لږ پهٔ هوش


اے زړګيه لږ پهٔ هوش شه کهٔٔ دَ عشق پهٔ لاره تلل کړې

ده ادب وړومبۍ پوړکۍ ئې تهٔ پهٔ دې به هم ختل کړې


پهٔ قدم قدم ډاکوان دي پهٔ صورت دَ لار ښيونکو

تلل پهٔ لار دي خو لهٔ دوی هم ځان به هرخت بچ کول کړې


دا دَ عشق اور دے وګوره خو پهٔ مينځ کښې دا ګلزار دے

پهٔ دې اورکښې کوزيدل دي ځان پهٔ دې به سوزول کړې


تهٔ دَ يار وصل کهٔٔ ژاړې دا ژړا به شپهٔ اؤ ورځ وي

دا څهٔ ګپ نهٔ دے دا عشق دے ځان لهٔ ځان به وروکول کړې


چې پهٔ کومه لار روان ئې ازغي دې کښې وساوس دي

پهٔ زخمي پښو به مرهم دَ تسلۍ تهٔ لګول کړې


کله طور پهٔ عشق څکاره شي ، شي معراج کله نصيب هم

عشق دې وي خو چې نهٔ ښکاري تهٔ چې سر اوچتول کړې


ستا پهٔ عشق کښې سوزېدو کښې دے سکون ماته معلوم دے

سوزېدل چې دې قبول کړي ورسره به دا غوښتل کړې


ستا ده لاره نېغه شوي اوس چې وندرېږې لارکښې

در دَ يار چې راشي هم نه ، دَ هغهٔ به ځان کول کړې


دَ شبيؔر ئې، دَ شبيؔر نه، اوس منه چې تهٔ دَ چا شوې

داسې کيږي عشق کښې، دا اوس ته هر چاته به ښودل کړې