تقريظ دَ حاجي عبدالمنان مدظله


نحمدہ و نصلی علی رسولہ الکریم۔اما بعد۔فاعوذ باللہ من الشیطٰن الرجیم۔ بسم اللہ الرحمٰن الرحیم۔و الذین آمنوا اشد حبا للہ ۔

پهٔ دې کښې الله تعالیٰ دَ مؤمنانو دَ يو خاص صفت ذکر کړے دے ۔هغه دا چې دَ مؤمنانو دَ الله تعالیٰ سره ډېر زيات محبت وي۔دَ الله پاک حق اؤ محبت کهٔ پهٔ يو لفظ کښې بيان کول وي نو دې ته عشق وئيلے شي۔يعني دَ الله تعالیٰ سره دَ هغهٔ دَ رسول سره دومره محبت شي چې دَ خپل ځان نه ، دَ اولاد نه ، دَ والدين نه بلکې دَ هر چا نه زيات وي۔دغه مقصود دے دَ اسلام،چې دومره زيات محبت وي۔اؤ دَ حج سفر خو دے دَ عشق سفر۔حج يو تکميلي رکن دے۔حضور ﷺ دَ ټولو مرحلو نه چې صحابه کرام تېر کړل نو دَدې آخري رکن حج پهٔ ذريعه یٔی دَ عشق کمال ته دَدوی رسولو نه پس دَدې دنيا نه سفر وکړو۔

زمونږه خوږ دوست چې دَ خپلې سلسلې ډېر خدمت کوي، يعني برادر شبير احمد سلمه الله تعالیٰ ۔الله تعالیٰ دې دَدوی عمر کښې برکت واچوي اؤ زمونږ دَ اکابرو تعليماتو اشاعت دَ پاره چې عين دَ عشق تعليمات دي دَ نورو خورولو ذريعه ؤګرځۍ۔ دوئي پهٔ ښه محبت سره خپل کتاب شاهرهِ محبت کښې دَدې سفر داستان پهٔ نثر اؤ شعر کښې قلمبند کړو۔دَ سفر دَ شروع نه واخلې تر مدينې منورې سفره پورې۔ماشاء الله دَدې پهٔ لوستو يو خاص کيفيت محسوسيږي۔دَ نثر سره سره،شعر و شاعرۍ سره دَ عاشقانو خاص مناسبت وي۔دَ داسې عاشقانو د پاره الحمد لله ډېر مفيد دے۔دَ زړۂ نه دعا کوم چې الله تعالیٰ دې کتاب ته قبوليت عام و تام ورکړي۔

وآخر دعوانا أن الحمد لله رب العالمين۔


عبد المنان عفی عنہ

مقام ابو حنیفہ۔مسجد حرم مکہ مکرمہ

بمطابق ۱۵ نومبر ۲۰۱۲

۳۰ ذی الحج۔۱۴۳۳ ھ