يا بالټی کښې وی، اؤ داسې وړوکی لوښی لکه کوزه يا لوټه نهٔ وی چې اول دواړه لاس په احتياط سره ووينځلی شی نو کهٔ پهٔ لاس ېٔ ظاهری پليتی نهٔ وی نو په ګس لاس دې يو چونګ اوبهٔ را واخلی ګس لاس دې پرې ووينځی خو کوشش دې دا کوی چې څومره ګوتې کمې لوندې شی۔ اؤ کهٔ پهٔ لاس ېٔ ظاهری پليتی لګېدلی وی نو هرګز دې لاس اوبو ته نهٔ وروړی ځکه چې ټولې اوبهٔ به پليتی شی۔ پاک رامال دې ورکښې ډوب کړی۔ چې دَ هغې نه کومې اوبهٔ څاڅی پهٔ هغې دې اول يو لاس بيا بل لاس ووينځی يا دې بل چاته ووائی چې اوبهٔ ور واچَوی، اؤ کهٔ هېڅ يو صورت ممکن نهٔ وی نو پهٔ داسې وخت کښې پهٔ تيمّم باندې هم نمونځ جائز دی۔ اؤ بيا ېٔ ورباندې دوباره کؤل ضروری نهٔ دی۔ ځکه چې پهٔ دې وخت کښې پهٔ اوبو باندې قادر نهٔ دی۔
نمبر۲۔ دَ وړو بولو يا لويو بالو کؤلو نه پس کهٔ پليتی دَ ځائې نه اخوا دېخوا نهٔ وی لګېدلی نو پهٔ اوبو استنجا کؤل سنت دی۔
نمبر۳۔ کهٔ پليتی بالکل اخوا دېخوا نهٔ وی لګېدلې نو کهٔ پهٔ اوبو استنجا ونهٔ کړی صرف پهٔ کاڼی يا لوټه باندې ځان ښهٔ پاک کړی چې دَ پليتیٔ څهٔ اثر پاتې نهٔ شی اؤ بدن ښهٔ صفا شی نو هم جائز ده لېکن دَ صفايیٔ نه خلاف ده۔ پهٔ اوبو استنجا ښهٔ ده۔ البته کهٔ اوبهٔ نهٔ وی نو بيا مجبوری ده۔
نمبر۴۔ پهٔ کاڼی يا لوټه باندې دَ استنجاء څهٔ خاصه طريقه نشته دومره خيال ساتل ضروری دی چې پليتی خوره نهٔ شی اؤ بدن ښهٔ صفا شی۔
نمبر۵۔ کهٔ پليتی دَ خپل ځائې نه اخوا دېخوا خوره شوی نهٔ وی، نو پهٔ کاڼی يا لوټه باندې استنجاء کؤلو نه پس پهٔ اوبو استنجا سنت ده۔ اؤ هٔ دَ روپۍ برابر يا زياته خوره شوی وی نو پهٔ اوبو استنجاء واجب ده ۔ بغير دَ وينځلو ېٔ نمونځ جائز نهٔ دی۔
نمبر۶۔ دَ استنجاء کؤلو نه وړومبے دواړه لاس تر ګيټو پورې وينځل ضروری دی، دَ بدن وينځلو څهٔ حد نشته، دومره ېٔ وينځل پکار دی چې پاک شی، کهٔ څوک شکی وی چې تسلّی ېٔ نه کيږی نو هغهٔ ته دَ درے (۳) ځله يا آخری ووه(۷) ځله وينځلو حکم دے، دَ دې نه زيات نشته۔
نمبر۷۔ کهٔ ځان ته ځائې نهٔ وی چې پرده کښې استنجاء وکړی نو دَ چا مخکښې ځان څرګندؤل نه دی پکار، ښځې دې دَ ښځو پهٔ مخکښې هم ځان نهٔ څرګندوی بغير استنجاء کؤلو دې نمونځ وکړی، ځکه چې ځان څرګندؤل ډېره سخته ګناه ده۔
نمبر۸۔ پهٔ هډوکی، سکرو، شيشه، پخه خښته، يا غوشيانو وغېره پليت څيز، دَ خوراک پهٔ څيز يا کاغذ باندې اؤ پهٔ ښی لاس باندې ځان پاکؤل سخته ګناه ده، لېکن کهٔ چا وکړل نو بدن به ېٔ پاک شی خو ګنهګار به وی۔
نمبر۹۔ پهٔ ولاړې باندې متيازے کؤل سخت منع دی۔
نمبر۱۰۔ دَ وړو بولو يا لويو بولو پهٔ وخت قبلې ته مخ کؤل اؤ شا کؤل دواړه منع دی۔
نمبر۱۱۔ واړهٔ ماشومان هم قبلې طرف ته بولو دپاره کښېنؤل منع دی۔
نمبر۱۲۔ دَ استنجاء نه پاتی شویو اوبو باندې اودس جائز دی، اؤ دَ اودس نه پاتې اوبو باندې استنجاء کؤل هم جائز دی خو ښهٔ نه دی۔
نمبر۱۳۔ چې اودس مات ته ځی نو بيت الخلاء ته دَ ننوتو نه مخکښی دي بېِسمِ الله اؤ دا دعا وائی
اَللّٰهُمَّ اِنّیِ اَعُوذُبِکَ مِنَ الخُبثِ وَالخَبَاءِثِ۔
يه خدايه زهٔ دَ پليتیٔ اؤ پليتو څيزونو نه پناه غواړم سر تور سر د نهٔ ځی،کهٔ پهٔ ګوتی يا بل څهٔ باندې ېٔ دَ الله نوم ليکلی وی، نو هغه دې وباسی، وړومب دې ګسه ښپه ننه باسی، دننه دې دَ الله نوم نهٔ اخلی ۔ کهٔ اينږے ورشی نو پهٔ زړهٔ کښې دې اَلحَمدُ لِلهِ ووائی په ژبه دې نهٔ وائی، اؤ نهٔ دې دننه خبرې کوی، چې بهرته را ووځی نو ښیٔ ښپه دې وړومبے کيږد او دَ راوتو نه پس دې دا دعا ووائی
غُفرَانَکَ اَلحَمدُ لِلهِ الَّذی اَذهَبَ عَنّیِ الاَذٰی وَعَافَانِی
ستا نه بخښنه غواړم يه خدايه ، ثنا ده هغه الله لره چې تکليف ې رانه لرې کړو اؤ آرام ېٔ راکړو۔
دَ استنجاء نه پس چې لاس ووينځی نو په خاوره دې ېٔ ومږی۔
دَ پاکیٔ يعنی اودس اؤ غسل ثواب اؤ فضيلت:
حديث شريف دے، څوک چې دَ اودس کؤلو پهٔ وخت کښې بِسمِ الله ووائی (بسم الله اؤ الحمد لله دواړه وئیل ډېر ښهٔ دی) اؤ بيا دَ هر اندام وينځلو په وخت دا ووائی ” اَشهَدُ اَن لَّا اِلٰهَ اِلَّا اللهُ وَحدَهُ لَا شَرِيکَ لَهُ وَ اَشهَدُ اَنَّ مُحَمَّدًا عَبدُهُ وَرَسُولَهُ“ دَ فارغ کېدو نه پس دې دا ووائی” اَللّٰهُمَّ اجعَلنِی مِنَ التَّوَّابِينَ وَاجعَلنِی مِنَ المُتَطَهِّرينَ“
هغهٔ دپاره به دَ جنت اتهٔ واړ دروازې لرې شی، چې کومه دروازه ېٔ خوښه وی پهٔ هغې دې جنت ته ننوځی(دَ مرګ نه پس ) اؤ (کهٔ دَ اودس نه پس) فورًا دوه رکعته نفل نمونځ وکړی، قرآن پکښی ولولی (لکه چې لوستی شی خو) ځان ورباندې پوه کړی، (پهٔ غفلت کښې نهٔ وی چې پهٔ دې خبر هم نهٔ شی چې څهٔ ېٔ ولوستل ، بلکې پهٔ حضور قلب سره ېٔ ولولی) اؤ ټول نمونځ دغسې حضور قلب سره وکړی، نو هغه به دَ نمانځهٔ نه وزګارېدو په وخت کښې دَ ټولو ګناهونو نه پاک وی، لکه چې پهٔ دغه ورځ دَ مور نه پيدا شوی وی، اؤ هغهٔ ته به وئیلی شی
چې دَ نوی سر نه عمل شروع کړه، (رواه الحافظ المستغفری وحسنه کذافی احياء السنن) علماؤ وئیلی دی چې دَ ګناهونو نه مطلب واړهٔ ګناهونه دی، ځکه چې غټ ګناهونه بې توب نهٔ معاف کيږی۔
حديث شريف دے، څوک چې پهٔ ما باندې درود ونهٔ وائی دَ هغې سړی اودس پوره نهٔ دے، اؤ پهٔ بل حديث کښی دَ درود دَ وينا وخت دَ اودس نه پس ښیٔلې شوے دے۔ (احياء السنن)
حديث شريف دے۔ کوم مسلمان چې اودس کوی چې مخ ووينځی نو دَ هغهٔ دَ مخ نه دَ اوبو سره هغه ټول ګناهونه لرې شی ، دَ کومو طرف ته چې دَ دهٔ سترګو کتلی وو۔ يا ېٔ فرمائیلی وو دَ آخری قطرې دَ اوبو سره بيا چې دواړه لاسونه (تر څنګلو) ووينځی نو هغه ټول ګناهونه ې لرې شی کوم چې دهٔ پهٔ دواړه لاسونو کړی وی۔ دَ اوبو سره يا ېٔ فرمائیلی دی ، دَ آخری قطرې دَ اوبو سره بيا چې دواړه ښپې ووينځی هغه ټول ګناهونه ې لرې شی کوم چې ېٔ په ښپو کړی وی، تر دې چې دَ ګناهونو نه پاک شی(مسلم) دَ دې ګناهونو نه مراد واړهٔ (صغيره) ګناهونه وی، دَ سترګو ګناه لکه چاته پهٔ بدنظر کتل، دَ لاسونو ګناه لکه چاته پهٔ بد خيال لاس وروړل، دَ ښپو ګناه لکه پهٔ بد نيت چرته تلل۔ دَ اودس دَ دې لويیٔ برکت اؤ ثواب قدر پکار دے اؤ پهٔ صحيح طريقه ېٔ کؤل پکار دی۔
حضرت انسؓ دَ ډېرې لوئے درجې صحابی دے، لس کاله ېٔ دَ حضورﷺ پهٔ خدمت کښې تېر کړی دی، دَ هغهٔ نه روايت دے چې رسول الله ﷺ فرمائیلی دے، اے انس، دَ جنابت نه پهٔ غسل کښې مبالغه کوه(چې په صحيح طريقه وشی اؤ څهٔ ځائې وچ پاتې نهٔ شی) بېشکه تهٔ به دَ غسل خان نه داسې را ووځ چې هېڅ ګناه اؤ خطا به درباندې پاتې نهٔ وی،(دلته هم مراد واړهٔ ګناهونه دی) ما عرض وکړو(دا دَ انسؓ قول دے) يا رسول اللهﷺ، غسل کښې دَ مبالغی څهٔ طريقه ده؟ هغویٔ وفرمائیل چي”دَ ويښتو مونډان ښهٔ لواندهٔ شی اؤ بدن ښهٔ صفا شی(دَ بدن مښل مستحب دی، ځکه چې بغېر دَ مښلو نه يرے ښهٔ نهٔ لرې کيږی) اؤ حضورﷺ وفرمائیل۔ اے زما خوږه بچيه۔ کهٔ طاقت دې وی نو هر وخت پهٔ اودس کښې وسه (هر وخت اودس کښې وسېدل مستحب دی) څوک چې دَ اودس په حالت کښې مړ شو هغه به دَ شهادت (دَ ثواب) درجه مومی(ابويعلٰی)۔
دَ اودس کؤلو طريقه
(۱) اودس کوونکی ته پکار دی چې قبلې ته مخ کړی اؤ پهٔ وچت ځائې باندې کښینی چې څړيکی نهٔ ورځی۔
(۲) اول بِسمِ الله ووائی
(۳) بيا درے ځله تر مړوندونو پورې لاسونه ووينځی
(۴) بيا درے ځله خلهٔ کنګال کړی اؤ مسواک ووهی۔ کهٔ مسواک نهٔ وی نو پهٔ ګوته دې غاښونه صفا کړی۔ کهٔ روژه دار نهٔ وی نو غرغره کؤل هم ښهٔ دی چې حلق ېٔ صفا شی۔ روژه دار ته غرغره نهٔ ده پکار چې اوبهٔ ېٔ دَ حلق نه تېرې نهٔ شی۔
(۵) بيا دې درے ځله پوزې ته پهٔ ښی لاس اوبهٔ واچوی اؤ دَ ګس لاس په (کچه) ګوته دې پوزه صفا کړی۔ کهٔ روژهٔ دار وی نو دَ پوزې دَ نریٔ حصې نه پاس اوبهٔ خيژؤل نهٔ دی پکار۔
(۶) بيا دې درے ځله مخ ووينځی دَ سر دَ يښتو نه د دَ زنې تر لاندې پورې اؤ دَ يو غوږ نه تر بل غوږ پورې اؤ دَ وروځو دَ ويښتو دَ لاندې اوبهٔ رسؤل ضروری وی۔
(۷) بيا درے ځله دې اول ښی لېچه ورپسې ګسه لېچه دَ څنګلو سره ووينځی چې دَ يو ويښتهٔ هومره ځائې هم وچ پاتې نهٔ شی۔ دَ يو لاس ګوتې دې دَ بل لاس ګوتو کښې ننه باسی چې ګروتونو ته هم اوبهٔ ورسی۔ کهٔ ګوتی يا څلی ېٔ پهٔ لاس وی نو دَ هغې خوزؤل پکار دی چې ورلاندې ځائې وچ پاتې نهٔ شی۔
(۸) بيا دې يو ځل پهٔ ټول سر باندې لوند لاس وګرځوی دې ته مسح وائی۔
(۹) بيا دې دَ غوږونو مسح وکړی ۔ پهٔ شهادته ګوته دننه طرف اؤ کټه ګوته بهر طرف ته۔
(۱۰) بيا دې دَ ګوتو دَ شا پهٔ طرف دَ څټ مسح وکړی خو مریٔ ته دې ګوتې نهٔ راولی۔ دَ مریٔ مسح ښهٔ کار نهٔ دے۔ دَ غوږونو دَ مسحې دپاره تازه اوبهٔ اخستل ضروری نهٔ دی۔ دَ سر دَ مسح نه چې څهٔ پاتې شی هغه کافی دی۔ دغسی دَ څټ مسحې ته چې دَ ګوتو پهٔ شا کوم لوند والی پاتې وه هغه کافی دی۔
(۱۱) بيا دې اول ښیٔ ښپه درے ځله دَ ګيټو سره ووينځی اؤ بيا ګسه ښپه۔ دَ ګس لاس پهٔ کچينه ګوته دَ ښپو دَ ګوتو خلال کؤل پکار دی چې ګروتونو ته هم اوبه ورسی اؤ څهٔ ځائې وچ پاتې نهٔ شی۔ خلال دَ ښیٔ ښپې دَ کچے ګوتې نهٔ شروع کؤلی اؤ دَ ګسی ښپې په کچه ګته ختمؤلی شی۔
(۱۲) دا دَ اودس کؤلو پوره طريقه ده ۔ خو پهٔ دې کښې ځنی کارونه داسی دی چې کهٔ هغه پاتی شی يا ورکښې څهٔ نقصان راشی نو اودس به ونهٔ شی داسې کار ته ”فرض“ وائی۔
(۱۳) ځنی کارونه ورکښې داسې دی چې کهٔ هغه پاتې شی نو اودس خو به وشی ولې دَ هغې پهٔ کؤلو کښی ډير ثواب دي او قصدًا ئ پريښول ګُناه ده۔ داسی کار ته”سنت“ وائی۔
(۱۴) ځنی کارونه پهٔ کښې داسې دی چې پرېښو کښې څهٔ ګناه خو نشته لېکن کؤلو کښې ېٔ ډېر ثواب دے داسې کار ته”مستحب“ وائی۔
(۱۵) پهٔ اودس کښې څلور”فرض“ دی۔ (۱) يو ځل ټول مخ وينځل (۲) يو ځل دَ څنګلو سره دواړه لاسونه وينځل (۳) دَ څلورمې حصې مسح کؤل (۴) يو ځل دَ ګيټو سره دواړه ښپی وينځل۔ پهٔ دې کارونو کښې کهٔ يو هم پاتې شی۔ يا دې ځایونو کښی دَ يو ويښتهٔ هومره ځائې وچ پاتې شی نو اودس نهٔ کيږی۔
(۱۶) په اودس کښې دولس کارنه ”سنت “ دی۔ (۱)دَ اودس نيت کؤل (۲) اول تر مړوندونو دواړه لاس وينځل (۳) بِسم الله وئیل (۴) خلهٔ کنګالؤل (۵) پوزې ته اوبهٔ اچَؤل (۶) مسواک کؤل(۷) دَ ټول سر مسح کؤل(۸) هر اندام درے ځله وينځل (۹) دَ غوږونو مسح کؤل(۱۰) دَ لاسونو ښپو دَ ګوتو خلال کؤل(۱۱) اندامونه پهٔ هغه ترتيب وينځل کوم چې مخکښی ذکر شو (۱۲) يو اندام لا وچ نهٔ وی چې بل وينځل (پرله پسې وينځل) دَ دې نه علاوه نور کارونه ټول”مستحب“ دی۔
(۱۷) دَ کومو اندامونو وينځل چې فرض دی۔ کهٔ هغه ووينځلی شی دَ اودس نيت ېٔ وی ، اؤ کهٔ نه” لکه څوک حوض کښې پرېوځی يا باران ته ودريږی“ نو اودس به ېٔ وشی ۔ نمونځ کؤل ورته جائز دی۔ خو دَ اودس ثواب ېٔ ونهٔ شو۔
(۱۸) کهٔ بيان شوی ترتيب نه بل شان څوک اودس وکړی لکه چې وړومبے ښپی ووينځی بيا مخ لاس نو هم به ېٔ اودس وشی۔ خو ثواب به ېٔ کم وی۔ ځکه چې دَ” سنّت“ طريقې نه خلاف دی۔ بلکې دَ ګناه ويره ده۔
(۱۹) دغسې کهٔ وړومبی ګس اندام ووينځی بيا ښیٔ ، نو اودس صحيح دی خو دَ ”سُنّت“ طريقې نه خلاف وی نو ثواب به ېٔ کم وی۔
(۲۰) هر اندام پهٔ داسې طريقه وينځل پکار دی چې وړومبی اندام لا وچ شوی نهٔ وی، دومره وخت لګؤل چې يو اندام وچ شی بيا بل ووينځی دَ سنت نه خلاف دی۔
(۲۱) هر اندام وينځلو کښې مښل پکار دی چې څهٔ ځائې وچ پاتې نهٔ شی۔
(۲۲) دَ نمانځهٔ دَ وخت نه وړومبی دَ اودس تياری ”مستحب“ دی۔
(۲۳) ترڅو پورې چې څهٔ عذر نه وی پهٔ خپل لاس اودس پکار دے۔ پهٔ بل چا دې اوبهٔ نهٔ اچَوی، دَ دنيا څهٔ خبرې دې نهٔ کوی۔ دَ هر اندام پهٔ وينځلو دې بِسم الله وائی، اوبهٔ دې بې اندازې نهٔ خرڅ کوی، هر څومره کهٔ ډيرې وی هم دَ درے ځلو نه زيات دې هېڅ اندام نهٔ وينځی، مخ ته دې پهٔ زوره اوبهٔ نهٔ اچوی، چې بل ته څړيکی ورشی۔ دَ مخ وينځلو وخت کښې دې خلهٔ نه پينچی کوی اؤ نهٔ دې سترګې چغوی ځکه چې وچ ځائې کهٔ پاتې شو، نو اودس به ېٔ ونهٔ شی۔
(۲۴) ګوتی،څلے يا بنګړے کهٔ ازاد وی هم خوزؤل ېٔ مستحب دی، دَ نتے، پيزوان، ميخکی اؤ چارګل هم دا حکم دی، کهٔ آزاد وی نو خوزؤل ېٔ مستحب دی، اؤ کهٔ تنګ وی چې بغير دَ خوزؤلو ورلاندې اوبهٔ نه ځی نو خوزؤل ېٔ واجب دی۔
(۲۵) دَ چا پهٔ نوکونو کښې وړهٔ وچ شوی وی چې ورلاندې اوبهٔ نه شی ننوتې نو دَ هغهٔ اودس نه کيږی، وړهٔ دې لرې کړی، اؤ هغه ځائې ته دې اوبهٔ ورسوی، کهٔ دَ وينځلو نه مخکښې ېٔ نمونځ کړی وی نو هغه دې بيا وکړی۔
(۲۶) کهٔ چا په تندی باندې پهٔ چيړ کناریٔ لګولی وی، اؤ ورباندې اوبهٔ تيرې کړی، چې چيړ لاړ نهٔ شی، نو اودس ېٔ نهٔ کيږی، دَ تندی نه ټول چيړ لرې کؤل ضروری دی۔
(۲۷) دَ اودس نه پس دې اِنَّا اَنزَلنَاهُ سورة اؤ دا دعا وئیل پکار دي۔
اَللّٰهُمَّ اجعَلنِی مِنَ التَّوَّابِينَ وَاجعَلنِی مِنَ المُتَطَهّرِينَ وَاجعَلنِی مِن عِبَادِکَ الصَّالِحِينَ وَاجعَلنِی مِنَ الَّذِينَ لَا خَوفُ عَلَيهِم وَلَا هُم يَحزَنُونَ ۔
ترجمه۔ يه خدايه۔ زما توبه قبوله کړې ما دَ ګناهونو نه پاک کړې۔ اؤ ما په خپلو نيکو بنديانو کښې شمار کړې۔ اؤ ما پهٔ هغه کسانو کښې شمار کړې دَ کومو چې (په دواړو جهانو کښې) څهٔ ويره نشته۔ اؤ نهٔ به (دَ اخرت په ورځ غمژن وی۔
(۲۸) ښهٔ دا ده چې دَ اودس نه پس دوه رکعته نفل نمونځ وکړی، دې ته ”تَحِيَّة الوضوء“ وئیلی شی۔ پهٔ حديثونو کښې دَ دې نمانځهٔ لوئے ثواب بيان شوے دے۔
(۲۹) کهٔ دَ يو نمونځ دپاره چا اودس کړی وی، او اودس ېٔ لا مات شوی نهٔ وی، چې دَ بل نمانځهٔ وخت شی، نو پهٔ دغه اودس بل نمونځ هم کولے شی، خو کهٔ بل اودس وکړی نو ډېر ثواب ېٔ دے۔
(۳۰) چې څوک يو ځل اودس وکړی اؤ دغه اودس ېٔ مات شوی نهٔ وی اؤ نه ېٔ ورباندې څهٔ عبادت کړی وی نو اوس دَ هغهٔ دپاره بل اودس کؤل مکروه دی۔ دَ غسل کؤلو دپاره چې چا وړومبے اودس کړی وی، هغهٔ ته هم پهٔ هغې اودس نمونځ کؤل پکار دی، اؤ کهٔ دوه رکعته نفل ورباندې وکړی نو بيا دویٔم اودس کؤل مستحب دی۔
(۳۱) کهٔ دَ چا لاس ښپی چاودی وی اؤ موم يا روغن يا بل څهٔ دارو ېٔ ورباندې لګؤلی وی، چې لرې کؤلو کښې نقصان وی، نو دَ هغې دپاسه اوبهٔ بيؤل کافی دی۔
(۳۲) کهٔ دَ اودس کؤلو پهٔ وخت کښې څهٔ ځائې وچ پاتې شی اؤ دَ اودس پوره کؤلو نه پس معلوم شی۔ نو پهٔ هغې باندې تش لوند لاس ګرځؤل کافی نهٔ دی۔ اوبهٔ پرې دپاسه بيؤل ضروری دی۔
(۳۳) کهٔ پهٔ څهٔ ځائې باندې دانه يا داسې بل څهٔ زخم وی چې اوبهٔ ورته نقصان رسوی ، نو پهٔ هغې دې اوبهٔ نهٔ اچَوی، تش لوند لاس دې ورباندې وګرځوی، دې ته ”مسح“ وائی۔ کهٔ لوند لاس نقصان رسوی نو هغه ځائې دې وچ پرېږدی، اؤ چاپېره چې تر کومې دَ نقصان خطره نهٔ وی هغه دې ووينځی۔
(۳۴) کهٔ پهٔ دانه يا زخم باندې چا پټیٔ تړلی وی اؤ پټیٔ پرانستو کښې ورته نقصان رسی يا ورته پرانستو کښې تکليف وی، يا ورسره بيا دَ تړلو څوک نه وی نو پهٔ داسې وخت کښې دَ پټیٔ دپاسه مسح کؤل (لوند لاس ګرځؤل) هم جائز دی۔ کهٔ نهٔ وی، نو پټیٔ دې پرانیزی، اؤ پهٔ زخم باندې دې مسح وکړی۔
(۳۵) کهٔ دَ پټیٔ دَ لاندې روغ ځائې هم راغلی وی، نو کهٔ پټیٔ پرانستو کښې تکليف وی، نو دَ ټولی پټیٔ دپاسه دې مسح وکړی، چې کوم ځائې زخم وی هلته اؤ چې کوم ځائې روغ وی هلته هم۔
(۳۶) پهٔ مات هډوکی باندې چې کومې تختۍ (الموړے) تړلی شی دَ هغې هم دا حکم دے۔ کهٔ پرانستو کښې ېٔ څهٔ نقصان نهٔ وی، نو پرانستل ېٔ پکار دی، نور اندام دې ووينځی اؤ پهٔ زخم دې مسح وکړی، اؤ کهٔ نه شی پرانستی نو دَ تختو اؤ پټیٔ دپاسه دې مسح وکړی۔
(۳۷) ښهٔ دا ده چې پهٔ ټوله پټیٔ يا الموړے باندې لوند لاس وګرځوی نو هم به ېٔ مسح صحيح شی، کهٔ دَ نيم نه کم وهٔ نو صحيح نهٔ ده۔
(۳۸) کهٔ دَ زخم نهٔ پټیٔ پرانستی شی يا ترېنه پهه پرېوځی اؤ زخم لا جوړ نهٔ وی نو بيا دې ېٔ ورباندې وتړی، اؤ دوباره مسح کؤلو څهٔ ضرورت نشته۔ اؤ کهٔ ورلاندې زخم جوړ شوے وهٔ، نو اوس دې ېٔ بيا نهٔ تړی ۔ هغه مسح ماته شوه۔ دغه هومره ځائې باندې دې اوبهٔ تېرې کړی، دَ ټول اودس دوباره کؤلو ضرورت نشته۔
(۳۹) دَ درے ځله مخ وينځلو نه پس دَ ږيرې خلال پکار دے خلال دَ درے ځلو نه زيات نهٔ دے پکار، دَ خلال طريقه دا ده چې لوندې ګوتې پهٔ اپوټه لاس دَ زنې دَ لاندې مخې پهٔ ويښتو کښې راننه باسی اؤ دَ ويښتو تر سره ېٔ را ورسوی۔
(۴۰) مخ دَ يو غوږ نه تر بله غوږه وينځل فرض دی، ږيره ېٔ پهٔ مخ وی اؤ کهٔ نه۔
(۴۱) دَ زنې وينځل فرض دی، کهٔ ويښتهٔ ورباندې نهٔ وی يا دومره لږ وی چې څومره ورکښې ښکاری۔
(۴۲) دَ شونډې کومه حصه چې دَ خلې بدؤلو نه پس هم بهر ښکاری۔ دَ هغې وينځل فرض دی۔
(۴۳) دَ ږيرې يا بريتو يا وروځو ويښتهٔ کهٔ دومره ګڼ وی چې څرمن پکښې نهٔ ښکاری ورلاندې څرمن ېٔ وينځل فرض نهٔ دی۔ هغه ويښتهٔ دَ څرمن پهٔ ځائې دی اؤ پهٔ هغې اوبهٔ بيؤل پکار دی۔
(۴۴) وروځې، بريت يا ږيره کهٔ دومره ګڼه وی چې ورباندې څرمن نه ښکاری نو دَ دغې هومرې ويښتو وينځل فرض دی کوم چې دَ مخ دَ حد دننه دی۔ زياتی راويزان ويښتهٔ وينځل فرض نهٔ دی۔
(۳۵) دَ جماعت پهٔ فرش باندې اودس کؤل ښهٔ نهٔ دی۔ البته کهٔ پهٔ داسې طريقه وی چې دَ اودس اوبهٔ دَ جماعت پهٔ فرش نهٔ پرېوځی نو خير دی۔ اکثر خلق پهٔ دې کښې احتياط نهٔ کوی۔
اودس ماتؤنکی کارونه:
۱۔ پهٔ وړو بولو، لويو بولو يا شا طرف نه هوا وتلو باندې اودس ماتيږی، دَ وړاندې طرف نه هوا وتلو باندې لکه چې کله کله پهٔ ناجوړتيا کښې کيږی، اودس نهٔ ماتيږی۔ دَ وړاندې يا وروستو طرف نه څهٔ چينجے يا ګيټے راپرېوتو سره هم اودس نهٔ ماتيږی۔
۲۔ کهٔ دَ چا پهٔ بدن څهٔ زخم وی دَ هغې نه چينجے راپرېوځی۔ يا دَ غوږ نه را ووځی۔ يا دَ زخم نه دَ غوښې ټوکړه پرېوځی خو وينه ورسره را ونهٔ وځی نو اودس ېٔ نهٔ ماتيږی۔
۳۔ کهٔ دَ چا دَ زخم يا دانې يا رګ يا پوزې نه وينه يا زوه وبهيږی نو اودس ېٔ مات شو، کهٔ بهيدلی نهٔ وی صرف دَ زخم په خوله کښې ښکاره شی نو چې تر څو بهېدلی نهٔ وی اودس ېٔ نهٔ ماتيږی، کهٔ چا کښې ستن ننوځی اؤ وينه بهر را ووځی خو بهېدلی نهٔ وی څاڅکی پرې ودريږی نو اودس ېٔ نهٔ ماتيږی، خو کهٔ لږه غوندې وبهېده نو مات به شی۔
۴۔ کهٔ چا پوزه سوڼ کړه اؤ ترېنه دَ وينې وچی ټوټی يا پتری پرېوتل نو اودس پرې نهٔ ماتيږی، اودس هله ماتيږی چې وينه نرمه وی اؤ دَ ځائې نه وبهيږی ، کهٔ چا پوزه کښې ګوته ننوېسته اؤ پهٔ هغې دَ وينی داغ ولګېدو، نو کهٔ دَ بهېدو نهٔ وی پهٔ هغې هم نه ماتيږی۔
۵۔ کهٔ دَ چا پهٔ سترګه کښې دننه دانه وه هغه پهٔ خپله ماته شوه يا ېٔ ماته کړه اؤ وينه دَ سترګې دننه خوره شوه خو بهرته نهٔ وه راوتی اودس نهٔ دې مات، اؤ کهٔ دَ سترګې نه بهرته راوبهېده نو مات به شی هم دغه شان کهٔ دَ غوږ دننه دانه ماته شوه نو څو پورې پهٔ وينه يا زوه داسې ځائې ته نهٔ وه را رسدلې دَ کوم ځائې چې پهٔ اودس يا غسل کښې وينځل ضروری وی نو اودس ېٔ نه ماتيږی۔ اؤ کهٔ داسې ځائې ته راوبهېده نو مات به شی۔
۶۔ کهٔ چا دَ دانې سر وشوکؤلو پهٔ هغې کښې وينه څرګنده شوه خو دَ دانې دَ اندازې نه بهر نه وه راوتې نو اودس نهٔ ماتيږ۔ کهٔ روغ ځائې ته راوبهېده نو مات به شی۔
۷۔ کهٔ پهٔ دانه کښې لوئے غار وی نو کهٔ وينه ډېره هم وی خو چې څو پورې دَ دې غار نه بهر روغ ځائې ته نهٔ وی رابهېدلی اودس نهٔ ماتيږی۔
۸۔ کهٔ دَ دانې نه وينه خپله نهٔ وی راوتی۔ پهٔ زور راوېستی شوی وی نو هم کهٔ وبهېده اودس ېٔ مات شو۔
۹۔ کهٔ دَ زخم نه لږه غوندې وينه را ووته چې بهيږی نه اؤ پهٔ زړوکی ېٔ پاکه کړه، دغسې ېٔ څوک ځله وکړل نو فکر ورته پکار دے۔ کهٔ دا ټوله دومره وه چې کهٔ پاکه شوی نهٔ وی نو بهېدلې به وه ۔ نو اودس مات شو اؤ کهٔ دَ بهېدو نه وه نو نهٔ دې مات۔
۱۰۔ کهٔ پهٔ توکاڼیو کښې وينه راغله نو کهٔ دَ توکاڼیو رنګ زيړ وی چې وينه پرې کمه وی نو اودس ېٔ نهٔ ماتيږی۔ اؤ کهٔ برابر وی يا وينه زياته وی رنګ ېٔ سور وی نو مات به شی۔
۱۱۔ کهٔ پهٔ غاښو ېٔ څهٔ شے پرېکړو اؤ پهٔ هغ دَ وينې څهٔ داغ وهٔ يا ېٔ پهٔ غاښو کښې خلال(ډکے) ووهلو اؤ پهٔ هغې دَ وينې رنګ وهٔ اؤ پهٔ توکاڼیو کښې دَ وينې څهٔ اثر نهٔ ښکارېدو ، نو اودس نهٔ ماتيږی۔
۱۲۔ کهٔ چا ژورے (جونک) ولګؤلی اؤ هغې دومره وينه وڅښله چې کهٔ نيمه ېٔ کړه نو ترېنه به وبهيږی۔ نو اودس ېٔ مات شو۔ اؤ کهٔ لږه وه نو نهٔ ماتيږی۔ دَ ماشی يا کټمل پهٔ چک نهٔ ماتيږی۔
۱۳۔کهٔ پهٔ غوږ کښې ېٔ څهٔ دانه نهٔ معلوميږی هم، داسې اوبهٔ کهٔ داسې ځائې ته راوبهيږی چې پهٔ غسل کښې ېٔ وينځل فرض وی (څومره حصه دَ غوږ چې پهٔ نظر ښکاری) نو اودس ېٔ ماتيږی۔ هم دغسې کهٔ نامهٔ(ناف) نه
اوبهٔ بهيږی هم، دَ خوږو سترګو نه چې اوبهٔ بهيږی دَ هغې هم دا حکم دے۔ کهٔ خوږ نهٔ وی نو هسې پهٔ اوښکو نهٔ ماتيږ۔ (مطلب دا دے چې کهٔ پهٔ سترګو کښې دننه زخم وی څرګند يا کهٔ حکيم ووائی۔ نو پهٔ ہذی اؤبو به اودس ماتيږی، پهٔ هسې اوښکو يا دَ نزلې په اوبو کهٔ دَ خوږو سترګو نه هم بهيږی ، نه ماتيږی۔ حاشيه)
۱۴۔کهٔ دَ چا دَ تی نه اوبهٔ را ووځی اؤ درد ورسره وی، نو هغه پليتی دی، اودس پرې ماتيږی، (ځکه چې درد دَ زخم علامه ده اؤ کهٔ درد ورسره نهٔ وی، نو بيا پرې اودس نه ماتيږی۔
۱۵۔ کهٔ پهٔ قی (چالونو) کښې خوراک، اوبهٔ يا صفراء وی اؤ قی پهٔ ډکه خلهٔ وی، نو اودس پرې ماتيږی، (پهٔ ډکه خلهٔ هغه دی چې پهٔ خلهٔ کښې ېٔ حصارؤلی نهٔ شی) اؤ کهٔ نریٔ بهيدونکی وينه وی۔ نو لږه وی اؤ کهٔ ډېره ، اودس پرې ماتيږی۔ اؤ کهٔ دَ وينی کلکې ټوټې وی نو کهٔ قی په ډکه خلهٔ وی خو ماتيږی اؤ کهٔ نهٔ وی نه ماتيږی۔
۱۶۔کهٔ پهٔ يو ځل زړهٔ يشېدو ېٔ څو ځله لږ قی وکړو، نو کتل پکار دی، چې دا ټول راجمع شی دَ ډکې خلې قی به ترې برابر شی کهٔ نه، کهٔ دَ ډکې خلې برابرېږی نو اودس به مات شی۔ کهٔ نهٔ وی نو نه ماتيږی۔ اؤ کهٔ يو ځل زړهٔ
يشېدو باندې لږ قے وشو بيا ېٔ زړهٔ پهٔ آرام شو، بيا ويشېدو اؤ لږ قے وشو بيا په آرام شو داسې څو ځله وشو نو دا ټول به نهٔ راجمع کيږی اؤ اودس پرې نهٔ ماتيږی۔
۱۷۔کهٔ څوک پهٔ ناستی ناستی ووده شو يا ېٔ څهٔ شی ته تکيه لګولی وه اؤ داسې غافل ووده شو چې کهٔ دا شے لر شی نو پرې به وځی نو اودس ېٔ مات شو۔ اؤ کهٔ دَ نمانځهٔ پهٔ حالت کښې په ناستی يا پهٔ ولاړی يا رکوع يا سجده کښې وودهٔ شو نو نهٔ ماتيږی(ښځه کهٔ دَ سجدې په حالت کښې وودهٔ شوه څنګه چې هغې ته سجده پکار ده ۔ نو اودس به ېٔ مات شی۔ ځکه چې دَ هغې ټول اندامونه په زمکه لګيدلی و، اؤ پهٔ غفلت وودهٔ کېدے شی۔ سړی پهٔ سجده کښې غافل کېدے نهٔ شی)
۱۸۔ کهٔ دَ نمانځهٔ نه بهر هم څوک دَ قعدې پهٔ شکل ناست وی څهٔ ته ېٔ تکيه نهٔ وی لګولی ووده شی نو اودس ېٔ نهٔ ماتيږی۔
۱۹۔کهٔ پهٔ ناستی خوب داسې جوټه ورکړه چې پرېوتو ، نو کهٔ دَ پرېوتو سره پوه شو ، يا ېٔ هسې جوټې خوړې پرېوتی نهٔ وهٔ نو اودس ېٔ نهٔ ماتيږی، اؤ کهٔ دَ اړخ لګېدو نه لږ غوندې پس هم بيدار شی نو اودس ېٔ مات شی۔
۲۰۔ پهٔ بيهوشیٔ اؤ ليونتوب باندې اودس ماتيږی کهٔ لږ غوندې ساعت وی هم، اؤ هم دغه شان کهٔ دَ تمباکو يا بل څهٔ نشیٔ څيز نشه دومره وخيژی چې سړے سم قدم نهٔ شی کښېښوې ښپی ېٔ اخوا دېخوا کيږی۔ اودس به ېٔ مات شی اؤ کهٔ لږ غوندې ېٔ حواس خراب شو خو دَ بېهوشیٔ يا ليونتوب حد ته نهٔ وی رسيدلی اودس ېٔ نهٔ ماتيږی۔
۲۱۔ پهٔ نمانځهٔ کښې دومره پهٔ زوره خندل چې خپله هم واؤری اؤ ورسره خوا کښې چې څوک وی هغه ټول ېٔ هم واؤری، اودس اؤ نمونځ دواړه ماتوی اؤ کهٔ دومره وی چې ورسره خوا کښې خو واؤردې شی خو دویٔم کس ېٔ وانهٔ وری نو نمونځ به ېٔ مات شی اؤ اودس ېٔ نهٔ ماتيږی۔ اؤ کهٔ پهٔ خندا کښې ېٔ صرف غاښونه څرګند شی دَ خلې نه ېٔ آواز ونهٔ وځی نو نهٔ ېٔ نمونځ ماتيږی اؤ نهٔ اودس ۔ کهٔ خنديدونکی نابالغ هلک يا جينۍ وی يا نمونځ دَ جنازې يا سجدهٔ تلاوت وغېره نو پهٔ خندا صرف نمونځ ماتيږی اودس نهٔ ماتيږی۔ اؤ کهٔ نمانځه کښې څوک وودهٔ شو۔ پهٔ خوب کښې ېٔ پهٔ زوره وخندل نو اودس ېٔ نهٔ ماتيږی۔
(نوټ) مسٔله نمبر۔۲۲،۲۳،۲۴، دَ دې برخې پهٔ آخر کښې ص ۱۱۶،۱۱۷ باندې وګوریٔ۔
۲۶۔ کهٔ دَ اودس نه پس چا نوکونه پرېکړل يا ېٔ زخم نه مرداره څرمن وشوکؤله نو پهٔ اودس کښې ېٔ څهٔ نقصان نهٔ راځی، نهٔ ورته دَ اودس کؤلو ضرورت شته اؤ نهٔ دَ هغه ځائې وينځلو۔
۲۷۔ کهٔ دَ اودس نه پس دَ چا ستر څرګند شو۔ يا ېٔ دَ بل چا دَ ستر ځائې وليدو يا ېٔ غسل خانه کښې پهٔ بربنډه اودس وکړو نو اودس ېٔ صحيح دے۔ البته بغير دَ څهٔ خاص ضرورت نه ستر څرګندؤل يا دَ بل چا ستر ته کتل سخته ګناه ده۔
۲۸۔ دَ کوم څيز پهٔ وتلو چې اودس ماتيږی هغه پليت وی، اؤ پهٔ کوم چې اودس نهٔ ماتيږی هغه پليت هم نهٔ وی، نو کهٔ دَ چا دَ زخم نه لږه وينه يا زوه ووته يا چا لږ قے وکړو، چې خوراک ېٔ اوبهٔ يا صفراء وی ورکښی يا دَ ويی کلکی ټوکړې وی، اؤ دا څيزونه دَ چا پهٔ بدن يا جامه باندې ولګی نو وينځل ېٔ ضروری نهٔ دی، اؤ کهٔ پهٔ ډکه خلهٔ قے وی، يا بهيدونکی وينه زوه وی نو هغه پليت دی، وينځل ېٔ ضروری دی، کهٔ دَ ډکې خلې قی نه پس ېٔ پهٔ جام يا لوټه خلهٔ کښېښوه نو هغه لوښې به هم ناپاک شی، پهٔ چونګ کښې اوبهٔ اخستل پکار دی۔
۲۹۔ وړوکی دَ پيو ماشوم هم چې پئ واپس کوی، نو کهٔ پهٔ ډکه خلهٔ وی هغه هم پليت دی، وينځل ېٔ ضروری دی، بې وينځلو پهٔ هغې جامو نمونځ صحيح نهٔ دی، کهٔ لږ وی نو بيا خير دی۔
۳۰۔ کهٔ چا اودس کړی و اؤ دا ورته ياد نهٔ وی چې زما اودس شته کهٔ مات شوے دے، نو تش پهٔ دې شک اودس نهٔ ماتيږی خو کهٔ اودس وکړی نو ښهٔ به وی۔
۳۱۔ کهٔ دَ اودس کؤلو په وخت کښې دَ چا شک شو چې دا اندام میې وينځلی دی کهٔ نه نو هغه ځائې وينځل پکار دی، اؤ کهٔ دَ اودس پوره کؤلو نه پس ېٔ شک شو نو دَ هغې پرواه ساتل نهٔ دی پکار البته کهٔ يقين ېٔ وهٔ چې دا کار مې نهٔ دے کړے نو هغه دې وکړی۔
دَ بې اودسه حکم
۱۔ بې اودسه قران شريف ته لاس وروړل ناروا دی۔ پهٔ داسې زړوکی ېٔ نيؤل پکار دی چې دَ بدن نه جدا وی۔ دَ اغوستی قميص پهٔ لمن يا دَ سر کړی څادر يا لوپټې پهٔ پیسه ېٔ نيؤل جائز نهٔ دی۔ بې اودسه پهٔ يادو قران شريف لوستل يا چې لاس نهٔ وروړی نو دَ پرانستی قران شريف نه لوستل خير دی۔
۲۔ دَ قران شريف يا سپارې کاغذ ته لاس وروړل بې اودسه ناروا دی۔ ليکلی شوی ځائې وی اؤ کهٔ ساده ځائې وی۔ اؤ کهٔ پوره قران شريف يا سپاره نهٔ وی هسې پهٔ ساده کاغذ باندې يو آيت دوه ليکلی شوی وی نو هغې ساده ځائې ته لاس وروړل چې پهٔ آيت نهٔ لګی خير دی۔
۳۔ بې اودسه دَ قران شريف ليکل چې ليکلی شوی ځائې ته نهٔ وروړی خير دی۔ دَ امام محمدﷺ پهٔ مذهب بې اودسه ليکل هم منع دی اؤ احتياط پهٔ دغه کښې دی۔
۴۔ دَ يو آيت نه کم ليکل بې اودسه خير دی۔ کهٔ پهٔ ساده کاغذ ليکلی شی۔ پهٔ قران شريف کښې ليکل جائز نهٔ دی۔
۵۔ نابالغه واړهٔ کهٔ بې اودسه قران شريف ته لاس وروړی خير دی۔
۶۔ دَ قران شريف نه علاوه نورو آسمانی کتابونو لکه تورات، زبور، انجيل، صرف ليکلی ځائې ته لاس وروړل منع دی۔ ساده ځائې ته خير دے۔
دَ معذور حکم
۱۔ کهٔ دَ چا پهٔ پوزه داسې وينه راماته شوه چې ودريږی نه، يا داسې زخم وی چې هر وخت بهيږی يا دَ چا دَ وړو بولو ناجوړتيا وی چې هر وخت ترې ټکی ټکی بهيږی، اؤ دومره وخت نهٔ مومی چې دَ پاکیٔ پهٔ حالت کښې نمونځ وکړی شی، داسې سړی ته ”معذور“ ويلی شی، هغه به دَ هر نمانځهٔ دَ وخت دپاره اودس کوی، اؤ تر څو پورې چې دَ دغې نمانځهٔ وخت و هغه به پهٔ دغه يو اودس باندې فرض نمونځ اؤ نفل ټول کولی شی، پهٔ دغه عادتی بيماریٔ به ېٔ اودس نهٔ ماتيږی، څو پورې چې بل څهٔ وجه دَ اودس ماتېدو نهٔ وی پيدا شوی، چې وخت پوره شی، نو دَ بل نمانځهٔ دَ وخت دپاره به تازه اودس کوی، دا اودس به ېٔ پهٔ دغه خپل عادتی مرض مات شی، بل څهٔ وجه دَ ماتېدو وی اؤ کهٔ نهٔ وی، مثلاً کهٔ دَ يو سړی دَ وړو بولو ناجوړتيا وه دَ نمازديګر دَ نمانځهٔ دپاره ېٔ اودس وکړو، دا اودس به ېٔ تر ماښامه پورې وی، چې نمر پريوځی نو اوس به دَ ماښام دپاره تازه اودس کوی، اؤ کهٔ دَ نمر پرېوتو نه مخکښې ورته بل څهٔ عارض پښ شو نو دَ هغې دَ وجهې نه به پهٔ هغه وخت کښې هم کهٔ بيا ضرورت
وهٔ تازه اودس کوی، اؤ چې وخت پوره شی نو دَ بل وخت دپاره به بيا تازه اودس کوی، اؤ دغه شان دَ هر وخت دپاره ۔
۲۔ کهٔ معذور سړی دَ سحر دَ نمانځهٔ دپاره اودس کړی وی نو دَ نمر راختو نه پس پهٔ دې اودس نور نمونځونه نهٔ شی کولی، بل اودس به کوی، اؤ کهٔ چا دَ نمر راختو نه وروستو دَ اشراق دَ نمانځهٔ دپاره اودس کړی وی، نو پهٔ دې باندې دَ ماسپښين نمونځ کؤلی شی، دَ نمازديګر دَ نمانځهٔ دپاره به بل اودس کوی۔
۳۔ کهٔ دَ چا پهٔ بدن داسې زخم وهٔ چې هر وخت بهېدو، هغهٔ اودس وکړو، دَ د نه پس پرې بيا نوے زخم بل ولګېدو اؤ وينه ترې وبهېده نو اودس ېٔ مات شی۔
۴۔ بنيادم به معذور هله ګڼلی شی، چې پوره يو وخت دَ نمانځهٔ ورباندې داسې تېر شی چې دومره لحظه هم هغه عذر بند نهٔ شی چې څوک ورکښې نمونځ کولی شی، کهٔ چرې دَ نمانځهٔ پهٔ ټول وخت کښې (مثلاً زوال نه دَ نمازديګر دَ نمانځهٔ تر وخته) دومره قدر ته هم دا عذر بند شی چې اودس اؤ نمونځ ورکښې کېدے شی، نو هغهٔ ته معذور نهٔ شی وئیلی اؤ دَ هغهٔ به دا تېر شوی حکمونه نهٔ وی، اؤ کهٔ دَ نمانځهٔ پوره وخت داسې تېر شی چې عذر ورکښې بند نهٔ شی نو دا سړے معذور شو، اوس دَ بل وخت دپاره دا ضرور نهٔ ده چې بيا دې هم پهٔ ټول وخت کښې عذر موندې شی، البته بيا دا ضرور ده چې څهٔ نه څهٔ وخت کښې دې خواه مخواه وی، کهٔ چرې دَ يو نمانځهٔ پوره وخت (مثلاً دَ زوال نه دَ نمازديګر تر نمانځهٔ) ورباندې داسې تېر شی پهٔ دې ټول وخت کښې هغه عذر پيدا نهٔ شی(مثلاً دَ زخم نه وينه لاړه نهٔ شی) نو دَ دهٔ عذر ختم شو، اوس کهٔ ېٔ دَ زخم نه وينه وبهېده نو اودس به ېٔ مات شی۔
۵۔ دَ ماسپښين وخت څهٔ تېر شوی وهٔ چې دَ زخم نه وينه ېٔ بهېدل شروع شو، بندیږی نه نو تر اخره وخته انتظار پکار دے، کهٔ بنده شوه خو ښه کهٔ نهٔ وی نو اودس دې وکړی اؤ نمونځ دې وکړی، بيا کهٔ دَ نمازديګر پهٔ ټول وخت کښې دغسې بهېده نو دَ نمازديګر وخت تېرېدو نه پس به ورباندي دَ ”معذور“ حکم ولګی، اؤ کهٔ دَ نمازديګر دَ وخت دننه بند شی نو بيا معذور نهٔ دے، کهٔ دې مينځ کښې ېٔ پهٔ دغه اودس څهٔ فرض نمونځونه کړی وی، نو هغه دې دوباره وکړی۔
۶۔ معذور سړے کهٔ دَ څهٔ بل څهٔ وجهی نه پهٔ داسې وخت کښی اودس وکړی چې عذر ېٔ (مثلاً وينه) بند وهٔ، بيا هغه جاری شو، نو اوس به بل اودس کوی، اؤ کهٔ تازه اودس ېٔ دَ خپل عذر دَ وجهی نه کړی وی، نو کهٔ دَ اودس پهٔ وخت کښی بند وهٔ بيا جاری شو نو پهٔ دې ېٔ اودس نهٔ ماتيږی۔
۷۔ کهٔ چرې دَ داسې معذور پهٔ جامه دغه وينه ولګی، نو کتل پکار دی، کهٔ دَ نمانځهٔ ختمېدو نه وړومبے ېٔ بيا هم دَ لګېدو ويره وی، نو وينځل ېٔ ضروری نهٔ دی، اؤ کهٔ دومره بنديږی چې نمونځ به پهٔ صفا جامو وکړی شی ،نو کهٔ دَ روپئ برابر يا زيات وی، نو وينځل ېٔ ضروری دی، بې دَ وينځلو ورسره نمونځ روا نهٔ دی۔
دَ غسل احکام
۱۔ غسل کؤونکی ته پکار دی چې وړومبے تر ګيټو پورې لاسونه ووينځی، بيا استنجا وکړی کهٔ هلته پليتی نهٔ و لګیدلی هم استنجا پکار ده، بيا کهٔ بل ځائې پهٔ بدن چرته پليتی لګېدلی وی هغه ووينځی بيا اودس وکړی، کهٔ څوکیٔ يا کاڼې يا داسې ځائې وی چې هلته اوبهٔ نهٔ ودريږی نو ښپې دې هم ووينځی ګنی نو ښپې دې بيا دَ غسل نه پس چې وچ ځائې ته شی ووينځی، دَ اودس نه پس دې درے ځله پهٔ سر اوبهٔ واچَوی، بيا درے ځله پهٔ ښیٔ وږه اؤ درے ځله پهٔ ګسه، پهٔ داسې طريقه چې پهٔ ټول بدن باندې اوبهٔ وبهيږی، اؤ دَ يو ويښته هومره ځائې پهٔ ټول بدن کښې وچ پاتې نهٔ شی، کهٔ چرې اول ېٔ ښپې نهٔ وی وينځلی نو دَ هغه ځائې نه دې وچ ځائې ته راشی اؤ ښپې دې ووينځی۔
۲۔ دَ اوبو اچَؤلو پهٔ وخت کښې ټول بدن پهٔ لاس مښل پکار دی، چې څهٔ ځائې وچ پاتې نهٔ شی۔
۳۔دَ غسل دا طريقه دَ سنّت مطابق ده، پهٔ دې کښې ځنی کارونه فرض دی، چې بغير دَ هغې نه غسل نه صحيح کيږی، ځنی ”سنّت“ دی، چې کؤلو کښې ېٔ ثواب دے اؤ کهٔ پاتې شی نو هم غسل به وشی، بدن به پاک شی خو ښهٔ کار نهٔ دی، فرض ورکښې صرف درے کارونه دی۔
اول۔ خلهٔ کنګالؤل چې دننه ټوله حصه کښې اوبهٔ وګرځی۔
دویٔم۔ پوزې ته اوبهٔ اچؤل چې دَ پوزې نرمه حصه ټوله لونده شی۔
دریٔم۔ ټول بدن باندې اوبهٔ اچؤل چې دَ ويښتهٔ هومره ځائې وچ پاتې نهٔ شی، باقی کارونه سنّت وی۔
۴۔ دَ غسل کؤلو پهٔ وخت کښې دې قبلې طرف ته نهٔ مخ کوی، بې فائدې دې ډېرې اوبهٔ نهٔ بيوی، اونهٔ دې دومره کمې لګوی چې بدن ېٔ وچ پاتې شی۔ غسل د پهٔ داسې ځائې کښې کوی چې څوک ېٔ نهٔ وينی، دَ غسل پهٔ وخت کښې دې خبرې نهٔ کوی دَ غسل نه پس دې پهٔ توليه بدن وچ کړ اؤ جامو اغوستلو کښې ديې بيړه کوی تر دې پورې کهٔ دَ اودس وخت کښې ېٔ ښپې وينځلی نهٔ و نو اول دې جامې واغوندی بيا دې ښپې ووينځی۔
۵۔ کهٔ داسې ځائې وی چې څوک ېٔ نهٔ وينی نو بربنډ لامبل هم جائز دی، پهٔ ولاړی وی کهٔ پهٔ ناستی، دَ غسل خانې چت پټ وی اؤ کهٔ څرګند، لېکن دَ چا دَ کتلو ويره نهٔ وی نو پړده کؤل (دَ نامهٔ نه تر زنګونونو ځان پټؤل) ضروری دی، دا اندام پهٔ هېڅ وخت کښې څرګندؤل جائز نهٔ د،(ښځو ته دَ نورو ښځو نه پرړده کؤل ضروری دی، اکثر ښځې دَ نورو ښځو نه پړده نهٔ کوی، دَ نورو ښځو مخکښې ورته دَ نامهٔ نه تر زنګونه بدن څرګندؤل جائز نهٔ دی، اؤ دَ ذی رحم محرم(دَ چا سره چې نکاح کؤل ناجائز دی) سړیو مخکښې دَ مخ، لاسونو اؤ ښپو نه علاوه نور بدن څرګندؤل جائز نهٔ دی، اؤ دَ غير محرم مخکښې دَ بدن هېڅ حصه څرګندؤل جائز نهٔ دی۔
۶۔ چې پهٔ ټول بدن اوبهٔ وګرځی، خلهٔ کنګاله کړی، اؤ پوزې ته اوبهٔ واچَوی نو غسل وشو، کهٔ دَ غسل نيت ېٔ کړی وی اؤ کهٔ نه، لکه چې پهٔ حوض کښې پرېوځی يا باران ته دَ يخنیٔ پهٔ غرض ودريږی، ټول بدن ېٔ لوند شی، خلې اؤ پوزې ته اوبهٔ واچوی، نو غسل وشو،(دَ غسل پهٔ وخت کښې کلمه وئیل يا پهٔ کلمه اوبهٔ دم کؤل ضروری نهٔ دی، بلکې دَ لامبلو پهٔ وخت کښې کلمه يا بل څهٔ دعا لوستل ښهٔ کار نهٔ دے)۔
۷۔ کهٔ پهٔ بدن کښې دَ ويښتهٔ هومره ځائې هم وچ پاتې شو، نو غسل ېٔ ونهٔ شو، هم دغه شان کهٔ خلې ته يا پوزې ته ېٔ اوبهٔ وانهٔ چؤلی هم ېٔ غسل ونهٔ شو۔
۸۔ کهٔ چاته وروستو ياد شو چې څهٔ ځائې وچ پاتې شوے دے نو چې کوم ځائې وچ پاتی وی هغه دې ووينځی تش لوند لاس ورباندې ګرځؤل کافی نهٔ دی، اوبهٔ وربادندې بيؤل ضروری دی کهٔ خلهٔ کنګال يا پوزې ته اوبهٔ اچَؤل پاتې وی، يا بل څهٔ پاتې وی هغه دې وکړی، دَ دوباره غسل کؤلو حاجت نشته۔
۹۔ کهٔ دَ څهٔ ناجوړتيا پهٔ وجه سر باندې اوبهٔ اچَؤل نقصان ورکوی نو سر دې وچ پرېږدی نور بدن دې ووينځی چې کله جوړ شی نو بيا دې تش سر ووينځی، دَ دوباره غسل کؤلو ضرورت نشته۔
۱۰۔ دَ د برخې پهٔ آخر کښې پهٔ ص ۱۱۷ ليکلی شوی ده۔
۱۱۔ کهٔ دَ سر ويښتهٔ ېٔ قمسیٔ کړی نهٔ وی نو ټول ويښتهٔ لوندؤل اؤ دَ ويښتو ويخونو ته اوبهٔ رسؤل فرض دی، چې يو ويښتهٔ يا دَ يو ويښتهٔ مونډ هم وچ پاتی نهٔ شی، اؤ کهٔ ويښتهٔ ېٔ قمسیٔ کړی وی نو دَ ويښتو لوندؤل معاف دی، صرف دَ ويښتو مونډان لوندؤل ضروری د، خو کهٔ بغير دَ سپړدلو نه دَ ويښتو مونډانو ته اوبهٔ رسېدل ګران وی نو قمسیٔ سپړدل ضروری دی، اؤ بيا به ټول ويښتهٔ اؤ دَ ويښتو مونډان لوندؤل پکار وی، دا حکم دَ ښځو دپاره دے، کهٔ سړی دومره لویٔ ويښتهٔ پرې یٔښی وی چې قمسیٔ کړی ېٔ وی، نو دَ هغهٔ دپاره دَ قمسیٔ سپړدل اؤ ټول ويښتهٔ اؤ دَ ويښتو مونډان لوندؤل ضروری دی۔
۱۲۔ ګُوتی، څلے،نته، والۍ ، پيزوان، ميخکے يا بل څهٔ کهٔ ېٔ اچَؤلی و نو هغه دې ښهٔ وخوزوی چې دَ سوری دننه اوبهٔ ورسی، کهٔ غوږونو يا پوزه کښې سورے وی ، اؤ څهٔ شے ېٔ پکښې اچَؤلی وی البته کهٔ دا څيزونه دومره آزاد وی چې دَ خوزؤلو نه بغير هم اوبهٔ دننه رسېدے شی نو بيا ېٔ خوزؤل فرض دی، خو ”مستحب“ اؤ ښهٔ دی۔
۱۳۔ کهٔ دَ چا پهٔ نوکونو کښی وړهٔ وچ شوی وی، چې ورلاندې اوبهٔ نهٔ شی رسېدے نو غسل ېٔ نهٔ کيږی، چې کله ېٔ ياد شی يا ېٔ ووينی نو هغه دې لرې کړی اؤ هغې ځائې ته دې اوبهٔ ورسوی، کهٔ دَ دې نه ېٔ مخکښې څهٔ نمونځونه کړی وی نو هغه دې بيا وکړی۔
۱۴۔ کهٔ لاس ښپی دَ چا چاودی وی اؤ پهٔ هغې کښې ېٔ موم يا وائسلين لګؤلی وی نو دَ هغې دپاسه اوبهٔ تېرؤل کافی دی۔
۱۵۔ دَ غوږ څرګندې حصې ته تر څومره چې په نظر راځی، اؤ دَ نامهٔ سوری کښې هم اوبهٔ رسؤل ضروری دی، کهٔ وچ پاتی شو نو غسل ېٔ نهٔ کيږی۔
۱۶۔ کهٔ دَ غسل پهٔ وخت کښې ېٔ خلهٔ کنګال کړی نهٔ وی، خو اوبهٔ ېٔ پهٔ ډکه خلهٔ څښلی وی، چې ټوله خلهٔ کښې اوبهٔ ګرځېدلی وی نو هم غسل به ېٔ وشی، ځکه چې مطلب ټولې خلې ته اوبهٔ رسؤل دی، اؤ کهٔ داسې ېٔ څښلی وی چې ټوله خلهٔ کښې اوبهٔ نهٔ وی ګرځیدلی، نو بيا ورته ټوله خلهٔ کنګالؤل ضروری دی۔
۱۷۔ کهٔ پهٔ لاسو، ښپو يا نور بدن يا ويښتو باندې تيل لګېدلی وی چې اوبهٔ پرې خوئيږی اؤ ودريږی نه، نو دَ دې څهٔ حرج نشته چې پهٔ ټول بدن اوبهٔ واچَوی نو غسل ېٔ وشو۔
۱۸۔ کهٔ پهٔ غاښونو کښې ېٔ نيله نښتی وی دَ هغې ويستل ضروری دی ، کهٔ دَ هغې دَ وجهې نه څهٔ ځائې وچ پاتې شی نو غسل به ونه شی۔
۱۹۔ کهٔ چا پهٔ تندی يا مخ باندې پهٔ چيړ(سريښ) کناریٔ لګولی وی يا ېٔ پهٔ ويښتو چيړ يا سريښناک تيل لګؤلی وی، چې دَ هغې دَ وجهې نه لاندې ځائې ته اوبهٔ نهٔ رسی، نو دا چيړ لرې کؤل ضروری دی، کهٔ دَ پاڅه پرې اوبهٔ وبيوی، نو غسل به ونهٔ شی۔
۲۰۔ کهٔ پهٔ شونډو باندې ېٔ مسّی(لپ سټک) لګؤلی وی، دَ هغې لرې کؤل هم ضروری دی۔
۲۱۔ کهٔ دَ چا سترګې خوږ وی ، چڼ يا شے ترېنه را ووځی، اؤ دَ سترګو په ګټ کښې داسې وچی شوی وی چې اوبهٔ ترې لاندې نهٔ رسی ، نو دَ هغې لرې کؤل هم ضروری دی، نهٔ ېٔ غسل کيږی اؤ نهٔ اودس۔
غسل کله فرض کيږی اؤ کله واجب دے؟
دا بيان دَ دې برخې پهٔ اخر کښې دَ ص۱۱۷ نهٔ تر ص۱۲۶ پورې وګوریٔ۔
غسل کله سنّت دے؟
۱۔ دَ جمعی پهٔ ورځ دَ سحر دَ نمانځهٔ نه پس دَ جمعی دَ نمانځهٔ تر وخته پهٔ چا باندې چې دَ جمعی نمونځ فرض دی هغهٔ ته غسل کؤل سنّت دی۔
۲۔ دَ اخترونو پهٔ ورځ دَ سحر دَ نمانځهٔ نه پس دَ اخترونو دَ نمانځهٔ تر وخته پهٔ چا باندې چې دَ اختر نمونځ واجب دی هغهٔ ته غسل کؤل سنّت دی۔
۳۔ دَ حج يا عمرې احرام تړلو دپاره غسل کؤل سنّت دی۔
۴۔ حج کوونکی ته دَ عرفې پهٔ ورځ دَ زوال نه پس غسل کؤل سنّت دی۔
غسل کله مستحب دی؟
۱۔ کهٔ دَ حدثِ اکبر(لوئے پليتیٔ) نه پاک وی نو اسلام راوړلو دپاره نو مسلم ته غسل مستحب دی۔
۲۔ هلک يا جينۍ چې دَ پنځلسو(۱۵) کالو شی دَ ځوانیٔ څه علامه ورکښې نه وی څرګنده شوی، هم غسل کؤل ورته مستحب دی۔
۳۔ دَ ښکر لګؤلو نه پس اؤ دَ بيهوشیٔ يا جنون نه پهٔ هوش کېدو نه پس غسل مستحب دی۔
۴۔ دَ مړی دَ لامبؤلو نه پس مړی لامبوونکی ته۔
۵۔ دَ شب برات يعنی شعبان په پنځلسمه شپه۔
۶۔ دَ ليلة القدر پهٔ شپو کښې چا چې ليلة القدر ليدلی وی۔
۷۔ دَ مدينې منّورې ښار ته دَ ننوتلو دپاره۔
۸۔ دَ لوئے اختر دَ لسم تاريخ پهٔ سحر دَ نمانځهٔ نه پس مزدلفه کښې حصارېدلو دپاره۔
۹۔ دَ طواف زيارت دپاره ۔
۱۰۔ پهٔ جمرو باندې کاڼیو ويشتو دپاره۔
۱۱۔ دَ کسؔوف، خسؔوف، اؤ استؔسقاء دَ نمونځونو دپاره۔
۱۲۔ دَ خوف اؤ مصيبت دَ نمونځونو دپاره۔
۱۳۔ دَ څهٔ ګناه نه توبه ویستلو دپاره ۔
۱۴۔ دَ سفر نه راتللو نه پس چې کورته را ورسی۔
۱۵۔ عامو جمعو، اؤ جلسو ته دَ تللو دپاره۔
۱۶۔ دَ نوؤ جامو اغوستلو پهٔ وخت کښې۔
۱۷۔ څوک چې پهانسی کؤلی شی پهٔ هغه وخت کښې۔
دَ غسل يا اودس دپاره څنګه اوبهٔ پکار دی؟
۱۔ دَ باران پهٔ اوبو، دَ چينې، خوړ، درياب، کوهی، اؤ تالاب پهٔ اوبو اودس اؤ غسل کؤل صحيح دی، تروې اوبهٔ وی اؤ کهٔ خوږې۔
۲۔ دَ ميوې يا دَ ونو دَ پاڼیو نه ويستی شوی اوبو باندې غسل يا اودس صحيح نهٔ دی، دَ هندوانې يا ګنی پهٔ رس باندې هم نهٔ کيږی۔
۳۔ کهٔ پهٔ اوبو کښې څهٔ شے ګډ شی۔ يا اور کښې څهٔ شے پوخ شی چې خلق ورته بيا اوبهٔ نهٔ وائی لکه شيره ، ښوروا، سرکه، شربت، عرق وغېره شو۔ نو په دې هم غسل يا اودس نهٔ کيږی۔
۴۔ کهٔ پهٔ اوبو کښې څهٔ پاک شے ګډ شی چې دَ اوبو رنګ يا بویٔ يا خوند بدل کړی خو ټينګی شوی نهٔ وی، اؤ نهٔ ورکښې هغه شے پوخ کړې شوی وی، لکه پهٔ روانو اوبو کښې چې شګه بهيږی يا پهٔ اوبو کښې صابون يا څهٔ رنګ ګډ شی۔ چې رنګ ورکښې ډېر نهٔ وی، نو پهٔ داسې اوبو غسل اؤ اودس دواړه جائز دی۔
۵۔کهٔ پهٔ اوبو کښې څهٔ څيز پوخ کړې شو چې دَ هغې پهٔ وجه ېٔ رنګ يا بویٔ يا خوند بدل شو نو پهٔ هغې غسل یا اودس صحيح نهٔ دی۔ البته کهٔ دا شے په اوبو کښې دَ صفايیٔ دپاره اچَؤلی شوی وی نو خير دے۔ لکه دَ مړی دَ لامبلو دپاره چې پهٔ اوبو کښې دَ بيرې پاڼې يشوی، خو کهٔ پاڼې ورکښې دومره واچؤلی شی چې اوبهٔ ټينګی کړی نو بيا جائز نهٔ دی۔
۶۔ کهٔ جامو ته رنګ ورکؤلو دپاره زعفران يا رنګ اوبهٔ کړی نو پهٔ هغې غسل يا اودس جائز نهٔ دی۔
۷۔ کهٔ پهٔ اوبو کښې پئ ګډ شی کهٔ لږ وی نو خير دی اؤ کهٔ ډېر وی چې دَ پیٔو رنګ ورکښې څرګند شی نو بيا ورباندې غسل يا اودس جائز نهٔ دی۔
۸۔ کهٔ پهٔ ځنګل کښې چرته اوبهٔ پرتې وی نو څو پورې چې ېٔ دَ پليتیٔ يقين نهٔ وی شوی، پهٔ هغې اودس جائز دی، صرف پهٔ دې شک ېٔ پرېښؤل نهٔ دی پکار چې پليتې به وی کهٔ پهٔ داسې وخت کښې چا تيمّم وکړو نو جائز نهٔ دی۔
۹۔ کهٔ پهٔ کوهی کښې دَ ونو پاڼې دومره پرېوځی چې رنګ يا مزه يا بویٔ ېٔ بدل شی هم تر څو پورې چې اوبهٔ ټينګی شوی نهٔ وی اودس پرې جائز دی۔
۱۰۔ پهٔ کومو اوبو کښې چې څهٔ پرېوځی لږه وی کهٔ ډېره پهٔ هغې اوبو اودس يا غسل ناروا دی خو کهٔ هغه اوبهٔ بهېدونکی وی نو چې تر څو پورې ېٔ رنګ يا خوند يا بویٔ بدل شوی نهٔ وی، نو خير دی کهٔ دَ څهٔ پليتیٔ دَ وجهې نه دَ روانو اوبو رنګ يا خوند يا بویٔ بدل شی نو دا روانې اوبهٔ هم پليتې شوې۔ روانې اوبهٔ هغه دی چې واښهٔ يا دَ ونې پاڼه ځان سره بيؤلی شی۔ کهٔ ډېره ورو ورو وی هم۔
۱۱۔ لوئے حوض چې لس(۱۰) لاسه ووږد اؤ لس(۱۰) لاسه پلن وی۔ اؤ دومره غرق وی چې پهٔ چونګ کښې اوبهٔ راخستو سره ېٔ زمکه نهٔ ښکاری نو داسې حوض دَ روانو اوبو پهٔ شان دی، تر څو پورې چې دَ پليتیٔ دَ وجهې نه دَ اوبو رنګ يا خوند يا بویٔ نهٔ وی بدل شوی نهٔ پليتيږی پهٔ داسې حوض کښې کهٔ داسې پليتی پرېوځی چې ښکاره نه ، لکه شراب، يا واړهٔ بول وغېره نو پهٔ هر طرف ېٔ اودس کولی شی۔ اؤ کهٔ داسې پليتی وی چې پهٔ نظر ښکاری، لکه مرداره پکښې پرته وی نو چې پهٔ کومه غاړه باندې هغه پرته وی پهٔ هغې طرف دې نهٔ کوی۔ پهٔ نورو ټولو غاړو کؤلی شی۔
۱۲۔ حوض کهٔ شل(۲۰) لاسه ووږد اؤ پنځهٔ(۵) لاسه پلن يا پنځهٔ ويشت(۲۵) لاسه ووږد اؤ څلور(۴) لاسه پلن وی خو چې مربع ېٔ سل(۱۰۰) جوړيږی نو هغه لوئے حوض دے۔
۱۳۔ کهٔ پهٔ چت باندې پليتی پرته وی باران وشی اؤ پرناله وبهيږی نو کهٔ دَ چت زياته حصه باندې پليتی وی نو اوبهٔ پليتی دی۔ اؤ کهٔ دَ نيمې نه کم باندې پليتی وی نو اوبهٔ پاکې دی۔ اؤ کهٔ پليتی دَ پارنالې پهٔ خلهٔ کښې پرته وی چې ټولې اوبهٔ ورباندې راتيريږی نو دا اوبهٔ پليتی دی۔
۱۴۔ کهٔ اوبهٔ ورو ورو بهيږی نو اودس دې ژر ژر نهٔ کوی ځکه چې دَ بدن نه پرېوتی استعمال شے اوبهٔ بيا را وانخلی۔
۱۵۔ پهٔ لوئے حوض کښې چې کوم ځائے دَ بدن نه اوبهٔ پرېوځی کهٔ دَ هغې ځائے نه بيا را واخلی هم خير دی۔
۱۶۔کهٔ يو کافر يا وړوکے بچې پهٔ اوبو کښې لاس ووهلو نو اوبهٔ نهٔ پليتيږی۔ څو پورې چې دا معلومه نهٔ وی چې پهٔ لاس باندې ېٔ څهٔ پليتی وه۔ لېکن دَ وړو څهٔ اعتبار نشته۔ پکار دا ده چې نورې اوبهٔ وی نو پهٔ داسې اوبو دې اودس نهٔ کوی۔
۱۷۔داسې شے چې بهېدونکی وينه پکښې نهٔ وی۔ کهٔ پهٔ اوبو کښې مړ شی يا مړ شوی اوبو ته پرېوځی نو اوبهٔ نهٔ پليتيږی۔ لکه ماشے، مچ، مچۍ، ډنډاره، لړم يا نور څهٔ داسې۔
۱۸۔ کوم څيزونه چې اوبو کښې پيدا کيږی اؤ پهٔ اوبو کښې وسی هغه کهٔ اوبو کښې مړ شی نو اوبهٔ نهٔ پليتيږی لکه مهے ، چيندخه، کونی کبر(سرطان) وغېره، دَ اوبو نه سوا بل پاک څيز کښې کهٔ مړ شی لکه سرکه، شربت، يا بل څهٔ، نو هغه هم نهٔ پليتيږی، دَ وچې اؤ دَ اوبو دَ چيندخې يو حکم دے خو کهٔ دَ وچې پهٔ چيندخ کښې وينه وه نو پهٔ هغې به پليتيږی۔ دَ اوبو دَ چيندخ پهٔ پنجه کښې جالۍ وی، اؤ دَ وچې دَ چيندخ پهٔ پنجه کښې جالۍ نهٔ وی۔
۱۹۔ کوم څيزونه چې اوبو کښې وسی خو پيدائش ېٔ پهٔ اوبو کښې نهٔ وی۔ دَ هغې پهٔ مرګ اوبهٔ پليتيږی لکه مرغابۍ، بطه، يا بل داسې۔
۲۰۔ مهے، چيندخه يا بل څهٔ دَ اوبو شے کهٔ اوبو کښې مړ شی، سخا شی اؤ ذرې ذرې شی هم اوبهٔ نهٔ پليتيږی خو داسې اوبه څښل ښهٔ نهٔ دی۔ دَ ناجوړتيا ويره ده پکښې غسل يا اودس ورباندې کؤلی شی۔
۲۱۔ کومې اوبهٔ چې پهٔ نمر ګرمې شوی وی، پهٔ هغې اودس ښه نهٔ دی ، دَ برګی مرض دَ لګېدو خطره ده پکښې۔
۲۲۔ دَ مردار ځناور څرمن چې پهٔ نمر وچه شی يا پهٔ دارو داسې پخه شی چې ډېره موده کښېښو باندې نهٔ خرابيږی اؤ نهٔ سخا کيږی نو هغه پاکه شی۔ نمونځ ورباندې روا دی اؤ مشک ترېنه هم جوړؤلی شی۔ لېکن دَ خنزير څرمن پهٔ هېڅ شکل نه پاکيږی۔ اؤ دَ بنيادم دَ څرمنې نه څهٔ کار اخستل جائز نهٔ دی۔
۲۳۔ دَ سپی ، پيشو، زمری وغېره څرمن څنګه چې پهٔ وچېدو پاکيږی دغسې کهٔ دغه ځناور پهٔ بسم الله حلال شی نو هم پاکه شی۔ وچه وی اؤ کهٔ لونده خو غوښه ېٔ نهٔ پاکيږی اؤ نهٔ ېٔ خوراک روا کيږی۔
۲۴۔دَ مردارې ويښتهٔ، هډوکی، ښکر ، اؤ غاښونه پاک دی۔ کهٔ پهٔ اوبو کښې پرېوځی اؤ دَ مردارې غوړ ورباندې نهٔ وی نو اوبهٔ نهٔ پليتيږی خو کهٔ دَ مردارې غوړ پرې لګېدلی وی نو هغه پليت دی پهٔ دې وجه به اوبهٔ پليتی شی۔
۲۵۔ دَ بنيادم هډوکی اؤ ويښتهٔ هم پليت دی، خو دَ هغې نه څهٔ کار اخستل جائز نهٔ دی۔ پهٔ عزت سره ېٔ ښخؤل پکار دی۔
دَ کوهی پاکؤل
۱۔ کهٔ پهٔ کوهی کښې څهٔ پليتی لکه بول، وينه يا بل داسې شے پرېوځی نو کوهے پليت شی۔ پليت شے لږ وی اؤ کهٔ ډېر دَ کوهی ټولې اوبهٔ ويستل ضروری دی۔ دَ ټولو اوبو ويستلو مطلب دا دے چې دومره لږې اوبهٔ ورکښې پاتی شی۔ چې بوقه ترېنه ډکيږی۔ چې اوبهٔ خلاصې شی نو کوهے، دَ کوهی رسیٔ، بوقه، ديوالونه ټول پهٔ خپله پاک شی۔ دَ دې څيزونو دَ وينځلو ضرورت بيا نشته۔
۲۔ کهٔ پهٔ کوهی کښې دَ کونترې، چنچړې يا بل څهٔ حلال مارغهٔ بول پرېوځی نو کوهے نهٔ پليتيږی۔ خو دَ چرګې، مرغابیٔ اؤ بطې پهٔ بولو پليتيږی۔ ټولې اوبهٔ ېٔ ويستل پکار دی۔
۳۔ دَ سپی ، پيشو، غوا، بزې، يا نورو ځناورو پهٔ بولو اؤ متيازو باندې هم کوهے پليتيږی اؤ ټولې اوبهٔ ويستل ضروری دی۔
۴۔ کهٔ بنيادم ، بزه، سپے يا دَ دې برابر بل څهٔ ځناور کوهی کښې پرېوځی مړ شی يا مړ ورکښې پرېوځی نو ټولې اوبهٔ ېٔ ويستل ضروری دی۔
۵۔ کهٔ څهٔ ځناور کوهی کښې پرېوځی اؤ وپړسيږی يا وروست شی نو وړوکے وی که غټ دَ کوهی ټولې اوبهٔ به ويستی شی۔
۶۔ کهٔ پهٔ کوهی کښې چنچنړه يا منږک مړ شی خو پړسېدلی يا وروست شوی نهٔ وی نو شل دیرش بوقې راويستل پکار دی۔
۷۔ دَ غټ کربوړی هم دغه حکم دے۔
۸۔ کهٔ کونتره يا چرګه يا پيشو يا دَ دې هومره بل څهٔ شے کوهی ته پرېوځی مړ شی خو پړسېدلی يا وروست شوی نهٔ وی، نو څلويښت بوقې ويستل کافی دی۔ کهٔ شپيتهٔ وباسی نو ښې دی۔ پهٔ پورتنو ټولو حالتونو کښې دَ مردارې ويستل وړومبے ضروری دی۔ کهٔ مرداره پهٔ کوهی کښې پرته وه اؤ اوبهٔ ېٔ وويستې نو دَ مردارې دَ راويستو نه پس به بيا هغه هومره اوبهٔ نورې وباسی۔
۹۔ کومه بوقه چې اکثر پهٔ کوهی پرته وی هم دَ هغې پهٔ حساب به اوبهٔ ويستی شی۔ کهٔ څوک ېٔ پهٔ ډېره لويه بوقه وباسی۔ چې دَ کوهی عامې بوقې ورکښې درے څلور راځی نو دَ کوهی دَ بوقو حساب لګؤل پکار دی۔ لکه شل بوقی ويستل وی۔ نو داسې لوے بوقی به څلور يا پنځهٔ کافی شی(کهٔ دَ کوهی خپله خاصه بوقه نهٔ وی نو درميانه بوقه به حسابيږی۔ درميانه بوقه کښې کچه دری نيم سيره اوبهٔ راځی۔ مترجم)
۱۰۔کهٔ دَ ټولو اوبو ويستلو ضرورت وی، اؤ هغه کُوهی چينه دار وی ، چې ټولې اوبهٔ خلاصؤل ئ ممکن نهٔ وی، چې څومره وباسی دومره ورکښی نورې را ووځی، نو اندازه دې ولګوی چې پهٔ هغه وخت ورکښې څومره بوقی اوبهٔ وی هغه هومره دې ترېنه وباسی۔ دَ اندازې لګؤلو طريقه دا ده: ۱۔ دوه هوښيار ديندار سړی چې دَ کوهيانو په حساب پوهيږی، تخمينه ولګوی چې دومره اوبهٔ ورکښې دی۔ ۲۔ رسۍ ورکښې واچوی اوبهٔ معلومې کړی چې څو ګزه دی۔ مثلاً پنځهٔ وی نو پهٔ يو مخ دې ترېنه سل بوقی را وباسی بيا دې وګوری چې څومره کم شو۔ فرض کړه چې يو ګز کم شو، نو پنځهٔ سوه بوقی دې ترېنه وباسی۔ ۳۔ کهٔ دا دواړه کارونه ګران وی نو درے سوه بوقې دې ترېنه وباسی۔(ځکه چې اکثرو کوهيانو کښې دَ دې نه زياتی اوبهٔ نه وی)
۱۱۔کهٔ دَ کوهی نه څهٔ مړ څيز راووتو دا پته نهٔ وی چې کله پرېوتی دی نو کهٔ پړسېدلی يا وروست شوی نهٔ وی نو پهٔ دې اوبو چې چا اودسونه کړی وی۔ دَ يوې شپې ورځې نمونځونه دې دوباره وګوزاری۔ اؤ کهٔ دَ يوې شپې ورځې پهٔ دې وخت کښې ېٔ پهٔ دې اوبو جامې وينځلی وی هغه دې هم بيا ووينځی اؤ کهٔ پړسېدلی يا وروست وی، نو دَ درے ورځو درے شپو نمونځونه دې دوباره کړی۔ اؤ په دې مينځ کښې ېٔ کهٔ جامې وينځلی وی ۔ هغه دې هم بيا وينځی احتياط پهٔ دې کښې دی۔ بعضې عالمانو دا حکم کړے دے چې دَ کوم وخت نه پليتی معلومه شو دَ هغې وخت نه به دَ ناپاکیٔ حکم لګی۔ کهٔ چا پهٔ دے حکم عمل وکړو هم جائز دی۔ خو اول ښهٔ دی۔
۱۲۔ کهٔ پهٔ يو سړی لامبل فرض وو۔ هغهٔ دَ بوقی راويستلو يا دَ بل څه دپاره کوهی ته کوز شو نو کهٔ بدن يا جامو باندې ېٔ څهٔ ظاهری پليتی نهٔ وی نو کوهی نهٔ پليتيږی۔ هم دغسې کهٔ کافر کوهی ته کوز شی اؤ پهٔ جامو يا بدن ېٔ څهٔ ظاهري پليتی نهٔ وی۔ نو کوهې نهٔ پليتيږی ۔ کهٔ څهٔ ظاهری پليتی ېٔ پهٔ بدن يا جامو لګېدلی و نو کوهې به پليت شی۔ اؤ ټولې اوبهٔ ويستل ضروری دی کهٔ چرې شک وی چې جامه به ېٔ ناپاکه وی نو تش پهٔ شک باندې کوهې نهٔ پليتيږی۔ بيا هم کهٔ دَ شک لرې کؤلو پاره شل ديرش بوقې ترې وباسی نو ښی دی۔
۱۳۔ کهٔ پيشو پهٔ خلهٔ کښې منږک ونيوؤ اؤ په غاښونو ېٔ زخمی شو، دَ پيشو نه خلاص شو اؤ هم دغسې زخمی کوهی ته پرېوتو نو ټولې اوبهٔ ويستل ضروری دی۔ دَ منږک پهٔ سبب نه بلکې دَ هغه وينې پهٔ وجه چې دَ منږک نه بهيدلې ده۔ هم دغسې هر يو ځناورچې زخمی وی وړوکی وی اؤ کهٔ لوئے ټولې اوبهٔ به ويستی شی۔
۱۴۔ دَ خنزير نه سيوا کهٔ بل ځناور کوهی ته پرېوتو ا ژوندې راووتو اؤ پهٔ بدن ېٔ څهٔ پليتی ظاهر نهٔ وه، نو کوهے نهٔ پليتيږی(څو پورې چې دا يقين نهٔ وی شوے چې دی ځناور نه به ورکښې بول متيازے لاړ وی)۔
۱۵۔ کهٔ منږک دَ پاخانې نه راووتو اؤ دغسې دَ پليتیٔ نه ډک کوهی ته پرېوتو نو مړ وی کهٔ ژوندے ټولې اوبهٔ ويستل ضروری دی۔
۱۶۔ دَ منږک پريکړ شوے لکۍ يا دَ کربوړی لکۍ کهٔ کوهی ته پرېوځی نو ټولې اوبهٔ ويستل ضروری دی(ځکه چې پرېکړے لکۍ پورې وينه لګېدلے وی)۔
۱۷۔ دَ کوم څيز پهٔ پرېوتو چې کوهے پليتيږ کهٔ هغه څيز سره دَ کوششه راونهٔ ووځی۔ نو کتل پکار دی چې دا څيز دَ کوم قسم نه دی۔ کهٔ داس شے وی چې خپله پليت نهٔ وی څهٔ پليتی ورباند لګدلے وی۔ لکه ناپاکه جامه يا ناپاک پيزار، نو دَ هغې راويستل معاف د۔ اوبهٔ دې وباسی کوهے به پاک شی۔ اؤ کهٔ هغه شے خپله پليت وی۔ لکه مرداره نو څو پورې چې دا يقين نهٔ وی شوے چې هغه شے به اوس وروست شوی وی۔ او خاؤرو سره به خاؤرې شوی وی نو کوهے نهٔ شی پاکيدے کله چې دا يقين وشی نو ټولې اوبهٔ دې وباسی کوهے به پاک شی۔
۱۸۔ څومره اوبهٔ چې وېستل پکار وی، ښهٔ دا ده چې پهٔ يو ځل وويستی شی اؤ کهٔ پهٔ واره واره لږے لږے وباسی نو هم به کوهے پاک شی۔
دَ جوټې حکم: