دَ کعبې سرور


سرور واخله دَ کعبې نن دَ کتلو

فرق ګوره دَ بيان اؤ دَ ليدلو


دې حرم کښې ګوره څومره تقدس دے

دا بيشکه ده موقعه دَ ځاريدلو


هر يو کس زړۂ کښې تعظيم دَدې محسوس کړي

ورسره طلب دَدې دَ ښکلولو


چې پهٔ زړۂ کښې وي تقويٰ دا ئې اثر وي

ورسره پهٔ پاک الله دَ مينيدلو


چې کعبې ته لري پښې زړۂ ئې خالي دے

دَ تقویٰ نه ، کړه کوشش دَ پوهيدلو


چې ئې زړۂ کښې تقویٰ نه وي اے شبيره

بيا ګډ وډ شي اؤ شي سر پهٔ بلو بلو