مدينې منورې نهٔ تقريباً 35 کلوميتره دَ وادي بيضاء پهٔ نوم يوه وادي ده ۔ دا نن سبا خلقو پهٔ وادي جن مشهوره کړي ده۔دَ دې پهٔ باره کښې دا خبره مشهوره شوي ده چې پهٔ چړايَیٔ باندې بند انجن سره ګاډے تقريباً 100کلوميتره رفتار باندې چليږي۔دَ ګاډو والو خو مزې شوې اؤ خلق ويني چې مدينې منورې نه ګاډي پهٔ يو شاړ سړک روان دي۔الله تعالیٰ پهٔ هرڅهٔ قادر دے ليکن دَ حديث شريف نه دا معلوميږي چې تحقيق نه بغير خبره بل ته ويئل دروغو کښې راځي نو ځکه زمونږ پهٔ زړه کښې دا خواهش راپورته شو چې دَدې صحيح تحقيق وشي۔ که څوک تپوس وکړي چې ورته دَ صحيح خبرې کولو قابل شو۔
جنيد صاحب زمونږ ملګرے دے اؤ مدينه منوره کښې کار کوي ۔هغهٔ ته مو ووې چې ګاډے راولي چې هلته خپله لاړ شو اؤ تحقيق وکړو۔ما خپل دوه ملګري ډاکټر مدثر اؤ جناب زين العابدين صيب ځان سره کړل اؤ دَ جنيد صاحب پهٔ ګاډي کښې وادي بيضاء ته لاړو۔ دَ خپل ځان سره مو يو ګلاس ،اوبه ،يو پيمانه اؤ يو قطب نما واخستل۔ چې کله خپل مطلوبه ځائے ته ورسيدو نو مونږه وکتل چې هلته خټ دے۔ مدينې منورې ته چې کوم سړک راځي نو هلته اول تيزه اترايیٔ راځي بيا لږه چړائی راشي اؤ ورپسې بيا تيزه اترايیٔ شروع شي۔ دا بيا تر ديرشو کلوميترو پورې سړک دے ۔ ۔پهٔ دې باندې مو پهٔ نيوټرل کښې ګاډے پريښو نو پهٔ ورو ورو روان ؤ۔خبره عجيبه وه خو تجربه اوس کول وو۔ګلاس مو دَ اوبو نه نيم ډک کړو۔ دَ سړک دواړو طرفو ته مو پهٔ ګلاس کښې دَ اوبو ژورتيا دَ پيمانې پهٔ ذريعه معلومه کړه نو معلومه شوه چې مدينې منورې طرف ته ژورتيا0.2 سنټي ميټره زياته ده ۔ دَدې نه پته دا ؤلګيده چې مديني منورې طرف ته چړايیٔ نهٔ وه بلکه اترايیٔ وه ،البته دَدې زاويه صرف تقريباً دوه درجې معلومه شوه۔ تقريباً شلو ميټرو پورې دا اترايیٔ دغه شان لږه وه ليکن دې نه پس مو چې حساب وکړو نو دا تقريباً پنځهٔ درجې ته ورسيده ۔دغه ځائے کښې ګاډے هم تيز شوے ؤ۔دَ ټول تحقيق نتيجه راووته چې مدينې منورې طرف ته چړايیٔ نه بلکه اترايیٔ ده۔ اول کمه اؤ بيا زياته۔ ۔خلقو ته چونکې اول بظاهر چړايیٔ ښکاري نو چې ګاډے اول پهٔ ورو ورو روان شي نو پهٔ عالمَ تحير کښې لاړ شي اؤ بيا چې واضحه اترايیٔ شروع شي نو دَ عالم تحير پهٔ وجه ورته دَ هغې پته هم ونهٔ لګي اؤ دَ زياتې اترايیٔ پهٔ وجه رفتار تر سلو کلوميټرو هم ؤرسي۔ پهٔ دې دَ خلقو تحير نور هم زيات شي۔ اؤ دغه شان دا دهوکه برقراره ساتلو کښې کامياب شي۔
اترايیٔ چړايیٔ څنګه ښکاره شوه؟
اګرچې پهٔ تکنيکي بنياد دَ تجربې نه پس خو دا واضحه شوه چې مدينې طرف ته چړايیٔ نه بلکې اترايیٔ ده خو دَدې۔جواب ورکول پاتې دي چې اترايیٔ چړايیٔ څنګه ښکاره شوه؟ دا مغالطه ښو۔هښيارو خلقو چې بعضې پکښې مفتيان وو ته څنګه ولګيده؟ پهٔ دې دَ پوهيدو دَ پاره تاسو دې مخامخ شکل ته لږ پهٔ غور وګوریٔ۔پهٔ ظاهر نظر به تاسو فوراً ووايَیٔ چې دا خطونه خپلو کښې متوازي نه دي ليکن که پيمائش مو ددې وکړو نو تاسو ته به پته ولږي چې دا خو خپلو کښې متوازي دي۔دغې ته دَ نظر دهوکه يعنې optical illusion ويئلے شي۔ ۔پهٔ دې کښې دَ رنګونو فرق نه دا مغالطه لګي۔ دغه شان دَ حقيقي افق اخفاء،دَ ماحول بې قاعدګي اؤ دَ نظر دَ فوري تبديلیٔ اثر نهٔ قبلول هم دغه اثر لري۔ ۔دَ خټ پهٔ وجه حقيقي افق غایٔب شهٔ ۔، دوه تيزو اترايانو کښې لګه اترايیٔ دَ ماحول ئې قاعدګي ده نو دلته هم دغه دهوکه ولګيده۔
دَ مغالطې نقصان
دَدې نقصان دادې چې خلق مدينه منوره پريږدي اؤ يو غير متعلق څيز کښې مشغول شي۔ ۔شيطان دَدې موقعې نه فایٔده واخسته اؤ دَ ګاډو والو پهٔ زړه کښې ئې وسوسه واچوله چې تاسو ته پکښې فایٔده ده اؤ بل طرف ته ئې دَ خلقو پهٔ زړۂ کښې تجسس پيدا کړو چې دا وګوریٔ څهٔ شے دے بلکه دَ تقدس شکل ئې ورته ورکړهٔ چې دا دَ مدينې منورې کشش دے ۔بل طرف چې څوک دَ سوچ نه کار اخلي هغویٔ دَدې پهٔ ذريعه دَ نيکانو خلقو چې ساده ګان دي پهٔ باره کښې دا خيال اچولے شي چې دا کومې خبرې چې واقعي برکات دي دا هم دغه شان دَ خلقو دَسادګیٔ اؤ سطحي خبرې دي۔ ۔الله تعالیٰ دې مونږ دَ شيطان دَ دَجل نه محفوظ کړي اؤ دَ شريعت پهٔ طريقو مو دې ښهٔ پهٔ شرح صدر سره روان کړي ۔امين۔