تقریظ دَ پروفیسر میاں عنوان الدین کاکا خیل لۂ خوا نہ

پهٔ پښتو ژبه دَ روحاني مذهبي ، ديني اؤ صوفيانه ادب روايات ډېر لر غني دي اؤ دَ صوفيانه کلام ډېرې درنې پنګې دَ پښتو ادب ډېر ارزښتناک کړے دے۔۔۔دا دَ دې خبرې ثبوت دے، چې پښتانهٔ من حيث القوم پهٔ رضا و رغبت ، مينه اؤ خوشحالۍ اسلام خپل کړے اؤ قبول کړے دے۔۔ځکه اوس هم پښتانهٔ پهٔ اسلام ډېر مئین دي۔ ۔ دَ خدائے تعالیٰ جل جلاله اؤ دَ رسو ل پاک سره دَ مينې جذبه ئې تل تر و تازهٔ توانه اؤ تانده ده۔ ۔پهٔ دې منطقه کښې اسلام دَ صوفياؤ کرامو دَ عملي ژونددَ نمونو اؤ تعليماتو دَر ڼا پهٔ برکت خور شوے دے۔۔پهٔ دې سلسله کښې دَ صوفياؤ کرامو مشایٔخ عظام اؤعلما دين دَکوششونو سره دَ شعراء کرام هلې ځلې هم دَ ذکراؤ ستایٔنې وړ دي۔۔۔

دَ پښتو کلاسيکي ادب تر ډېره حده پهٔ صوفيانه بنيادونو اډاڼه لري۔۔ بلکې تنقيد نګاران ئې پهٔ لويو لويو ادبي تحريکاتو حسابوي۔۔دَ سليمان ماکو دَ تذکرة الوليا نه راوخلې دَ اخوند دروېزه بابا، دَ حضرت شېخ رحمکار کورنۍ ، دَ خوشحال خان اؤ رحمان بابا سبکونه ، محمدي صاحبزاده چې دَ څوکنو دَ ميا عمر دَ لوئې ګدۍ اؤ خانقاه وارث ؤدَ علم اؤ عرفان ، سلوک اؤ تصوف دا وږدې سلسلې کړۍ پهٔ کړۍ رارسيدلي دي اؤ لا پهٔ مخه روانې دي۔۔۔

دَدې غټو غټو سلسلو نه علاوه دَ پښتو عامو شاعرانو کښې هم دَ پخوا نه دا روايت راروان دے چې دَ خپل کلام اؤ کتاب ابتدا دَ باري تعالیٰ دَ حمد نه اؤ ورپسې دَ نعت شريف نهٔ کوي، اؤ بعضې کسان دَ تبرک دپاره دَ خپل پير منقبت هم پهٔ دے قطار کښې ځايوي۔۔کهٔ يو خوا اولسي شاعرانو دَ شاعرۍ پهٔ هر صنف کښې دَ حمد باري تعالیٰ ، نعتونو اؤ منقبتونو تجربې کړي دي نو بل خوا دَ جديد دور دَ پښتو شاعرانو هم دا روايت برقرار ساتلے دے۔۔دې خاورې ډېر نامتو نعت ګو شاعران اؤ خوش اوازهٔ اؤ خوشحالحانه نعت خوانان ځېږولي دي چې دَ تفصيلي ذکر ئې دا موقع نهٔ ده۔ ۔ پهٔ داسې نوموړيو کسانو کښې يو دروند شخصيت سيد شبير احمد کاکا خېل هم دے چې دل بہ يار و دست بہ کار ئې دَ ژوندانهٔ لاره ده۔۔ دوی پهٔ لږه موده کښې پهٔ اردو کښې دَ ايمان افروزايمان پهٔ ژبه شاهراهِ محبت اؤ دَ پېغامِ محبت غوندې دوه شاهکار کتابونه چاپ کړي دي اؤ دَ نورو ليکلو ئې اراده ده۔۔۔دَ سيد شبير احمد کاکا خيل دَ خپلې صایٔبې اؤ ايمانانه رائېﷻﷻ مطابق هغوﺉ خپلو ماشومانو ته ویٔلي دي چې بهر دَ ضرورت مطابق چې هره يوه ژبه وايَیٔ خو پهٔ کور دننه به پښتو وایَیٔ۔ کهٔٔ داسې نهٔ وي نو دا به دَ پښتو سره بې وفايیٔ وي۔۔۔

زهٔ اکثر دا خبره کوم چې پښتو دَ الله تعالیٰ اؤ دَ هغهٔ دَ رسول ﷺ پهٔ مينه دَ مست قام ژبه ده ځکه دَ دې دَ ارتقا اؤ ترويج دپاره غېبي لارې چارې پرانستے شي۔۔ ۔داسې درانهٔ اؤ سپیځلي شخصيتونه پيدا شي چې دَ هغوي بې لوثه هلې ځلې دَ پښتو ژبې دَ ترقۍ اؤ ودې باعث وګرځي۔۔۔

سيد شبير احمد کاکا خېل صاحب وائی چې ما پهٔ اردو کښې دوه شعري مجموعې شاهراه محبت اؤ پېغام محبت چاپ کړې نو يوه ورځ مې پهٔ زړهٔ کښې دا خيال راغلو چې زهٔ خپلو بچو ته خو دَ پښتو ژبې سره دَ وفادارۍ تلقين کوم ۔اؤ پخپله مې پهٔ پښتو کښې لا يو کتاب هم نهٔ دے چاپ کړے۔۔۔دا دَ مورنۍ ژبې سره بې وفائی نهٔ ده؟ دا دَ شاه صاحب هغه تاريخي اعتراف دے ۔چې پښتو ژبه به پرې مدام وياړ کوي۔۔۔ دَ پښتو دَ ادب پهٔ تاريخ کښې به تل روښانه اؤ معتبره حواله ګڼلے شي۔ بلکې پهٔ زرزري ټکيو کښې دَ ليک جوګه حواله ده ۔۔۔

کاکا خېل صاحب وائی چې دَ دې احساس بېدارېدو سره ما سمدستي اراده وکړه چې هم پهٔ دې نومونو هم دَدې شعرونو پهٔ رڼا کښې به پهٔ پښتو کښې دوه کتابونو ليکم۔۔۔الله تعالیٰ دَ دوی پهٔ دې نېکه اراده کښې برکت واچولو اؤ شاه صاحب پهٔ دې کار کښې بريالے شو۔۔۔دَمينې شاهراه اؤ دَ مينې پېغام پهٔ نومونو ئې دوه کتابونه وليکل اؤ دَ دواړو کمپوز شده نسخې زما مخې ته پرتې دي۔۔ ، ډېر زر به دا انشاء الله چاپ شي ۔۔۔

ډېرو سترو اؤلويو شاعرانو دا اعتراف څهٔ چې اقرار کړے دے چې زمونږ شاعري دَ يو پېغام دَ رسولو ذريعه ده۔۔۔علامه اقبال خو پهٔ!


“سوۓ منزل می کشم ناقۂ بے مہار را ”


کښې ډېر ښکلے مثال ورکړے دے چې دَ شاعرۍ پهٔ ذريعه خپل قام منزل ته راکاږم۔ ۔۔۔ بعینہٖ دغه مطلب، مقصد اؤ مدعا دَ ښاغلی شبير احمد صاحب هم ده چې دَ شاعرۍ پهٔ قالب کښې خپل پېغام قام ته، مسلمانانو ته، يا دنيا ته رسؤل غواړی‎ ۔

دَ شبير احمد صاحب پېغام څهٔ دے؟ دا هم هغه پېغام دے چې دَ زرګونو کالونو راسې پهٔ مختلفو وختونو کښې پېغمبران، انبياء کرام، اولياء الله، پيرانِ عظام ، واعظان، علماءِ دين، فلسفيان اؤ شاعران دَ انسانيت دَ خېر ښېګړې دپاره انسانانو ته رسول غواړی۔۔۔۔ دا هغه حق، رښتونے اؤ ابدي پېغام دے چې دَ قرآن پاک دَ تعليماتو اؤ دَ حضورﷺ دَ اسوهٔ حسنه پهٔ شکل دَ نني دور دَ انسانانو دَ جملوؤ اخلاقی، سماجی، خرابيو،ذهنی رنځونو، مادي ضرورتونو يو شافي علاج اؤ جامع حل دے۔۔۔۔دَ دې پیغام بنيادي نکته عشق دے، مينه ده ۔، خالصه، سوچه، بې لوڅه مينه۔۔۔ دغه مينه پهٔ ټول کائنات کښې خوره وره، جاری اؤ ساری ده۔۔۔۔ دَ کائنات ژوند اؤ موجودګی دَدې مينې نه عبارت دي۔۔۔۔ مينه اؤ ښائست دَ يو بل دپاره لازم اؤ ملزوم دی۔۔۔۔ پتنګ ته پهٔ شمع کښې حسن ښکاری، اؤ بلبل پهٔ ګل کښې ښائست وينی۔۔۔ ۔انسان خو اشرف المخلوقات دے يقيناً دَ دهٔ دَ مينې دَ اظهار انداز اؤ مقدار دَ حسن معيار اؤ دغه حسن ته دَ رسېدو اؤ دغه حسن دَ خپلؤلو سوچ اؤ اپروچ به يقيناً ډېر ستر، لوړ اؤ هسک وی۔

دَ موصوف دَ شاعرۍ تنه بوده کهٔٔ هغه دَمينې شاهراه دے اؤ کهٔٔ دَ مينې پېغام ، هم دَ دې پاکې سپيځلې افاقی اؤ الوهی مينې نه وودلې شوې ده ۔ دا دَ رڼا اؤ نُور هغه پلوشې دی چې دَ کومو پهٔ حقله رحمان بابا وا یٔ چې


کهٔ رڼا ده پېروي دَ محمد ﷺ ده


داسې شاعرۍ نه ځېګېدلې پېغامونه دَ انوارو اؤ تجلياتو پهٔ شکل کښې دَ شاعر پهٔ روښانه ذهن دَ ملکوتی حسن دَ پرخې پونه وروی اؤ شاعر دَ راپاريدلی قلبی وارداتو لهٔ کبله دَ جذب او انجذاب دَ پرکېفه لمحاتو پهٔ بهير کښې لوستونکی ځان سره پهٔ دې سرور کښې شريکول غواړی۔۔۔۔ دغه بهير دَ دين محمدی ﷺ پېروی ده۔۔۔۔

دَ مينې پېغام شاعری مونږ نهٔ دَ شعر پهٔ فنی پېمانوځېرلې شو اؤ نهٔ ئې دَ تنقيد پهٔ زرکاڼی سنجولې شو۔۔۔ دَ دې دوه وجهې دی۔ يو خو دَمينې پېغام کښې شاعری عامه شاعری نهٔ ده بلکې دَ يو لافانی، ابدی اؤ افاقی پېغام دَ خورولو ذريعه ده۔ چې زيات تعلق ئې دَ قلبی وارداتو څخه دے۔۔۔بل دا دَ اردو شعر من و عن ترجمه نهٔ ده بلکې دَ پښتو جامې وراغستولے شوي دی۔۔۔ پهٔ حالاتوکښې خامخا لرے برے راځی۔۔۔۔ دلته به دَ شاعر نيت پهٔ نظر کښې ساتل پکار وی، فنی باريکۍ اؤ نزاکتونه نه۔۔۔

خو لکه څنګه چې دَ شاه صاحب نېکې ارادې اؤ سپيځلي مقصدونه دَ کامېابۍ منزلونه غوڅوی دغه شان پهٔ مبارکه اؤ بختوره سلسله کښې هم خوش بختانه شبير احمد صاحب ته دَ يو دروند علمی اؤ ادبی شخصيت پروفېسر سيد محمود ظفر صاحب ملا تړ حاصل شو۔۔۔ هغوی پهٔ دې سلسله کښې رسا فکر، ژور نظر اؤ تېز ذهن لری۔۔۔ پخپله هم صاحب طرز اديب اؤ دَ ښکاره مقام څښتن شاعر دے۔۔ ۔ پهٔ دې مجموعه هغوی نظر اچولے دے۔۔۔ يوئې نوي املا ته برابر کړی ده۔، بل ډېر ابيات چې نيمګړي ليکلي شوي وو هغه ئې برابر کړی دی۔۔۔شايد چې دا نيمګړتيا دَ اصل مسودې دَ نقل کونکي لهٔ کبله وه۔۔ ۔هسې خو دَ موضوع پهٔ لحاظ دا شعری مجموعه دَ لعل و جواهرو لړۍ اؤ خشبويه ګلونو ګل دسته ده۔ خو دَ ځنو شعرونو پهٔ خوند کښې تاسو هم ځان سره شريکوم۔۔۔


مينه مينه ده دَ مينې مثال نشته

څوک بې مينې پهٔ دنيا کښې خوشحال نشته


مينه زړهٔ سره خبرې کړی اۓ عقله

کار پهٔ “قال” کله چليږی کهٔ “حال” نشته


يا


بندګی پهٔ بندګۍ بس نصيب کيږی

خپله خوښه ئې پهٔ خوښه کړه قربان


خپل زړګے ورته پهٔ سچه باندې پېش کړه

چې قبول شی پهٔ دربار دَ پاک سبحان


دَ نفس دَ بيمارۍ تشخيص داسې ښائی!


نفس کهٔٔ ګاډے دے نو زړهٔ ئې ډرا ئیور دے

پهٔ اصلاح کښې دَ زړهٔ ذکر مؤثر دے


اؤ دَ نفس علاج دے پروت مجاهده کښې

اؤ تشخيص دَ شېخ پهٔ دې کښې معتبر دے


پهٔ دې فتنه انګېزہ فضا کښې شاعر ولې مطمٔن دے!


هر طرف ته نن فتنې دی

مشکلات دی اندېښنې دی


شکر مونږ چې چا سره يو

اهل حق دَ زمانې دی


دَ ظاهر و باطن فرق پهٔ څومره ساده اؤ اسان مثال سره ثابتوی!


چې خالي وي کټورے کوي ټنګا

چې وي ډک پهٔ ټنګېدو کوي ټکا


کوي شور چې پهٔ ظاهر باندې څوک مست دي

دَ ظاهر باطن جامع نه کوي دا


اخلاص نهٔ صرف پهٔ صوفيانه تعليماتو کښې بلکه پهٔ عملی ژوند کښې هم يو دَ قدر وړ عمل دے۔ ځکه خو پرې ډېرو شاعرانو طبع ازمائی کړی ده۔ موصوف هم دا انسانی صفت اؤ دَ انسانی معاشرې قدر داسې ستائلے دے!


چې پهٔ ښهٔ نيت دا زړګے صفا سوتره شی

دَ اخلاص پهٔ برکت اعمال ښائسته شی


پهٔ هغهٔ لره نظر پهٔ هر عمل کښې

چې قبول دې شی اعمال اؤ ستا هغه شی


بې شکه چې دَ قرآن پاک سره مينه اؤ دَ کلام پاک تلاوت دَ هر مومن مسلمان دَ ايمان جز دے خو شاعر يوه بله نادره نکته پهٔ ګته کوی اؤ وائې!


دَ قرآن نه تهٔ دَ مينې درس حاصل کړه

ځان محبوب سره پهٔ دې باندې واصل کړه


هر هر لفظ ډک دَ نُور دَدې کلام دے

پهٔ دې نُور باندې معمور دا زړګے خپل کړه


زما پهٔ خيال دَ حوالو دا سلسله دَ اندازې نه زياته وږده شوه۔ خو يوه اخيری حواله دَ نعت شريف دَ ليکلو ضروری ګڼم۔۔دَ نعت شريف دَ سترې مرتبې پهٔ حقله خو دَ الله تعالیٰ خپل کلام داسې ګواهی ورکوی ورفعنا لک ذکرک۔ لوړ يا هسک کړو مونږ ذکر ستا ستا۔۔ دپاره۔دَ ښاغلی شبير احمد کاکا خېل دَ مينې پېغام دې وی اؤ دَ حضورﷺ ذکر دې پکښې نهٔ وی۔۔ پهٔ دې مجموعه کښې ګڼ نعتونه شامل دی۔ ولې بيا هم دَ حضورﷺ دَ عظمت اؤ لوئۍ دَ بيان سره ډېرې تقاضې پهٔ نظر کښې لری!۔


شوق لرم پهٔ زړهٔ کښې نعت دَ ليکلو

اؤ پهٔ دې کښې دَ محبوب دَ يادولو


چرته زهٔ چرته هغهﷺ غلط نهٔ شمه

پهٔ نازک ښاخ زهٔ کوشش کوم دَ تللو


يقيناً چې هغهﷺ هم دَ خدائے بنده دے

نو کوشش کښې يم دَ دې خيال دَ ساتلو


پهٔ دې حقله دَ نورو باريکيو اؤ نزاکتونو وضاحت داسې کوی!


نعت ليکل ولې مشکل دی

دا پهٔ توره باندې تلل دی


کهٔ مقام ئې نور اوچت شی

نو دَ حد نه مخکښې تلل دی


اؤ کهٔ کم شی دَ خپل ځايه

نو دَ ځائے راغورځېدل دی


زما دا ليک به نيمګړے ګڼلے شی کهٔ زهٔ دَ صاحب کتاب پهٔ حقله دَڅو خبرو ذکر و نهٔ کړم۔۔۔

دا پياوړے روحانی شخصيت دَ علم و عرفان، سلوک اؤ تصوف دَ علم بردارې روحانی سلسلو دَ کاکا خېلو مياګانو پهٔ درنه علمی کورنۍ کښې دَ صوابۍ ضلعې پهٔ مشهور کلي جهانګيری کښې پېدا شوے دے۔ اؤ دَ سيد علی شاه کاکا خېل ځوئے دے۔۔۔ دَ پېدایٔش تاريخ ئې 24 اپرېل 1954 دے۔۔ ۔ابتدایٔ تعليم ئې خپل کلی کښې حاصل کړے دے۔۔۔ايف۔ايس۔سی ئې دَ اسلامېه کالج پېښور نه کړي ده ۔ اؤ بی۔ايس۔سی مېکنيکل انجنئرنګ ئې پهٔ امتيازی حېثيت سره دَپېښور يونيورسټۍ نهٔ کړي ده ۔ پهٔ انجنیٔرنګ کښې دَ کمپيوټر پهٔ استعمال ئې تحقيق پهٔ جرمني کښې پهٔ کارلسروهے يونيورسټۍ کښې دَ مشهور پروفېسر شناک پهٔ سرپرستۍ کښې کړے دے۔۔ ۔نن سبا پهٔ اټامک انرجی کمېشن کښې دَ ډپټی چيف انجينئر پهٔ عهده کار کوی۔۔۔

دَ ملازمت پهٔ دوران کښې دَ تحقيق اؤ تعليم پهٔ سلسله کښې ئې دَ يورپ اؤ امريکې سفرې کړي دي ۔ پهٔ اسلام، سائنس اؤ دينی امورو ئې تحقيقی مقالې اؤ کتابونه لکه فهم المېراث مېراث کا آسان حساب ، فهم الفلکيات،فهم الرياضي ،کشف هلال وغېره ليکلې دی۔ ۔ دَ تصوف پهٔ مېدان کښې ئې زبدة التصوف ،تصوف کا خلاصه ، فهم التصوف ،مکایٔد شيطان اؤ نور واړه واړه کتابونه ليکلي دي ۔ دَ دې نه علاوه وېب پاڼه " tazkia.org " هم ددوی پهٔ سرپرستۍ کښې دَ خانقاه امداديه نه مستقله چليږي ۔ پهٔ خانقاه امداديه کښې شاه صېب روزانه پهٔ مختلفو موضوعاتو درس ورکوي اؤ پهٔ دې کښې دَ خالي پهٔ ورځ دَ مثنوي شريف درس هم کيږي ،کوم چې دَ طريقِ جذب ترجمان دے۔ ۔۔ شاه صاحب دَ اسلام دَ افاقی اؤ ابدی پېغام دَ خورولو دپاره هره لار خپله کړي ده۔۔ ۔دَ ليک لوست نه علاوه دَ شاه صاحب بله غټه کارنامه ځائے پهٔ ځائے دَ خانقاه ګانو جوړول دی۔۔لکه پنډۍ، آله آباد، اسلام آباد، جهانګيره، سخاکوټ ملاکنډ اېجنسی، پېښور، لاهور، فېصل آباد اؤ کراچۍ کښې ئې دا روحانی مرکزونه قائم کړی دی۔۔۔دلته نهٔ صرف دَ حال و قال محفلونه، دَ ذکر و اذکار مجلسونه، دَ روحانی تربيتونو اؤ تزکيه نفس غنډې کيږی بلکې دا دَ دين دَ درس و تدريس موثرې اؤ معتبرې ادارې هم دی۔۔۔ الله تعالیٰ دې دَ علم و عرفان دا سر چينې دغه شان تل تر تله روانې اؤ تاندې لری۔ چې دَ سلوک اؤ معرفت دَ لارې تنده غری پرې دغه شان سېرابيږی۔ امين۔۔۔

نننۍ نړۍ خونړۍ ده۔۔ ۔دَ ظلم اؤ بربريت ښکار ده۔۔ دَ سړی خورګۍ اؤ استحصال دَ لاسه انسانيت پهٔ اور کښې ولاړ دے۔۔۔ زياتی خورګۍ اؤ زورګېرۍ دَ دنيا امن تالا ترغه کړے دے۔۔۔قامونه دَ امن پهٔ تلاش کښې سرګردانه اؤ پرېشانه دی۔۔۔ انسان پهٔ رنګ رنګ زنځوريو کښې اخته اؤ بلاګانو کښې ګېر دے۔۔۔دَ زړهٔ دَ اطمينان پهٔ لټون کښې دے۔۔۔ پهٔ داسې حالاتو کښې دَ مينې،ورور ولۍ اؤ دَ امن پېغام دَ شريعت محمدیﷺ پهٔ پيروۍ کښې پټ دے،۔دَ کوم دَ خپرونې دپاره چې شاه صاحب شپهٔ اؤ ورځ لګيا دے کار کوی۔۔۔ الله تعالیٰ دې وکړی چې دَ سيد شبير احمد کاکا خېل دا بې لوثه کوششونه دَ لوی الله پهٔ در کښې قبول شی چې دوی خپل مرام حاصل کړی۔۔۔ دا دې دَ دوی دپاره دَ دين دنيا توښه وګرځی۔، امين۔۔۔ دا ګناه ګار اؤ پروفېسر سيد محمود ظفر دې هم پهٔ خپلو دعا ګانو کښې ياد لری۔،تشکر کوم۔۔


پروفېسر ميا عنوان الدین کاکا خېل

236 بی۔ شیخ ملتون مردان

18 اکتوبر ۲۰۱۳

بمطابق 13 ذوالحج 1434 ھ