مدينې منورې ته روانيدل


دَ حضورﷺمبارک ارشاد دے چې څوک حج تہ لاړشي اؤ ماتہ رانهٔ شي نو دۂ ماسرہ جفا وکړه۔

دَ ۔مثال پهٔ طورکهٔ يو کس انګلينډ نه څهٔ کار دَ پاره لاهور ته راشي اؤ پهٔ فيصل اباد کښې ئې پلار وي دَ هغهٔ سره ملاؤ نهٔ شي اؤ واپس انګليند ته لاړ شي نو دا پلار به ئې څهٔ وائی۔دَدې دپاره دَ مدينې منورې ته دَ تلو پهٔ وخت نورو تياريو سره سره خپل زړۂ هم تيارول پکار دي يعنی دَ حضور ﷺ سره دَ ملاقات دپاره  ۔  بعضې خلق خوا مخواه د فضيلتونو قصې شروع کړي۔ هغه خلق دا باور وکړي چې الله تعالیٰ مکه مکرمه کښې دے اؤ حضور ﷺ پهٔ مدينه منوره کښې۔دې بيوقوفانو ته دا وئیل پکار دي چې الله تعالیٰ خو هر ځائے کښې دے اؤ حضور۔ﷺ پهٔ مدينه منوره کښې دے۔ مکه مکرمه هم دَ الله ده اؤ مدينه منوره هم دَ الله ده۔مدينې منورې ته د تلو دَپاره دَ حضور ﷺ دغه ارشاد مبارک کافي دے۔دَدې پاره عقيده خو پهٔ مدينې منورې ته پهٔ تلو کښې زياته مضبوطه ده۔تر څو پورې چې دَ فضيلت خبره ده نو الله تعالیٰ فرماییٔ چې پهٔ دې کښې دَ حضور پهٔ اتباع کښې دَ خدایٔ تعالیٰ محبوب کيدل دي نو اوس سوچ وکړیٔ چې دَ حج نه پس حضور پهٔ مکه مکرمه کښې پاتې شو اؤ کهٔ مدينې منورې ته لاړل۔اتباع پهٔ څهٔ کښې ډېره ده۔دَ الله تعالیٰ محبوبيت پهٔ څهٔ کښې زيات دے۔العياذ بالله زما مقصد دَ مکې مکرمې فضيلت کمول نهٔ دي بلکې صرف دَ يو تفريط اصلاح ده ګني زمونږ مسلک خو دادې چې!

"لهٔ مکې تلل راته ګران دي مدينې ته هم تلل غواړو ۔" البته پهٔ جنت البقيع کښې دَ دفن کيدلو دَ ارمان خبره بله ده۔


بس دَ نور اؤ دَ سرور دے ، يو باران پهٔ مدينه کښې

نزديکت باندې مې زړۂ دے ، ډېر۔فرحان۔پهٔ مدينه کښې


دَ الله فضل پهٔ مونږ دے ،چې دا ځائے ئې رانصيب کړو

خوشحاليږم چې محسوس شي ،راته ځان پهٔ مدينه کښې


شين ګنبد راته ښکاريږي ، دَ چتريو لاندې ناست يم

يم ئې فکره چې زما دے ، ټول جهان پهٔ مدينه کښې


دنيا ټيک ده ما راکاږي ، ۔خپل طرف ته دا فطرت دے

خو دَ زړۂ دَ جهان وروره ، دے جانان پهٔ مدينه کښې


پهٔ ژوندني اتباع ئې ، مې نصيب شي پهٔ هر حال کښې

خو دَمرګ ۔مې اے شبيره ، دے ارمان پهٔ مدينه کښے