مجاز اؤ حقيقت


تسلۍ ته مو دَ زړۂ دغه کعبه ده ګني مونږه خوهغه وته سجدې کؤو

دا يو کور دے چې پرې خاصه تجلي ده ورته ګورو مونږه هم پهٔ دې مزې کؤو


هغه ذات مو دے بالا دَتصور نه دغه کور ئې مونږ دَ پاره ښائسته کړے

دې کعبې نه مونږ چکرې وهو ځکه دَ وصال مونږه اسره پهٔ دې کعبې کؤو


دَ هغهٔ ليدل دَ مرګ نه پس ممکن دي دغه ژوند کښې دا کعبه مونږه ليدے شو

دې مجاز باندې بهٔ مونږه هم ملاؤ شو حقيقت سره اميد مونږه لهٔ خدایٔ کؤو


دې نه تار دَ محبت تلے دے زړۂ ته بلف د حسنِ عقيدت پهٔ دې روښان دے

دې رڼا کښې حقيقت به را ښکاره شي مونږه دغې حقيقت وته اسرې کؤو


دغه نور دَ کعبې زړۂ کښې چې مونږ واخلو مونږ بهٔ پوې شو رب زمونږ دَ ټولو يو دے

دا نقطه ده دَ وحدت ټولو دَ پاره پيروي مونږ دَ وحدت دَدې نقطې کؤو


ليونتوب کښې دروازې دَ زړۂ شي لرې چې مونږ يؤيو اؤ دَ يؤ دپاره يؤ شو

کاش شبير هم پهٔ دې مينه ليونے شي ګني هسې بس خبرې اؤ قيصې کؤو