دعا اور دوا


دَخدائی شکر چې مې پوندې ارام وکړو

دَ علاج مو چې دَدې کله پام وکړو


دعاګو شو مسبب مونږ سره مل شو

دَ سبب مو دَ دوا انتطام وکړو


دا اسباب دي احکامات تکويني ټول

ځکه مونږ متابعت دَ نظام وکړو


دعا هم پکښې سببِ باطني وي

دې دپاره ئې دَ فادعوني کلام وکړو


غوښتل غواړي ترې بيا ولې ونهٔ غواړو

شبير ځکه دَ دعا التزام وکړو