دَ موبائيل نقصانات


چې وي شوق دَ موبائيل دومره پهٔ زور

چې پهٔ نمونځ کښې اوريدے شي دَدې شور


زړه دَ چا چې پهٔ دې ويره محسوس نهٔ کړي

خپل اسلام باندې دې غور وکړي في الفور


دَ جمات مخکښې هندوانو موسيقي به

کړله بنده لازماً پهٔ هغه دور


اوس پهٔ نمونځ کښې نمونځ ګزار موسيقي اوري

کله وي پهٔ داسې ټون کښې ټنګ ټکور


هائے افسوس چې پهٔ کوم دور کښې مونږ روان يو

پهٔ هرڅهٔ کښې نفس پهٔ مونږ باندې دے سور


قاعده الف الله ب بسم الله وه

ممي ډيډي ته سپارو دَ سترګو تور


دَ احساسِ کمترۍ داسې طوفان دے

نتيجه ئې اور دے اور دے اور دے اور


شاهينانو ته ښودلې شي خړپوسې

پهٔ باز باندې خرڅوي چرګه خپل کور


اے شبيره کهٔ حالات داسې روان وي

باغ زمونږه به بيا کله شي سمسور


دَ چترو لاندې زۂ ناست ؤمه يو ځلي

خوشحالۍ نه زما اوښکې بهيدلې


يو غزل مې لهٔ قلم شوه رابهره

پهٔ کاپۍ دا منتقل شوه پر اثره


اوس کهٔ غواړې چي تهٔ واخلې ترې اثر

ولوله دا پهٔ دې ځان کړه لږ خبر